چارواکی: که مرستې ونه شي د افغانستان روغتیايي سیستم سقوط کوي
دغه چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخېستل شي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، ډېرو دغو نړیوالو موسسو، په تېره نړیوال بانک له افغانستان سره خلکو ته د روغتیایي خدمدتونو د سولو لپاره خپلې مرستې ځانګړې کړې وې چې اوس یې په بندېدو سره ډېرې هغې موسسې چې خلکو ته یې روغتیایي اساسي خدمتونه رسول، د درملو او طبي وسایلو او هم د تمویل په برخه کې له ستونزو سره مخامخ کړي.
د هغه په وینا ډېرې دغې موسسې چې د روغتیا وزارت په چوکاټ کې فعالیت سرته رسوي، په ډېرو ولایتونو کې خپل فعالیتونه دروي او روغتیاپالان رخصتوي.
دغه چارواکی وایي، په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان روغتیایي مرکزونه له ۳۰۰ څخه څه باندې درې زرو ته زیات کړی شوي او د ۲۰۱۹ میلادي کال د احصایې له مخې د دې هېواد د وګړو په سلو کې نوي یې د دوه ساعته پلي لارې په وهلو یا د لس کیلومتره په واټن کې روغتیایي اساسي خدمتونو ته لاس رسۍ درلود.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته نړیوال بانک، نړیوال وجهي صندوق IMF او نورو مرستندویه ټولنو له افغانستان او د طالبانو له ادارې سره خپلې مالي مرستې بندې کړې دي.
د روغتیا وزارت دغه چارواکی خبرداری ورکوي چې که دغه ستونزه ژر هواره نه شي ښایي په هېواد کې رامنځته شوی روغتیایي سیسټم سقوط وکړي.
