Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2021

لاس انجلس ټایمز: امریکایان تردې ډېر پوروړي دي چې افغانانو سره خواخوږي وکړي

0
پولیټیکو خپرونه

پولیټیکو خپرونه لیکي، د طالبانو بیا واکمنېدل د ولسمشر بایډن په بهرنۍ تګلاره کې د لومړي بحران نښه ده چې د دواړو مخکښو ګوندونو له لوري پرې انتقادونه کېږي.

خپرونه بیا پوښتنه کوي، له افغانستانه په ناکامۍ د امریکایي ځواکونو وتل به په امریکا کې سیاسي بحثونه تادوه کړي، که به اوږدمهاله سیاسي اختلافاتو ته لار هواره کړي؟

خپرونه بیا لیکي، یوه لورته په افغانستان کې د امریکا د متحدانو د ژغورنې پرسر اختلافاتو ته لمن وهل کېږي، بل لورته دا بحثونه کېږي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل به د امریکا د اوږدو جګړو سبب شي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن له خپلې دې پرېکړې دفاع کړې چې له افغانستانه یې خپل ځواکونه ایستلي دي.

ده د دوشنبې په ورځ له سپینې ماڼۍ په وینا کې وویل، امریکایي ځواکنه باید په یوې کورنۍ جګړې کې چې افغان ځواکونو په کې جګړه نه کوله، ونه وژل شي.


لاس انجلس ټایمز

د لویدیځ بلې خپرونې، لاس انجلس ټایمز د کابل د هوایي ډګر یو عکس خپور کړی دی چې یوې خواته افغانان ناست دي، بل اړخ ته امریکایي سرتیرې ولاړ دي.

ورځپاڼه لیکي، په تېرې یوې اوونۍ کې زړه بوږنونکي تصویرونه خپاره شول چې افغانان د طالبانو د واکمنۍ له ویرې له کابله په وتو دي.

د لاس انجلس ټایمز په باور امریکایان تر دې ډېر پوروړي دي چې له دردېدلو افغانانو سره خواخوږي وکړي.

ورځپاڼه لیکي، د هغو کسانو په ډله کې چې ژوند یې له ډېر خطر سره مخامخ دی هغه افغانان دي چې له امریکایانو او ناټو سره یې کار کړی دی، د بشري حقونو فعالانې، د بشري حقونو مدافعان، اکاډیمک کسان، خبریالان او د اقلیتونو غړي دي.

د ورځپاڼې په باور ګڼ افغان هڅې کوي چې هغه اطلاعات له منځه یوسي چې د دوی له پخوانیو فعالیتونو سره ارتباط لري، خو هرڅومره چې دا کسان په افغانستان کې ډېر پاتېږي، د ژوند خطر یې زیاتیږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو وروسته تردې چې د یکشنبې په ورځ کابل ونیو د هغو کسانو په ګډون چې له بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی دی، عمومي عفوه اعلان کړه.


ګارډین

بلې ورځپاڼې ګارډین بیا لیکلي دي چې ولسمشر جوبایډن تر فشار لاندې دی، څو د هغو افغانانو د ویزو د ورکړې چارې ګړندۍ کړي چې د تېرو دوو لسیزو په جګړه کې یې په افغانستان کې له متحد ایالاتونو سره مرسته کړې ده.

ورځپاڼه لیکي:

په سلګونو زره افغانان د ژباړونکو او موټر چلوونکو په ګډون د خپلو ویزو اخیستو ته انتظار دي چې کله به یې نوبت را رسیږي. دوی خپل امنیت ته اندیښمن دي او غواړي چې ژر تر ژره له افغانستانه وایستل شي.

ګارډین لیکي، په بریتانیا کې له صدراعظم بورېس جانس څخه هم غوښتل شوي دي چې د هغو افغانانو غم وخوري چې له بریتانیایانو سره یې په افغانستان کې کار کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تازه ویلي دي چې د هغو افغانانو د ایستلو لپاره یې چې له امریکایانو سره یې کار کړی دی د ویزو د ورکولو په برخه کې د مامورینو شمېر زیات کړی.

د راپورونو له مخې دا بهیر له خنډونو سره مخامخ دی ځکه چې بیروبار دی او خلک د حامد کرزي هوایي ډګر ته په لاره باید د طالبانو د تلاشیو له پوستو تېر شي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net