د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف زوی به د خپل پلار ځایناستی شي
د ۴۰ کلن سردار بردي محمدوف بریا وروسته له هغې د اټکل وړ وبلل شوه چې پلار دی موده مخکې د صدراعظم د مرستیال به توګه وټاکه.
په دغه هېواد کې چې شپږ ملیونه وګړي لري، هېڅ کومه پیاوړې سیاسي مخالفه ډله نهشته.
هغه اته نور کاندیدان چې دغو ټاکنو ته ولاړ وو، تر ډېره ټیټ رتبه دولتي کارکوونکي یا هم ناپېژندل شوي شخصیتونه وو.
د ترکمنستان د اساسي قانون له مخې، د دغه هېواد یو ولسمشر د ۷ کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي.
