!له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتو دویمه کلیزه
دوه کاله مخکې د اګست په دېرشمه له افغانستانه د امریکا وروستی سرتېری ووت. د کارپوهانو په باور، د امریکا او نړیوالې ټولنې نږدې شل کلن ماموریت مثبت او منفي اړخونه لرل. په دې اړه نور په دې راپور کې:
دوه کاله مخکې د اګست په دېرشمه له افغانستانه د امریکا وروستی سرتېری ووت. د کارپوهانو په باور، د امریکا او نړیوالې ټولنې نږدې شل کلن ماموریت مثبت او منفي اړخونه لرل. په دې اړه نور په دې راپور کې:
د طالبانو تر کنټرول لاندې د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د امنیتي کمرو د نصب په اړه د بخښنې نړیوال سازمان دریځ رد کړ. دغې سازمان ویلي وو چې په عامه ځایونو کې د کمرو نصبول د افغانانو اساسي حقونه نقضوي. د بخښنې نړیوال سازمان زیاته کړې، د دې طرحې عملي کول د طالبانو د هغو سختګیرانه سیاستونو دوام ښيي چې د دوی لهخوا پر افغانانو په ځانګړې ډول پر ښځو وضعه شوي دي. خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن جمعه پر خپل ایکس شبکه یا پخواني ټویټر لیکلي، د امنیتي کمرو نصبول یو ضرورت دی او د دوی په خبره دا... Читать дальше...
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د سوچي په بندري ښار کې د روانې میاشتې په څلورمه نېټه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان کوربه وي. د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دا خبره د کرملین ویاند دیمتري پسکوف کړې ده. له څو اوونیو راهیسې د دې دواړو مشرانو د لیدو د ځای او وخت په اړه خبرې روانې وې. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دې اوونۍ په پیل کې په مسکو کې د خپل ترکي سیال کوربه و. ترکیې او ملګرو ملتونو په ګډه د ۲۰۲۲م کال په جولای کې په هغه توافق کې منځګړیتوب وکړ چې پر بنسټ يې اوکراین... Читать дальше...
په کابل کې د افغانستان د استقلال ورځې په مناسبت د فټبال سیالیو پایلوبه د پکتیا اتحاد او د کابل استقلال ترمینځ شوې. سیالۍ د افغانستان فټبال فیدارسیون جوړې کړې وې. په سیالیو کې د افغانستان د شپږو ولایتونو لوبډلو برخه اخیستې وه. تفصیل د نجیب الله الوخېل په ویډیويي رپورټ کې
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک رييس ملا هدایت الله بدري د کندهار- هرات په لویه لاره کې په یوه ترافیکي پېښه کې سخت ټپي شو. د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې د افغانستان بانک ريیس ملا هدایت الله بدری ټپي شوی او موټر چلوونکی یې مړ شوی دی. بدری د طالبانو په منځ کې مهم کس ګڼل کېږي. نوموړی تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د مالیې وزیر و.
په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په اړه ډېرې اندېښنې شته. هغه څه چې د طالبانو حکومت تل رد کړي او ادعا یې کړې چې په افغانستان کې بشري حقونه خوندي دي. ریچارډ بېنیټ د جمعې په ورځ په خپله ایکس یا پخوانۍ ټویټر پاڼه لیکلي چې ترکیې ته یې د څلور ورځني سفر په ترڅ کې په دې هېواد کې د افغان نارینه او ښځینه کډوالو له بېلابېلو ډلو سره په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه چې د ملګرو... Читать дальше...
اوکراین نن جمعه ویلي، دوې نورې کښتۍ هم د یوه موقتي دهلیز له لارې روانې شوي دي. اوکراین د جمعې په ورځ د یوه لنډمهاله دهلېز له لارې د دوو نورو کښتیو د روانېدو خبر ورکړی دی. دغه لنډمهاله دهلېز د کییف له خوا د تور سمندرګي له لارې د کښتیو د خوندي لېږد رالېږد لپاره ایجاد شوی دی. د اوکراین د زېربناوو وزیر اولیکساندر کوبرانکو په ټولنیزو شبکو کې لیکلي: "له اوکراین نه د تور سمندرګي له لارې دوه کښتۍ روانې شوي دي." تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش روسیې ته نوی پېشنهاد وړاندې کړی و چې... Читать дальше...
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو له لوري د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د امنیتي کمرو نصبول په عمومي ځایونو د افغانانو د اساسي حقونو څخه د سرغړونو لامل ګرځي. وروسته له هغې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار په بېلابېلو ځایونو کې د ۶۲ زره امنیتي کمرو د لګولو اعلان وکړ د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو دا اقدام د افغانانو له بنسټیزو حقونو سرغړونه بولي. د بخښنې نړیوال سازمان د مصنوعي ځیرکتیا او بشري حقونو د چارو څېړونکي او سلاکار مت محمودي تېره ورځ ناوخته په یوه اعلامیه... Читать дальше...
