دوه افغان لوبغاړي پارا المپیک لوبو لپاره توکیو ته ورسیدل
د پارا المپیک کمېټې IPC په یوه بیان کې وویل چې ذکیه خدادادي او حسین رسولي په توکیو کې د ۲۰۲۰ کال د پارا المپیک کلي ته ورسېدل او تود هرکلی یې وشو. پر افغانستان د طالبانو له چټک واکمنېدو سره دغه دوه لوبغاړي هم لکه د نورو زرګونو افغانانو په څېر چې له هېواده یې د وتلو هڅه کوله، په کابل کې بند پاتې و، خو د IPC په وینا دوی تېره اوونۍ له افغانستانه ایستل شوي او د فرانسې پلازمېنې پاریس یوه ورزشي مرکز ته لېږدول شوي وو.
د IPC رییس اندریو پارسونس Andrew Parsons وویل، خدادادي او رسولي په وروستیو ۱۲ ورځو کې په ډېر شوق غوښتل چې په دې لوبو کې ګډون وکړي.
ذکیه خدادادي به د سېپټمبر په دوهمه د ښځینهوو په تکوانډو سیالیو کې ګډون وکړي او حسین رسولي به د سېپټمبر په درېیمه د نارینهوو د منډو په څلورسوه مترۍ سیالۍ کې ګډون کوي.
د پارا المپیک لوبو د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان بیرغ په سمبولیک ډول د یوه رضا کار له خوا ولېږدول شو.
