د چک، پولنډ او سلووینیا صدراعظمان له اوکراین د ملاتړ ښوولو لپاره کیف ته ځي
دا سفر داسې وخت کېږي چې روسیې پر اوکراین خپلې حملې ته دوام ورکړی دی.
د چک صدراعظم پیټر فیالا په یوه ټویټ کې ویلي، درې واړه رهبران به د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي او صدراعظم دانیس شمیهال سره وګوري.
فیالا لیکلي، د سفر هدف له اوکراین، د هغه له ازادۍ او خپلواکۍ د اروپايي ټولنې د څرګند ملاتړ ښوول دي.
روسي ځواکونو د خپل غیر موجه یرغل په لړ کې تېره شپه هم د کیف ګڼې ساحې بمبار کړې دي.
