"احسان الله احسان ته ورکړل شوي د په نښه کولو نوملړ پلټنې دې وشي"
دوی وايي، د ملک وفاقي تحقیقاتي ادارې – ایف ای اې - او پارلمان دواړه ته یې په رسمي توګه خپلې اندېښنې وړاندې کړې دي.
دا له هغه وروسته ده چې احسان الله احسان لومړی پر فیسبوک او بیا د ۲۰۲۱م کال د جولای پر درېیمه په سنډې ګارډین نومي ورځپاڼه کې ولیکل چې د پاکستاني پوځ استخباراتي ادارې – ایم ای – ورته د وژلو لپاره داسې لسټ ورکړی وو چې د فرحت الله بابر، افراسیاب خټک او یو شمېر نورو کسانو نومونه هم پکې شامل وو.
د پیپلز ګوند مخکښ او پخواني سېنېټر فرحت الله بابر د اګست پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې دوی لومړی په دې اړه د تحقیقاتو وفاقي ادارې ته تللي او بیا یې د پارلمان د بشري حقونو قایمه کمېټۍ ته لیک استلی وو.
ده وویل، "موږ لومړی ایف ای اې ته لاړو ځکه چې هم دا قانوني لاره ده چې هلته به خپل شکایت درجوې، نو بیا پارلمان ته ځکه لاړو چې دا دومره مهمه خبره ده چې باید د پاکستان پارلمان ورباندې بحث وکړي."
فرحت الله بابر وویل چې د اګست پر ۱۲مه د قومي اسبلۍ د بشري حقونو قایمه کمېټۍ ته ورغوښتل شوي وو او خپلې اندېښنې یې ورته وړاندې کړې دي.
بابر وویل، "موږ قومي اسمبلۍ ته لاړو او ورته ومو ویل چې زموږ په دې اړه اندېښنه ده، تاسو پلټنې وکړی
چې دا د وژنو لسټ جوړ شوی دی، دا لسټ ولې جوړ شوی دی، دا خو ډېره خطرناکه خبره ده، نن پکې زموږ نومونه دي، سبا پکې ستاسو راتلای شي او بیا به دا پسې پراخ شي او د ډېرو خلکو نمونه به پکې راشي، د دې اوس مخنیوی په کار دی، که داسې ونه شو نو خلک به وژل کېږي او هیڅ تپوس به یې نه کېږي."
فرحت الله بابر وویل، دوی ځکه اندېښمن دي چې احسان الله احسان د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مخکښ او پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ نوم هم اخیستی وو.
عثمان خان کاکړ د جون پر ۱۷مه په کوټه کې په خپل کور کې ټپي شوی وو او د جون پر ۲۱مه یې د کراچۍ په اغا خان روغتون کې سا ورکړې وه.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند د هغه د وژنې تور نېغ په نېغه د پاکستان پر جاسوسي ادارو ای ایس ای او ایم ای لګوي. که څه هم دا ادارې داسې تورونو ته عموماَّ ځواب نه وايي خو د بلوچستان حکومت دا تور رد کړی وو.
افراسیاب خټک مشال راډیو ته وویل چې د بشري حقونو قایمه کمېټۍ د ۱۲م اګست په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت ته امر وکړ چې د تحریک طالبان پاکستان د پخواني کومندان او ویاند احسان الله احسان د دې څرګندونو په اړه پلټنې وکړي.
ده وویل، "شازیه عطا مرۍ چې د دې غونډې مشري یې کوله، د کورنیو چارو وزارت یو لوړ پوړي چارواکي ته وویل چې د دې مسلې په اړه پلټنې وکړي او د قومي اسمبلۍ د بشري حقونو کمېټۍ ته دې وړاندې کړي، هغوی له موږ سره پیوستون وښود او د اپوزېشن او حکومت ټولو غړو وویل چې د دې مسلې تحقیقات په کار دي."
د پیپلز ګوند د مشر بلاول بټو زرداري پر ځای د بشري حقونو د قایمه کمېټۍ د دې غونډې مشري کوونکې شازیه مرۍ پر ټویټر لیکلي چې داسې پېښې باید جدي واخیستل شي او پلټنې یې وشي.
نوموړي فرحت الله بابر او افرایساب خټک ته لیکلي، “موږ باید د داسې فاشیسټانو او ترهګرو پرضد سره یو شو چې موږ خاموشه کول غواړي.”
د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د ولس استازي او د بشري حقونو د قایمه کمېټۍ غړي محسن داوړ مشال راډیو ته وویل، احسان الله احسان ته په ورکړل شوي لسټ کې د ده نوم هم شامل وو.
ده وویل، د یادې کمېټۍ د واک حدود دوی ته معلوم دي خو یوازې یې په ریکارډ کې د دې لسټ راوستل غوښت.
محسن داوړ وویل، "هغه د وژنو لسټ چې زما ، د علي وزیر، منظور پښتین، ډاکټر سید عالم مسید، ګلالۍ اسماعیل او عثمان کاکړ په ګډون د لسو کسانو نومونه شامل وو، پر دې بحث وشو، نور خو موږ ته د دې کمېټۍ حدود معلوم دي خو یوازې مو دا خبره پر ریکارډ راوستله چې د ایم ای له ولقې تښتېدلي احسان الله احسان ویلي وو چې ایم ای ده ته د دې کسانو لسټ ورکړی وو چې ویې وژني خو ده ورسره نه وه منلې."
افراسیاب خټک وویل، د بشري حقونو وفاقي وزیره شېرین مزاري هم په دې غونډه کې ناسته وه. د ده په وینا، نوموړې نه یوازې دې ته د شویو ګواښونو یادونه وکړه بلکې ویې ویل چې د داسې پېښو پلټنې په کار دي.
مشال راډیو له شېرین مزاري سره د تماس هڅه وکړه خو نوموړې د یادې موضوغ په اړه د خبرو لپاره پر وټس اپ د خواست پر لیدلو سربېره له خبرو ډډه وکړه.
احسان الله احسان د ۲۰۱۷م کال په فبرورۍ میاشت کې ځان د پاکستان استخباراتي ادارو ته سپارلی وو او بیا د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ کې د پاکستان د هغه وخت د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه پخلی کړی وو چې احسان الله احسان تښتېدلی دی.
احسان الله احسان پر ملاله یوسفزۍ له برید سره سره په پاکستان کې د یو شمېر ترهګرو بریدونو ذمه واري قبوله کړې وه.
