خامنه اي: حکومتونه ځي راځي، خو ایران تل له افغانانو سره ولاړ دی
خامنه اې دغه څرګندونې پرون شنبه (د وږي ۶مه) په تهران کې د ایران له نوي ولسمشر ابراهیم رییسي سره د کتنې پر مهال وکړې: "د افغانستانه په اړه موږ د دې هېواد د خلکو ملاتړ کوو، د خلکو یې. حکومتونه ځي او راځي. په وروستیو کلونو کې یو شمېر حکومتونه واک ته ورسېدل – دوی راغلل او لاړل. موږ د افغانستان د خلکو ملاتړ کوو. زموږ اړیکې د دوی له حکومت سره په دې پورې تړلي چې هغه له موږ سره څه ډول اړیکې پالي؟"
د خامنه اي د دې څرګندونو اشاره په افغانستان کې وروستیو چټکو بدلونونو ته وه چې د اشرف غني په مشرۍ حکومت نسکور او طالبانو افغانستان ونیو.
خامنه اي په راتلونکي کې د طالبانو له احتمالي حکومت سره د اړیکو د څرنګوالي خبره داسې مهال کوي چې تهران څو ځلي د طالبانو مشران خبرو ته وربللي وو او تر اوسه یې ورسره ښې اړیکې پاللي دي.
