Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2021

د پکتیکا د برمل اوسیدونکي: طالبان دې خپلې ژمنې په عمل کې ثابتې کړې

0
د پکتیکا د برمل د سرحدي ولسوالۍ اوسیدونکي له طالبانو غواړي چې د تېر حکومت مامورینو ته دې خپلې دندې ورکړي او په ټوله کې دې داسې چلند غوره کړي چې د خلکو د خوښۍ لامل وګرځي.


طالبان د اګسټ په ۱۵مه کابل ته ننوتل او د افغانستان حکومت يې ونيو، خو دوی تر اوسه پورې خپلې ادارې، د حکومت طرزالعمل او دبېلابېلو برخو لپاره پالیسۍ نه دې اعلان کړي.


د برمل اوسیدونکو وویل، خلک د طالبانو د هغو ژمنو پوره کولو ته په تمه دي چې ویلی يې دي، دوی به یو داسې ټول شموله حکومت جوړوي چې ټول افغانان په کې ځان وګوري.


د برمل اوسیدونکو یادې څرګندونې نن شنبې( د وږې په ۶مه) د یوې غونډې په څنډه کې ازادي راډیو سره شریکې کړې.


د برمل اوسیدونکی حاجي عبدالروف وايي، له ځینو رسنیو داسې اوري، چې د پخواني حکومت د بعضو کارکوونکو کورونه تلاشي کیږي،چې دا د طالبانو د عفوې له اعلان څخه سرغړونه ده.


د برمل اوسیدونکي وايي، د طالبانو په ورتګ سره امنیت کې ښه والی راغلی، خو دوی باید د خلکو د ډاډمن امنیت لپاره نور اقدامات هموکړي.


د برمل اوسیدونکي جمعه ګل وویل: "د مسوولینو مو غوښتنه داده چې شته امنیت باید ټېنګ شي، لکه اسلامي امارت چې موږ ته ډاډ راکړی چې ټولشموله حکومت به وي، هر چا ته به ونډه ورکول کیږي، دا دې عملي شي، په اوس وخت کې خو کار نشته، ولې دوی باید په خپلو ژمنو کلک ودریږي. "




له مخکې په افغانستان کې په ځانګړې ډول د ځوانانو لپاره د سالمو بوختیاوو پیدا کول او کارموندنه د خلکو له اساسي غوښتنو څخه وه.


د برمل د مارغه کلي اوسیدونکي جمال یوسف وویل، که چیرې طالبان موسسې کارونه ته وهڅوي، دلته د سړکونو او ودانیو په جوړولو کارونه پیل شي، نو ځوانانو ته به په کې د کار او مزدورۍ زمینه برابره شي.


جمال یوسف زیاتوي، برمل یوه غرنۍ او غریبه سیمه ده، خلک يې په عربي هېوادونو کې کار او مزدوري کوي او له هغه ځایه خپلو کورنیو سره مرستې کوي.


واک ته تر رسیدو وروسته طالبانو اعلان کړی، چې د تېر حکومت ملکي مامورین خپلو دندو ته ورتللی شي او د هغوی پر وړاندې کوم ممانعت نشته.


د پکتیکا والي مولوي محمدعیسی یاسین هم وايي، نظام هغه وخت سمبالیږي چې د ټولنې ټول خلک په کې ونډه واخلي.


ده د ټولنې په علمي او مسلکي خلکو غږ وکړ، چې د نظام د چارو په سمبالولو کې دې طالبانو سره مرسته وکړي.


محمدعیسی یاسین وویل: "دا نظام یوازې په یو چا باندې نه سمبالیږي، په هغه کې به د ملت هر وګړی حصه په کې اخلي، بیا دا ملت اونظام روانیږي، دا د ځوانانو کار دی چې هغوی د خپل هېواد د ابادۍ لپاره خپل استعداد که په کوم رشته کې وي، هغه په کار باندې واچوي، امارت په دې اړه دا فکر لري چې دې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. "


برمل د پکتیکا مرکز ښرنې ختېځ لوري کې لرې سرحدي ولسوالۍ ده، چې خلک يې په پوره ډول د ژوند لومړنیو ضرورتونو ته لاسرسۍ نهلري.


د یادې ولسوالۍ ډیری لرې سیمې له بیارغونې پاتې شوي او خلکو ته يې د اړتیا وړ پروژې نه دي پلې شوي.


له مخکې په افغانستان کې په ځانګړې ډول د ځوانانو لپاره د سالمو بوختیاوو پیدا کول او کارموندنه د خلکو له اساسي غوښتنو څخه وه.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net