د عراق صحي چارواکو نن وویل، چې لږترلږه اتلس کسان چې ډېره برخه یې ایراني زیارت کوونکي دي د پلازمېنې بغداد په شمال کې د دوو بسونو د ټکر په پېښه کې مړه شوي دي.
فرانسپرس خبري اژانس د یو روغتون د چارواکو له قوله خبر ورکړ، چې په پېښه کې ۱۴ تنه ایرانیان او دوه تنه افغانان مړه شوي دي.
د سرچینې په وینا د پېښې دوه نور قربانیان نه دي پېژندل شوي.
د عراق د دولتي خبري اژانس اینا د راپور له مخې، دا پېښه بېګا نیمه شپه د دجیل او سامرا سیمو ترمنځ شوې ده او په ترڅ کې یې پنځلس نور کسان هم ټپیان شوي دي.
هرکال... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر جوبایډن نن فلوریډا ته روان شو، څو په دې ایالت کې د دالیا په نوم د سمندري توپان یا هریکان زیانونه وارزوي او له توپان ځپلو خلکو سره خواخوږي څرګنده کړي.
اټکل کېږي چې ښاغلی بایډن به له جمهوریپال والي ران دې سانتیس سره، چې ښايي د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید وي، ونه ګوري.
ډیموکرات ولسمشر بایډن خبریالانو ته وویل، چې دی به له والي سره وګوري خو د دې سانتیس ویاند وروسته وویل چې دا کتنه نه ده پلان شوې.
د هغه په وینا د دې لیدنې لپاره امنیتي تیاري به یوازې له توپان ځپلو خلکو سره د مرستې هڅې زیانمنې کړي. Читать дальше...
په لغمان ولایت کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي وايي، چې د ورښتونو او ږلۍ په نتیجه کې د سېلابونو د راوتلو له کبله د یوې مېرمنې په ګډون شپږ کسان ټپیان شوي.
باختر خبري اژانس چې طالبان یې اداره کوي، د دې چارواکو له قوله خبر ورکوي چې د دې سېلابونو له کبله په مرکز مهترلام کې ۲۵ کورونه ویجاړ شوي او شاوخوا اته سوه جریبه ځمکه زیانمنه شوې ده.
د افغانستان د هواپېژندنې ادارې په یوه بیان کې ویلي، چې نن او سبا ښايي په لغمان، بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا کې سخت ورښتونه وشي او د سېلابونو د راوتلو احتمال هم شته.
د بشري حقونو د سازمانونو لهخوا د طالبانو له لوري د نیول شویو فعالانو د ملاتړ په دوام د «فریډم نو» په نوم د بشري حقونو یو سازمان د قلملار بنسټ د مشر او د زدهکړو د برخې فعال مطیعالله ویسا او د پوهنتون د پخواني استاد او ټولنيز فعال رسول پارسي چې د طالبانو لهخوا زنداني شوي دي، د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې.
دغه سازمان د شنبې په ورځ پر خپل اېکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، چې مطیعالله ویسا او رسول پارسي په ناحقه زنداني شوي او باید ژر تر ژره خوشې شي.
«فریډم نو» چې د بشري حقونو یو سازمان دی... Читать дальше...
پاکستان کې د ګرانۍ او د بجلۍ د بیې د لوړېدو خلاف اولسي مظاهرې وشوې
د سېپټېمبر په دویمه نېټه د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د ګرانۍ او د بجلۍ د بیې د لوړېدو خلاف مظاهرې وشوې. همدا رنګه تجارانو کاربندېز هم وکړ. دوی له حکومته غوښتنه کوله چې د اولس مسلې دې هوارې کړي. بل پلو، نګران حکومت ژمنه کړې چې د پیسو له نړیوال صندوق سره به تماس ونیسي او هڅه به وکړي چې د برېښنا بیه ټیټه کړي. نور حال په دې ویډيويي راپور کې.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه تازه راپور کې وايي، چې په تېره جولای میاشت کې په افغانستان کې ۵۶ پروګرامونه د بشري چارو پر وړاندې د خنډونو له کبله په موقت ډول ځنډېدلي دي.
په راپور کې راغلي دي، چې په دې خنډونو کې د پروژو په تطبیق کې د طالبانو د لاسوهنې، د بشري مرستو د پرسونل او امکاناتو د تګ راتګ د مخنیوي او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي موارد هم شامل دي.
راپور زیاتوي، چې د طالبانو پالیسیو او چلند هم په افغانستان کې د بشري بحرانونو پرمهال د مرستو د رسولو هڅې ستونزمنې کړې دي.
