Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Март
2022

د طالبانو واکمني؛ دي پرېنټ: افغان مېرمنې د بېرې په حال کې ژوند کوي

0
ګارډين


ګارډين ورځپاڼې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه لیکنه خپره کړې ده. په دې مقاله کې لیکوالې سیلۍ غفار لیکلي چې افغانستان کې ژمی سخت دی او پنځه میلیونه کوچنیان له لوږې سره مخامخ دي، ځوانان مایوسه دي او ځان وژنې ورځ په ورځ زیاتیږي.  


په دې مقاله کې راغلي چې په اوکراین کې جګړه ښايي د افغانستان پر وضعیت نور هم بد اغېز وکړي.


ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د څلور اعشاریه څلور میلیارډه ډالرو مرستو غوښتنه کړې او د لیکوالې په باور د دې پرځای چې امریکا ملګرو ملتونو ته په دې فنډ کې مرسته وکړي، د افغانانو کنګل شوې شتمنۍ يې هم وګرځولې.  


د سیلۍ غفار په باور د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن وروستۍ پرېکړه تر طالبانو زیات زیان افغانانو ته رسوي چې له لوږې سره مخامخ دي او د خوړو، ازادي او خوندیتوب په لټه کې له خپله هېواده تېښتې ته اړ شوي دي.  



دي پرینټ


دي پرینټ خپرونې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته کتلي دي. په دې مقاله کې راغلي چې طالب مشران اوسمهال هڅه کوي چې په ټولنيز ژوند کې د افغان ښځو ونډه په بشپړه توګه له منځه یوسي.


د لیکوال په باور که څه هم د نړۍ په نورو هېوادونو کې دا د نه منلو وړ خبره ده، خو په افغانستان کې د طالبانو مخکینۍ دورې ته په کتو دا خبره د حیرانتیا وړ نه ده، خو د لیکوال په باور افغان ښځې د بېرې په حال کې ژوند کوي.  


په دې مقاله کې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته په اشاره راغلي چې ډېری وختونه د اقتصادي ستونزو له کبله یوازې نارینه سفر کوي او ښځې او نجونې تر شا پریږدي چې دا هغوی له ګڼو خطرونو سره مخامخ کوي، خو په داسې حال کې چې د ښځو نارینه خپلوان یا پر سفر تللي وي یا هم مړه شوي وي، د مقالې د لیکوال په باور ښځې په ځانګړي توګه د طالبانو  له هغه محدودیته اغېزمنې کېږي چې وايي، ښځې باید له محرم سره له یوه ځایه بل ته لاړې شي.  


مقالې د طالبانو هغې غوښتنې ته چې وايي، نړیوال دې دوی په رسمیت وپېژني، اشاره کړې او لیکلي يې دي چې طالبان د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب له غوښتنې سره مخامخ دي.


په دې مقاله کې وړاندیز شوی چې نړیواله ټولنه دې له طالبانو سره د ښځو او نجونو د حقونو برخه کې مذاکرات وکړي او طالبانو ته دې هر ډول فنډ مشروط کړي.  


په دې مقاله کې همدا راز وړانديز شوی چې له افغانستانه پر بشري اساس د ایستلو لړۍ کې باید د جندر برابرۍ ته هم پام وشي او په افغانستان کې دننه دې هم بشري مرستو ته د لاسرسي په برخه کې د ښځو ونډه په پام کې ونیول شي.  



انډیپنډنټ


انډیپنډنټ ورځپاڼې په افغانستان کې د معتادو کسانو ستونزې ته په پام یوه مقاله خپره کړې ده.


په دې مقاله کې راغلي چې طالبان د ښکاره مړینو د مخنیوي په خاطر معتاد کسان په زوره روغتیايي مرکزونو ته بیايي.  


د مقالې د معلوماتو له مخې کابل کې د معتادینو د درملنې په مرکز کې تر زرو کسانو پورې ځای شته خو طالبانو دې مرکز ته اوس مهال ۳۵۰۰ معتاد کسان ور وړي دي.  


وروسته راغلي چې افغانستان د هیروینو او میتامفیټامینو له تر ټولو زیاتو تولیدوونکو دی او ډېری مخدره مواد تر نړیوال تور بازاره رسیږي. خو د دغو موادو یوه برخه په افغانستان کې ذخېره کېږي. 


په مقاله کې لیکل شوي چې د ډېری افغان معتادین له مخدره موادو څخه استفاده د نا حل کېدونکو ستونزو څخه د پټېدو یوه لاره ګڼي. 





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net