کراچۍ کې د کیمیاوي موادو د تولید یوه فابریکه کې اور لګېدو ۱۵ تنه مړه کړل
دا پېښه په مهران ښارګوټي کې شوې او علتیې تر اوسه نهدی څرګند.
په ټلوېزیوني صحنو کې لیدل کېږي چې د اطفائیې کارکوونکي د اور د مړه کېدو هڅې کوي او امبولانسونه د پېښې قربانیان روغتونونه ته لېږدوي.
د ایالتي حکومت یوه ویاند مرتضی وهاب خبریالانو ته وویل چې پولیس د اور لګېدو د علت معلومولو لپاره پلټنه کوي.
په کراچۍ کې چې د سند ایالت مرکز دی، ډېرې تولیدي فابریکې د ساختماني قوانینو خلاف د خلکو د هستوګنې په سیمو کې جوړې شوې دي.