د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو مخالفه ډله ادعا کوي، چې په تخار ولایت کې یې پنځه طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
دغې ډلې نن په یو بیان کې ویلي، چې وسله والو یې دا برید بېګا د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه پوسته کړی.
همداراز د ازادۍ جبهې په نوم بله ډله ادعا کوي، چې د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه پوسته په برید کې یې ۲ طالبان وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي او خپلواکو سرچینو هم دا ادعاوې نه دي تایید کړي.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی سرمفتش وايي، په افغانستان کې د پخواني جمهوري نظام له ړنګېدو دوه کاله وروسته لا هم له ۸۴۰ زرو زیات افغانان چې په امریکا کې د بیا مېشت کېدو پروګرام لپارهیې غوښتنلیکونه ورکړي، په افغانستان کې پاتې دي.
د ځانګړي سرمفتش راپور زیاتوي، چې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو له وتلو د دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم پدې برخې کې ستونزې شته او په افغانستان کې د ځانګړو ویزو د متقاضیانو شمېر څو چنده ډېر شوی دی.
یاد وزارت د امریکا د کانګرس له بېلابېلو کمېټو... Читать дальше...
د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه (سيپيجي) په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې روان وضیعت د اندېښنې وړ بولي او وايي، چې طالبانو په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې ځپونکي اقدامات زیات کړي دي.
دغې کمېتې د جمعې په ورځ د یو راپور په خپرولو سره د افغان خبریالانو او رسنیو په وړاندې تاوتریخوالی، د اطلاعاتو سانسور، خپلسرې نیونې او د ښځینه خبریالانو په وړاندې د محدویتونو دوام ته په اشارې سره روان وضیعت بد یاد کړی.
د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې په خپل راپور کې وړاندې لیکلي، د دوی... Читать дальше...
روسیه وایي، د اوکراین د سمندري ځواکونو درې بې پيلوټه الوتکې یې چې د کریمیا پر پله یې برید کاوه، نسکورې کړې دي.
دا هغه پل دی، چې کریمیا ټاپوزمه د روسیې له خاورې سره وصلوي.
بل لور ته اوکرایني پوځیان وایي دوی هڅه کوي، چې د جنوب ختیځ ښار میلیتوپول پر لور مخته شي او له کریمیا سره د وصل شوي پله لاره قطع شي.
د روسیې د دفاع وزارت په وینا، اوکراین د بې پيلوټه الوتکې په واسطه یو ځل د سپتمبر د لومړۍ نیټې په شپه او دوه ځله نن هڅه وکړه چې د کریمیا پر پله حمله وکړي.
کییف تر اوسه د دې بریدونو په اړه څه... Читать дальше...
پاکستان یو ځل بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده.
د پاکستان د موقت حکومت صدراعظم انورالحق کاکړ ادعا کړې، چې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته په دغه هېواد کې پاتې شوي پوځي تجهیزات، د ترهګرو ډلو د مجهز کېدو لامل ګرځېدلي.
ښاغلي کاکړ د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل، چې د ترهګرو ډلو پیاوړتیا او تجهیز د پاکستان په ګډون د سیمې هېوادونو ته لوی ګواښ دی.
د طالبانو حکومت بیا دغه ادعاوې تل ردوي.
د پاکستان د موقت حکومت صدراعظم زیاته... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، چې تېره جولای میاشت کې یې په افغانستان کې ۵۶ مرستندویه پروګرامونه په بشري مرستو کې د طالبانو د لاسوهنې، په انتقالیې د محدودیتونو او د بشري پرسونل او خدماتو په وړاندې د تاوتریخوالي له امله موقتاً ځنډول شوي دي.
د امنیت شورا په راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شوی راغلي، چې د طالبانو سیاستونو او کړنو په افغانستان کې بشري کړکېچ ته د رسېدنې لپاره د دوی هڅې ننګولې دي.
په راپور کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا له قوله راغلي، چې د نورو ننګونو ترڅنګ د ښځینه... Читать дальше...
د عراق د پلازمېنې- بغداد شمال ته د ترافیکي پېښې په ترڅ کې لږ تر لږه شپاړس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په دوی کې اکثره ایرانیان دي.
د عراق دولتي اژانس اینا نن د صلاح الدین ولایت د صحي خدماتو د مدیر خالد برهان په وینا خبر ورکړ، چې دا پېښه تېره شپه د دجیل او سامرا ترمنځ وشوه او په دې پیښه کې دیارلس تنه نور ټپيان شوي دي.
ښاغلي برهان د دې ترافیکي پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي؛ یوازې یې دومره ویلي دي چې اکثر تلفات ایراني شیعه زیارت کوونکو ته اوښتي دي.
هر کال د اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره په میلیونونه شیعه د عراق کربلا ښار ته ځي.
په جرمني کې د بشري حقونو او ښځو د حقونو یو شمېر افغان فعالانو، په افغانستان کې د افغانانو؛ په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د وروستیو اقداماتو په اعتراض کې د نه خوړو اعتصاب کړی.
دغو فعالانو د جمعې په ورځ د وږي میاشتې په لسمه نېټه، د جرمني په کلن ښار کې د تحصن خېمه ودروله او ویې ویل، چې د دوی موخه په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د جنسیتي تبعیض (جنسي اپارتايد) په رسميت پيژندل دي.
د دغو مېرمنو په خبره، د دوی اعتصاب چې پکې له لسو زیاتو مېرمنو برخه اخیستې، د سيپتيمبر میاشتې تر ۱۲مې به دوام ومومي. Читать дальше...
وزیراعظم انوار الحق کاکړ د اګست پر ۳۱مه په اسلام اباد كې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دا مسله په ۹۰مه لسیزه کې د نامناسبو معاهدو، د بلونو وصولۍ نامناسبه عمل او د خرابو ټرانسمېشن لاېنونو له وجې اوږده شوې ده.
پاکستان وایي، په شمالي وزیرستان کې له وسله والو سره د جمعې په ورځ د نښتو پرمهال د دوی جګړن امیر عزیز او دوه سرتېري وژل شوې دي.
پر پاکستاني پوځیانو د اکثرو بریدونو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان ډلې اخیستی دی.
سږکال د ( ټي ټي پي) د بریدونو پرمهال تر پنځه سوه ډېر پاکستاني پولیس او پوځیان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ په تېرو اتو میاشتو کې د خپلو دوه سوه شپاړس افسرانو او عسکرو د وژل کیدو پخلی کړی دی.
د امریکا متحدو ایالتونو او ملګرو ملتو ( ټي ټي پي) ډله د ترهګرو په لست کې شمیرلې ده.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د طالبانو پر حکومت غږ وکړ، چې د هغو کسانو پرضد دې لاس په کار شي چې پاکستان تهدیدوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون په اسلام اباد کې خبرې غونډې ته وویل، چې دا د طالبانو مسوولیت دی، د دوی نړیوال مسوولیت دی، د دوی دوه اړخیز مسوولیت دی او د دوی درې اړخیز مسوولیت دی لکه څرنګه چې یې د پاکستان، چین او افغانستان په غونډه کې ژمنه کړې وه.
کله چې له ممتاز زهرا بلوچ څخه پوښتنه وشوه، چې د بهرنیو چارو وزارت خو خبر ورکړی و چې طالبانو یوشمیر... Читать дальше...
د اوکراین پوځي استخباراتو د جمعې په ورځ خبر ورکړ، چې د روسیې په شمال لویدیځ کې پر هوایي ډګر د ډرون وروستی برید د روسیې د خاورې له دننه شوی دی.
دا حمله تېره اونۍ د پسیکوف پر هوایي ډګر وشوه، دا ډګر له اوکراینه شاوخوا اووه سوه کیلومتره لرې دی.
پر دې هوایي ډګر د بې پیلوټه الوتکې په برید کې څلور( IL-76) روسیي ترانسپورتي الوتکې ولګیدې.
د اوکراین د استخباراتو مشر کیریلو بودانوف وایي، چې په دې برید کې دوه ترانسپورتي الوتکې ویجاړې شوې او دوه نورې سختې زیانمنې شوې.
دا اوونۍ راسره په مشال مرکه کې د خان تحريک مشر ډاکټر خان مېلمه دی. نوموړي په ۲۰۰۶م کال کې د خان تحريک په نامه د غورځنګ بنسټ اېښی وو چې مقصد يې د پښتنو حقونه ترلاسه کول او پښتنو له په پخپله مورنۍ ژبه د زده کړو د حق غوښتل وو. ډاکټر خان وروسته د غورځنګ نوم بدل کړ او د خپلواک پښتونستان نوم یې پرې کېښود.
ډاکټر خان وايي، پښتانه بايد د خپلو حقونو لپاره اواز پورته کړي او په مورنۍ ژبه کې ماشومانو ته د ساينس او ټیکنالوژۍ زده کړې ورکړل شي. د خپرونې کوربه ګل اياز دی.
