د افغانستان او پاکستان تر منځ پر سوداګریزو اړیکو خبرې شوي
دغې خونې نن یکشنبې( د وږې په ۷مه) په یو بیان کې ویلي، ياده ناسته کى دهمکاریو په پراختیا او د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اوږد مهاله او لنډ مهاله سوداګريزو اړېکو باندې بحث شوی.
په بیان کې راغلي، په یاده غونډه کې په افغانستان کې د نوي نظام راتګ د دوه اړخيزه اقتصاد د پرمختګ لپاره ښه فرصت وګڼل شو.
ددې ترڅنګ ویل شوي چې د خصوصي سکټورونو د اړيکو د پياوړي کولو لپاره د ګډى خوني لخوا د سوداګرو پر تګ او راتګ باندى هم ټېنګار وشو.
سربيره پردې تخنيکي ستونزې لکه په تورخم او سپين بولدک کې د خالي کانتينرونو د درولو ستونزه، تعرفوي خنډونه، د بانکونو ستونزې اوداسى نورو مسایلو باندې هم خبرې شوي او پاکستاني لورې ژمنه کړې چې سوداګرو ته به اسانتیا برابروي.