کابل کې د يو شمېر توريستي او سياحتي شرکتونو مسوولان وايي، په افغانستان د طالبانو په بیا ځلي واکمنېدو سره، د دوی کار خرابه شوی او د کورنیو الوتنو د ټکټونو پېرېدونکي کم شوي دي. کابل کې د مهاجر ګرځندوی شرکت مسوول تاج محمد وايي، د تېر حکومت پر مهال به يې د ورځې درې يا څلورو کسانو ته د داخلي الوتنو ټکټونه ورکول، خو په خبره یې اوس مياشت کې هم دوی ته دوه درې کسان د ټکټ اخيستلو لپاره نه ورځي. نوموړي وايي: "هغه ټايم کې به کله اته زره، نهه زره، تر اووه زره افغانيو ټکټونه وو، ډېر لوړ قیمتونه وو، اوس خو... Читать дальше...
د موسم په اړه معلومات ورکوونکو ادارو وړاند وینه کړې ده چې د هند او پاکستان ترمنځ د کرکټ په دې ۵۰ اووریزه لوبه کې ښايي باران وشي.
د هلمند ولایت یو شمېر اوسېدونکې وايي، په دغه ولایت کې د خوراکي توکو بیې ورځ تر بلې لوړېږي چې دوی یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي. په دغه ولایت کې هغه کسان چې روزانه کار کوي وايي چې څو ورځې خوراي وکړي، خو بیا هم د توکو د پېرلو پیسې نه شي برابرولی. خو هغه کسان چې دندې نه لري او وزګاره دي، وايي، خیرات ټولولو ته اړ شوي او ډېری شپې وږي ویده کېږي. د دې ولایت اوسېدونکي د خوراکي توکو د بیو کنټرول غواړي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په ترکیه کې له دېره افغانانو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي. ریچارډ بېنیټ نن جمعه په خپل ایکس یا پخواني ټویټر کې لیکلي، په څلور ورځني سفر کې یې د جلاوطنه افغان ښځو او نارینه وو له بېلابېلو ډلو سره د بشري حقونو پر وضعیت بحث وکړ. هغه لیکلي چې د ناوړه بشري حقونو د وضعیت په اړه ګڼ کسان اندېښنه لري. د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایي، په ترکیه کې یې له حکومتي او د ملګرو ملتونو له چارواکو سره هم کتلي دي. Читать дальше...
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، د افغانستان په شپږو ولایتونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پرون پنجشنبه پای ته ورسېد. دغه سازمان وايي، په جوزجان، سرپل، بلخ، فاریاب، سمنګان او ارزګان ولایتونو کې ۱۱ میلیونو تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته دغه واکسین ورکړل شو. د یونېسف د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د عامه اړیکو د برخې مسوول کمال شاه نن جمعه ازادي راډیو ته وویل: "دغه کمپاین هم په شمال زون کې د پلان شویو لړۍ یوه برخه وه، ځکه په شمال... Читать дальше...
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په پام کې لري سږ میلادي کال په فاریاب ولایت کې له څه باندې ۳۰۰ کسانو سره چې ځانګړې اړتیاوې لري، مرسته وکړي. دغې ادارې نن د عابدې په نوم د یوې ۴۵ کلنې بېځایه شوې کونډې عکس هم خپور کړ چې ۷ ماشومان لري او اوس د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ په مرسته توانېدلې د چرګو د هګیو په خرڅولو سره عواید ترلاسه کړي. ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر تر ۲۹ میلیونو اوښتی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش روسیې ته نوی پیشنهاد وړاندې کړی چې له مخې یې نړیوالو بازارونو ته د غلهجاتو او سرې د انتقال زمینه برابره شي. دا کار د هغې موافقې د بیا احیا لپاره کېږي چې په مرسته یې اوکراین وکولی شي، داسې وخت چې لوږه په نړۍ کې زیاته ده خپل ۳۳زره ټنه غله جات صادر کړي. مسکو په هغه پیشنهاد خوشحاله نه دی چې څو ورځې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف ته لېږل شوی دی. لاوروف د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره تر کتنې وروسته پرون یوه کنفرانس ته وویل، ده انقرې... Читать дальше...
نن جمعه د ارمنستان او اذربایجان پر پوله د توپونو تر ډزو وروسته هر لوري د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی. د ارمنستان دفاع وزارت وايي په سوتک ښارګوټي کې تر سختو نښتو وروسته د دوی دوه سرتېري وژل شوي او بل ټپي شوی دی. بل لوري ته اذربایجان د ارمنستان ځواکونه په همدې سیمه کې د ډزو په پیل تورنوي او وايي، د اذربایجان یو سرتېری ټپي شوی دی.
د انګلستان په پلازمېنې لندن کې د بریټېش افغان کرکټ فیسټيول سیالۍ د یاران کرکټ کلب په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. یادې سیالۍ د افغانستان د خپلواکۍ بېرته ګټلو د ۱۰۴مې کالیزې په مناسبت پيل شوې وې چې دوه ورځې یې دوام وکړ. د یادو سیالیو د مسولینو په وینا، دا درېیم ځل دی چې ورته سیالۍ په لاره اچوي او موخه یې بریتانیا مېشتو افغانانو ته د تفریح برابرول او د کرکټ د ځانګړو استعدادونو رابرسېره کول دي. په دې پړاو سیالیو کې بېلابېلو لوبډلو ته د افغانستان د ملي، الف، نولس کلنې او ولایتي کچې لوبغاړو سربېره... Читать дальше...
