سپینه ماڼۍ: کابل کې د بلې ترورستي پېښې احتمال موجود دی
دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د کابل هوایي ډګر ته نږدې د داعش ډلې په یوه برید کې ١٧٠ تنه افغان ملکي او ١٣ امریکایي ځواکونه ووژل شول.
د دې برید په ځواب کې د امریکا بی پیلوټه الوتکو د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې په ځینو سیمو کې چې د داعش د خراسان څانګې پناه ځایونه بلل کېږي په نښه کړل.
د امریکایي ځواکونو یو قوماندان بېل اورباب له دې بریدونووروسته وویل''هدف له منځه ولاړه.''
دا ویډیويي راپور د دې تړوني په کېکاږلو کتلی شئ:
