د قزاقستان یوه پوځي اډه کې اور لګېدو پنځه تنه مړه او ۹۰ نور ټپیان کړل
د قزاقستان د دفاع وزیر نورلان ایرمیکباییف وویل، څلورو سرتېرو او د اطفائیې یوه کارکوونکي هغه مهال خپل ژوند له لاس ورکړ چې هڅهیې کوله لګېدلی اور مړ کړي.
تر اوسه د دغه اور د لګېدو علت نهدی څرګند، خو په دې پوځي اډه کې د ساختماني چارو لپاره چاودېدونکي مواد زېرمه شوي و.
له دغې اور لګېدنې سره په دې هېواد کې د دفاع وزیر د استعفا غوښتنې هم زیاتې شوې دي. نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې استعفا ته چمتو دی، خو نهایي پرېکړه به د دې هېواد ولسمشر کوي.
