طالبان: د نړۍ هېوادونه دې د ښځو د تعلیم او تحصبل برخه کې عملي همکاري وکړي
سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل، همدا اوس د دوی د لوړو زده کړو وزارت د ښځینه محصلانو د تګ راتګ لپاره ټرانسپورټ ته جدي اړتیا لري.
ښاغلی شاهین، د ښځو د تعلیم او تحصبل په برخه کې د نړۍ د هېوادونو د عملي همکاري غوښتنه وکړه:"نړۍ باید د ښځو د حقونو له شعار نه راښکته شي او عملاً د ښځو د ژوند د ښه کولو او د ښخینه لېسو او پوهنتونونو د جوړولو برخه کې له اسلامي امارت سره مرسته وکړي."
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر دا خبرې داسې مهال کوي چې تازه د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د پرېکړې له مخې، سړو سیمو کې ټول دولتي پوهنتونونه د کب یا حوت په اوومې نېټې پرانېستل شول.
د دې وزارت د پرېکړې له مخې، په پوهنتونونو کې به د نجونو او هلکانو ټولګي جلا وي او نجونې به د سهار او هلکان به له غرمې وروسته ټولګیو ته حاضرېږي.
مخکې تر دې د تودو ولایتونونو پوهنتونونه هم پرانیستل شوي وه.
د اګسټ له ۱۵مې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو ورسته دولتي پوهنتونونه تړلي وو او دغه شان له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته هم نجونو ته د تګ اجاره نه ده شوې.
دا چې د طالبانو د پوهنې وزارت به کله د متوسطې او لېسې دورې نجونو زده کوونکو ته د زده کړو اجازه کوي نه ده معلومه، خو مسوولینو یې په وار- وار ویلي چې په دې اړه په یوې طرحې کار کوي.
د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوي د افغان نجونو او ښځو او دغه شان په افغانستان کې د بشري حقونو برخه کې د امریکا د ځانګړې استازې رینا امیري سره، قطر ته د نوموړې د سفر پرمهال هم د افغانستان د اوسنۍ وضعیت، د ښځو په وضعیت، بندیزونو او تعلیم او بشري مرستو په اړه خبرې کړې دي.
اغلې امیري بیا په خپل ټوېټرپاڼه لیکلي چې تېرو څو ورځو کې یې په قطر کې له ښځو چارواکو غوښتي چې افغانستان کې د ښځو او د دوی له ښوونې او روزنې ملاتړ وکړي.
نوموړې دا هم لیکلي، اړتیا ده چې افغانستان د ثبات او ښې راتلونکې لپاره د نجونو او ښځو له وړتیاوو او استعدادونو ګټه واخلي.
