د افغانستان سفارت: تورخم کې بند پاتې کسان دې راروانو ورځو کې هېواد ته لاړ شي
سفارت په خپله رسمي ټویټرپاڼه کې ویلي، په تېرو وختونو کې به یوازې هغو افغانانو کولای شوی چې افغانستانه ته ستانه شي چې تذکره یا د مهاجرت کارت او یا هم کله ناکله د بېویزې پاسپورټ په درلودلو سره افغانان خپل هېواد ته ستنېدلی شوی، خو د سفارت په خبره په تېرو څو ورځو کې په تورخم کې له هغو کسانو پرته چې ویزې لري، بل چا ته د ستنېدو اجازه نهورکول کېده.
د افغانستان سفارت دغهراز ویلي چې دغه ستونزهیې له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې او له هغوی یې د حل غوښتنه کړې ده.