د روسیې دفاع وزارت وایي چې د اوکراین د سمندري ځواکونو هغه ډرون الوتکې یې نسکورې کړې دي، چې د کریمیا پر پله یې برید کاوه.
د روسیې دفاع وزارت نن په ټیلګرام کې دا خبر ورکړ او څرګنده یې کړه، چې یوه بې پيلوټه الوتکه یې پرون وویشته او دوې یې نن نسکورې کړې.
اوکراین وایي، چې پلان یې دا دی چې کریمیا ټاپوزمه بیرته له روسیې ونیسي نو بیا بیا هغه پل په نښه کوي، چې دا ټاپوزمه د مځکې له لارې له روسیې سره نښلوي.
کریمیا ټاپوزمه په دوه زره څوارلسم کال کې روسیې له خپلې خاورې سره یوځای کړه.
پښتون ژغورنې غورځنګ په کراچۍ او کوټه کې د خپلو ملګرو د خلاصولو لپاره د پریس کلبونو مخې ته د مظاهرو اعلان کړی وو خو پولیسو د غورځنګ غړي هلته احتجاج ته پرېنښودل. کراچۍ پریس کلب ته د تلو پر مهال د پي ټي اېم ځیني پلویان پولیسو نیولي هم دي. د اجازې نه ترلاسه کولو وروسته غورځنګ د کراچۍ په صدر او د کوټې په منان چوک کې احتجاجي غونډې وکړې او له حکومته یې یو ځل بیا وغوښتل چې د غورځنګ د مخکښ علي وزیر په ګډون دې ټول نیول شوي کسان خوشې کړي. نور حال په دې راپور کې:
په دې پلاوي کې د اسلامي همکاریو د سازمان مرستیال شیخ عزام، د افغانستان لپاره د دې سازمان ځانګړی استازی طارق علي بخیت او د سعودي عربستان، ترکیې او د متحده عربي اماراتو د عالمانو ترڅنګ
د اګست په ۱۲مه د فرانسې او برتانیا ترمنځ په سمندر کې د غیر قانوني کډوالو کشتۍ ډوبه شوې وه چې پکې شپږ کسان مړه شوي وو. خو په دغه کشتۍ سپاره زیاتره کډوال برتانوي او فرانسوي ساحلي ځواکونو ژغورلي دي. ۲۲ کلن افغان ادریس خان هم په ژغورل شویو کډوالو کې شامل دی. هغه وايي د کشتۍ ډوبیدو وخت د قیامت په څېر وو او ده فکر نه کاوه چې ژوندی به پاتې شي. نوموړی وايي بیا به هیڅ کله برتانیا ته په غیر قانوني تګ هڅه ونکړي. په دې هکله تفصیل په دې راپور کې کتلی شئ
د موسم په اړه معلومات ورکوونکو ادارو وړاند وینه کړې ده چې د هند او پاکستان ترمنځ د کرکټ په دې ۵۰ اووریزه لوبه کې ښايي باران وشي.
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي به روانه میلادي میاشت په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې برخه واخلي او د امنیت شورا په هغه غونډه کې به ګډون وکړي، چې د اوکراین لپاره جوړیږي.
دا خبره په ملګرو ملتونو کې د البانیا استازي فرید خوخا پرون خبریالانو ته وکړه.
البانیا د سپتمبر د میاشتې لپاره د امنیت شورا د پنځلس غړیو د شورا مهالنۍ مشري کوي.
تمه ده، چې د نړۍ مشران د سپتمبر له اتلسمې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې برخه واخلي او ټاکل شوې ده چې د اوکراین په اړه د امنیت شورا غونډه د سپتمبر په شلمه جوړه شي.
Спорт в России и мире
Москва
Баскетбольный «Зенит» с разницей в 14 очков проиграл в Москве ЦСКА и уступает в полуфинальной серии Единой Лиги ВТБ со счётом 1–2
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Потапова проиграла Остапенко во втором круге турнира WTA 1000
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
10 РЕДКИХ животных из Красной книги, которых можно встретить в Москве
Путин в России и мире
Москва
Снайперов из охраны Путина заметили с зарубежными винтовками
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Ольга Бузова
“У меня тоже была депрессия после того, что ты сделал своими руками!” Дава разоткровенничался перед Ольгой Бузовой в шоу “Сокровища императора” на ТНТ
Москва
МИД РФ выдал агреман новому послу Финляндии в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net