ټاکل شوې چې د اسیا جام سیالیو په ترڅ کې سبا شنبه درېیمه لوبه د هندوستان او پاکستان ترمنځ ترسره شي. دغه سيالي به د سریلانکا په پالیکلي لوبغالي کې په ځايي وخت ۳:۰۰ بجې پیل شي. د یادو دواړو هېوادونو د سیاسي اختلافاتو پر اساس د دوی د کرکټ سیالي په نړۍ کې ډېر لیدونکي لري. په ورستیو دوه کلونو کې پاکستان بېرته د خپلو چټکو توپ اچونکو پر مټ د دې جوګه شوی دی چې هند سره سخته مقابله وکړي. په وروستيو دوه کلونو کې یادې لوبډلې د کرکټ نړیوالې او اسیايي شورا د ټورنمنټونو په درې سیالیو سره مخ شوي چې یوه سیالي پاکستان او دوه هندوستان ګټلي دي. Читать дальше...
وزیراعظم انوار الحق کاکړ د اګست پر ۳۱مه په اسلام اباد كې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دا مسله په ۹۰مه لسیزه کې د نامناسبو معاهدو، د بلونو وصولۍ نامناسبه عمل او د خرابو ټرانسمېشن لاېنونو له وجې اوږده شوې ده.
د خیبر پښتونخوا حکومت په غرنیو سیمو کې د سفر لپاره پر زانګوګانو بندیز لګولی دی. دا ګام له هغه وروسته واخیستل شو چې د بټګرام ضلعې په الايي سیمه کې د اګست پر ۲۲مه د سکول اووه ماشومان او د هغوی یو ښوونکی د زانګو د یو مزي پرې کېدو له کبله پکې بند پاتې شول. د دې سکول ماشومان وايي د زانګو بندېدو پر اوږده سفر مجبور کړي دي. نور حال د رویټرز خبري اژانس په دې راپور کې:
د اګست پر ۳۱مه د کراچۍ په صدر کې په هغه احتجاج کې شامل د وژل شوي ځوان ورور رحمت الله او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو تور پورې کړی چې نعمت الله د پولیسو په تحویل کې د تشدد له لاسه وژل شوی دی.
السيس موسسې ويلي چې په افغانستان کې به بیا کوکنار وکرل شي، دې موسسې سږکال په لومړیو کې ويلي وو چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی دی، خو اوس وايي چې د طالبانو حکومت د خپل مشر فرمان د افغانستان په ټولو ولایتونو کې یو ډول نه دی عملي کړی. السيس برتانوۍ موسسې سږکال د جوزا په میاشت کې د خپلې سروې پايلې اعلان کړې او ادعا يې وکړه چې یوازې د افغانستان په یوه ولایت کې د کوکنارو کښت له یوه لکو هکټارو څخه تر زرو هکټارو کمو ځمکو ته راټيټ شوی دی. اوس د دې موسسې تحليلګرانو د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د... Читать дальше...
په واشنګټن کې یوه فدرالي قاضي د ښي اړخې پراوډ بوایز ډلې دوه پخواني مشران د کانګرس پر ودانۍ د یرغل په جرم په اوږده بند محکوم کړل. جوزف بیګس او زاخاري ریل پرون د اګست په ۳۱مه په ترتیب سره په ۱۷ او ۱۵ کلونو بند محکوم شول. بیګس او ریل د 'پراوډ بایز یا سرلوړوځوانانو' ډلې لومړني غړي دي چې د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د ماتې د لغوه کولو د هڅې او د کانګرس پر ودانۍ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۶ مه د یرغل په جرم په اوږده بند محکومېږي. د بند دا مودې د هغه څه نیمايي دي چې څارنوالان یې په لټه کې و.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنه کې د نړیوال خوراکي خوندیتوب لپاره د تور سمندرګي غلو نوښت تړون د بیا احیا کولو پر اهمیت ټینګار وکړ. هاکان فیدان د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د کتنې د چمتووالي په خاطر مسکو ته سفر کړی دی. سرګي لاوروف له خپل ترکي سیال سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې که د روسیې لخوا مطرح شوې ستونزې هوارې شي نو مسکو به بېرته تړون راستون شي. دغه تړون د ۲۰۲۲ کال د جولای... Читать дальше...
د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه قومندان په ګډون شپږ تنه ترافیکي پېښه کې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. په بدخشان کې د طالبانو د حکومت امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه پرون پنجشنبه هغه مهال وشوه چې د دوران خیورس په نوم دغه قومندان د د کورنۍ له غړو سره د خپل زوی واده ته روان و چې هایلکس موټر یې چپه شو. دوران خیورس په راغ کې د طالبانو د یوه کنډک قومندان و. نور وژل شوي څلور نارینه او یوه ښځه ښودل شوې ده.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.