بهرنی سرتیری: له افغانستانه نه وځم څو افغان همکاران مې راسره نه وي
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې پاول پن فارتنګ چې ۲۲ کاله یې د بریتانیا په سمندري ځواک کې خدمت کړی او په ۲۰۰۶ میلادي کال کې یې د هلمند په جګړه کې هم ګډون کړی، په کابل کې د زېږون په نامه د حیواناتو د ساتنې مرکز جوړ کړی دی چې د درېیو ښځینه وترنرانو په ګډون ټول ۲۵ کار کوونکي لري.
ښاغلي پن فرټینګ ویلي دي چې غواړي دا کار کوونکي او د هغوی د کورنۍ غړي په بریتانیا کې د کډوالو په څېر ومنل شي، ځکه د ده په وینا ښايي طالبان پردې مرکز ځکه برید وکړي چې د بهرنیانو د مرستو په پیسو جوړ شوی.
د طالبانو ویاند په دې اړه چې ایا افغانان په بهرنیو غیرحکومتي موسسو کې کار ته دوام ورکولای شي که نه، د رویټرز خبري اژانس پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.
