بریتانیا له جرمني سره افغانستان کې پر نوي جوړیدونکي حکومت غږیدلی
د بریتانیا د صدراعظم دفتر په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلي جانسن او مېرمن مېرکل موافقه وکړه چې د جي اووه ډلې له نورو غړو سره به ګډه هڅه کوي، څو د افغانستان د نوي حکومت پر وړاندې د چلند لپاره یوه د لارې نقشه چې په اړه یې د دې ډلې په تېره سرمشریزه کې بحث وشو، جوړه کړي.
د بیان له مخې صدراعظم جانسن ویلي چې د طالبانو له حکومت سره هر راز تماس او د هغه رسمیت پېژندل باید له دې شرط سره تړلي وي چې ټولو هغو خلکو ته چې غواړي له افغانستانه ووځي د وتلو اجازه ورکړي او بشري حقونو ته درناوی وکړي.
