Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2021

ولسمشر غني: طالبان د سولې اراده نه لري او غواړي حکومت ورته تسلیم شي

0
جمهور رییس غني وايي، هېڅ شک‌ نه‌شته چې افغانستان تر یرغل لاندی دی او طالبان غواړي چې تېر د افغانانو د راتلونکي په توګه وټاکي.


ښاغلي غني طالبان تورن کړل چې د سولې اراده نه لري او غواړي حکومت ورته تسلیم شي.




ښاغلي غني چې د یکشنبې(د زمري ۱۰مه) په ورځ د برښنايي سیستم له لارې د کابینې لومړۍ غونډه کې خبرې کولې وویل، دا ډله تر هغه د سولې خبرې نه کوي چې د جګړې په میدان کې بدلون را نه‌شي.


نوموړي وویل: "طالب د تېرو ۲۴ کلونو پرتله توپیر کړی، بدلون یې په څه کې دی؟، لا کرکجن شوی، لا ظالم شوی او لا نامسلمان شوی دی. هو طالب بدلون کړی، خو مثبت بدلون یې نه دی کړی. نه د سولې، نه د ابادۍ او نه هم د روغې جوړې اراده لري، باید طالب وپېژنئ."




جمهور رییس غني پر طالبانو دا تور هم پورې کړی چې بهرني ترهګر یې افغانستان ته رادننه کړي او اوس‌مهال دا هېواد تر بشپړ یرغل لاندې دی.


خو طالبان بر عکس حکومت تورنوي چې د سولې اراده نه لري.


د دې ډلې ویاند ذبيح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل، حکومت په لوی لاس د جګړې پلان لري او دوی به هم ورته غبرګون وښیي.


د افغانستان ولسمشر امنیتي وضعیت ته هم اشاره وکړه ویې ویل، تر راتلونکو شپږو میاشتو به امنیتي وضعیت بدل شي، خو د ښارونو امنیت د حکومت لومړیتوب دی.




ښاغلی غني داسې مهال د ښارونو امنیت لومړیتوب ګڼي چې همدا اوس په هرات، کندهار او لښکرګاه ښارونو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.


پردې ښارونو د طالبانو د بریدونو وروسته، سیمو ته د تازه دمو ځانګړو ځواکونو له رسېدو هم خبر ورکول کېږي.


د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواری د یکشنبې(د زمرمي ۱۰مه) په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، په یادو ۳ ولایتونو کې وضعیت عادی شوی، خو تر خوا یې د جګړې لپاره ټول احضارات نیول شوي دي.




ښاغلی شینواری که څه هم په دې ۳ ولایتونو کې وضعیت اضطراري بولي، خو ډاډ ورکوي چې افغان ځواکونه له دښمنه د دې سیمو د ساتلو توان لري.


دی وايي: "هلته چې کوم وضعیت مخ‌ته راغلی و، اوس د اوپراتیفي او تاتکتیکي قوماندانو د منظمو پلاونونو په پایله کې مدیریت شوی او د دښمن مخه نیول شوې ده. په ورته وخت کې هغه لازم مدافعوي خطونه جوړ شوي او په استحکاماتو یې کار روان دی. په دې ۳ ولایتونو کې کومه لویه پوځي ستونزه نه‌شته."




د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو ویاند هرات، کندهار او لښکرګاه کې طالبانو ته د درنې مرګ‌ژوبلې اوښتو خبره هم وکړه او تر خوا یې وویل چې تېره یوه اوونۍ کې د دې ډلې د ۱۳۲۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.


طالبانو روانه اوونۍ په هرات، کندهار او لښکرګاه ښارونو بریدونه وکړل او هلته یې په یو شمېر سیمو کې د خپل پرمختګ یادونه وکړه.




خو برعکس افغان حکومت وویل، پر دې ښارونو یې د طالبانو بریدونه په شا تمبولي او دې ډلې ته یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.


له دې ۳ ولایتونو بیا د جمهور رییس غني په امر د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال عبدالرحمان رحمان د جګړې د کنټرول لپاره هرات ته استول شوی دی.


کورنیو چارو وزارت وايي، له هغه سره ځانګړي پولیس هم سیمې ته لېږل شوي دي او ژر به د دې ښار په امنیتي وضعیت کې ژور بدلون راشي.




هاخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د پولیسو ۳ رېزرف عملیاتي کنډکونه جوړ کړي دي.


دې وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، دا کنډکونه د عامه امن ریاست تر مشرۍ لاندې جوړ شوي چې د امنیت د ټېنګښت برخه کې به ګټور ثابت شي.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په ښکاره دا ګام وروسته تردې پورته کوي چې په وروستیو کې سیګار په یوه راپور کې پر کابل ښار د طالبانو د ولکې په اړه اندېښنه وښوده، خو افغان حکومت ډاډ ورکوي چې نه یوازې د کابل امنیت به ساتي، بلکې له لاسه وتلي سیمې به هم بېرته ونیسي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net