سمندري توپان له مکسیکو څخه لویزیانا ساحل په لور ورغلی
د متحده ایالاتو چارواکي غواړي د لسګونو زرو کسانو لپاره چې له خپلو کورونو به بې ځایه کېږي د سرپناه غم وخوري.
ډېری خلک له خپلو کورونو د وتلو له امر وروسته تښتیدلي دي.
اوس د لوزیانا ټولې لارې له ګڼې ګوڼې سره مخ دي او د تیلو ټانکونه خالي شي.
شپاړس کاله مخکې، د کټرینا توپان په لوزیانا او مسیسپي کې اتلس سوه کسان وژلي وو.
توپان نن ورځ داسې وخت د لویزیانا په لور خوځیدلی چې هلته روغتونونه د کووېډ-۱۹ له ناروغانو ډک دي.
