د مجلې په دې ګڼه کې له خوږژبي شاعر وهمي اورکزي سره د هغوی په شاعرۍ غږېدلي یو. د نوموړي تازه شعري مجموعه په هم دې ورځو کې چاپ شوې چې د مخکتنې غونډه یې په پېښور کې وشوه.
که تاسو هم د خپلو ادبي هلو ځلو په اړه له مشال راډیو سره خبرې کول غواړئ او یا هم د خپلو ادبي جرګو راپورونه زموږ خپرونه کې شاملول غواړئ نو په دې وټس اپ شمېره راسره اړیکه ونیسئ:
00420773647496
بلوم د سېپټېمبر پر ۱۲مه په ګوادر کې یوې غونډې ته وویل چې امريکا په بلوچستان کې ۴۱ کلينيکونه رغولي، له ۶۰۰،۰۰۰ خلکو سره یې د خوراکي موادو مرسته کړې، د ښوونځيو په بیا جوړولو کې یې ونډه اخیستې او له ۱۲،۰۰۰ هغو کروندګرو سره یې مرستې کړي چې په ۲۰۲۲ز کال کې یې سېلابونو ځمکې وړې وي.
د "خپلواک پښتونستان غورځنګ" په نوم د یو ناحکومتي تحریک مشرانو او غړو په پېښور کې د تورخم لارې تړل کېدو ضد مظاهره کړې ده. د سېپټېمبر ۱۳مې مظاهرې ویناوالو وویل چې د هغې لارې له تړلو سره د پاکستان او افغانستان پښتانه ځپل کېږي او ورته اقتصادي او مالي تاوان اوړي. د تورخم لاره د سېپټېمبر پر شپږمه د پاکستان او د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمینځ له نښتې راهیسې تړلې ده. د پاکستان او د طالبانو حکومت د لارې بیا پرانیستو په اړه خبرو ته دوام ورکړی دی. ویډیويي رپورټ.
په تورخم کې یوشمېر افغانانو او سوداګرو د هغې لارې د تړل کېدو ضد مظاهره کړې ده. هغه مهمه لاره د سېپټېمبر پر شپږمه د پاکستان او د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمینځ له نښتې راهیسې تړلې ده. د سېپټېمبر ۱۲مې مظاهرچیانو پر دواړو خواوو غږ وکړ چې لاره دې پرانیزي. اخوا په لواړګي کې لسګونه افغانان د لارې بیا خلاصېدو په تمه شپې سبا کوي. د پاکستان او د طالبانو حکومت د لارې بیا پرانیستو په اړه خبرو ته دوام ورکړی دی. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
ملګري ملتونه وايي، د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' د شمېرو له مخې د خوراکي توکو په مرستو کې یو سلنه کموالی به تر ۴۰۰زره ډېر خلک له قحطۍ سره مخ کړي.
ملګرو ملتونو اټکل کړی د خوراکي توکو په مرستو کې یو سلنه کموالی به تر ۴۰۰ زره ډېر خلک اغېزمن کړي چې دوی به قحطۍ ته یو ګام نور هم نږدې شي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د سېشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د نړیوال خوراکي پروګرام په نیمایي عملیاتو کې چې افغانستان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، هايتي، اردن، فلسطين، جنوبي... Читать дальше...
د لیبیا په هغه ښار کې چې سېلابونو د اوبو بندونه مات کړي دي نن تر دوه زره ډېر جسدونه موندل شوي دي.
اسوشېټېډپرېس اژانس د چارواکو په وینا خبر ورکوي چې دا اندېښنه شته چې د دې سېلابونو تلفات پنځو زرو ته ورسېږي.
د دیرنه په ساحلي ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې په وینا، سېلابونو ودانیو ته هم سخت زیان اړولی او لږ تر لږه دېرش زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې په باور دومره زیان اوښتی چې زیانمنو ته یې تقریباً د بشري مرستو رسول ناممکن کړي دي.
په... Читать дальше...
د سېپټېمبر پر شپږمه په چترال کې پر امنیتي پوستو د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) تر برید وروسته د سیمې اوسېدونکي د امنیت په اړه اندېښنې لري. د پاکستان پوځ وايي، تر برید وروسته یې وسلوال په شا و تمبول، خو تر څلورو ورځو پورې هلته وخت په وخت د ډزو اوزاونه اورېدل کېدل. پوځ او ټي ټي پي په نښتو کې یو بل ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کړې وې چې مشال راډیو یې په خپلواکه توګه تصدیق نه شي کولای. د سیمې د اوسېدونکو څرګندونو په اړه رپورټ.
د افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکي پنځوس اوریز نړیوال جام لپاره خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې جام کې به حشمتالله شهیدي د افغانستان لوبډلمشر وي.
په اعلان شوې لوبډله کې ابراهیم ځدراڼ، رحمنالله ګربز، رحمت شاه، ریاض حسن، نجیبالله ځدراڼ، محمدنبي، اکرام عليخېل، عظمتالله عمرزی، راشدخان، عبدالرحمن، نوراحمد، مجیبالرحمن، فضل حقفاروقي او نوینالحق شامل شوي دي.
دغه راز ګلبدین نایب، شرفالدین اشرف او فریداحمد ملک په احتياطي لوبغاړو کې اخیستل شوي دي.
افغانستان... Читать дальше...
په لیبیا کې د سېپټېمبر ۱۲مې طوفان او سېلاب زرګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده او د درنه نوم د یوه ښار یوه لویه برخه یې لاهو کړې ده. چارواکي وايي، تر سېلاب وروسته شاوخوا ۱۰،۰۰۰ تنه ورک دي. حکومتي او ناحکومتي کارکوونکو په درنه کې سلګونه کسان په ډله ییزو قبرونو کې ښخ کړي دي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
په تېره یوه اوونۍ کې د تورخم دروازې له تړل کېدو سره افغان سوداګرو ته څه باندې ۳۰ میلیون ډالره زیان اوښتی دی.
د اتو ورځو په تېرېدو سره لاهم د تورخم دروازه تړلې ده.
په افغانستان کې د تازه مېوو او سبزیو د سوداګرو ټولنه وايي، په یاده موده کې زیات شمېر افغان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د دې ټولنې د عامل پلاوي مشر حاجي امېد حیدري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دواړو خواو کې د ولاړو لاریو ډېره برخه تازه مېوه او سبزي دي چې ټول خراب شوي دي.
حیدري وايي، د تورخم دروازې د خلاصون لپاره باید جدي هڅې وشي. Читать дальше...
د افغانستان لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ځانګړي استازي په افغانستان کې داعش خراسان څانګې ته اندېښنه څرګنده کړه.
ټام وېسټ پرون په واشنګټن ډي سي کې د سټیسمن په څېړنیز مرکز کې وویل چې د امریکا د متحد ایالتونو اصلي هدف دا دی چې افغانستان یوځل بیا د هغو ډلو په پټنځای بدل نه شي چې پر متحد ایالتونو او متحدینو یې د برید نیت لري.
وېسټ زیاته کړه چې سږکال په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې پر ضد د طالبانو مبارزه بریالۍ وه او د داعش لږ تر لږه اته هغه مهم غړي یې وژلي چې په نورو هېوادونو کې یې د بریدونو په پلانونو کار کاوه. Читать дальше...
د شمالي کوریا مشر وایي چې د روسیې د امنیتي ګټو دفاع به وکړي.
ده په دې برخه کې څه شرط او قید وړاندې نه کړ.
کیم جونګ اون دا خبرې پر اوکراین د روسیې برید ته په اشارې سره نن د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د کتنې پر مهال وکړې.
کیم جونګ اون پرون روسیې ته ولاړ.
واشنګټن اندېښنه څرګنده کړې چې روسیې ته د کیم جونګ اون د دې سفر په ترڅ کې ولادیمیر پوتین له شمالي کوریا څخه د وسلو او تجهیزاتو د ترلاسه کولو لټه کوي چې د اکراین په جګړه کې استفاده ترې وکړي.
د روسیې له ولسمشر سره د شمالي کوریا مشر... Читать дальше...
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره د خبرو پر مهال د افغانستان د ستونزو د حل لپاره پر سیمهییزو هڅو ټینګار وکړ.
ایراني رسنۍ د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د بیان له مخې راپور ورکوي چې حسین امیر عبداللهیان او اصف علي خان دراني پرون د افغانستان په تړاو خبرې وکړې.
د راپور له مخې عبداللهیان په سیمه او افغانستان کې د ایران او پاکستان پر اغېزمنې ونډې ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې په دې برخه کې د خبرو ادامه به په سیمه کې په ځانګړي ډول په افغانستان کې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي. Читать дальше...
د اروپایي کمېسیون مشرې اورزلا وان دیر لاین نن اروپایي پارلمان ته وویل، اروپایي کمېسیون به اوکرایني کډوالو ته د موقتي خوندیتوب د تمدید وړاندیز وکړي.
هغه اوکراینیان چې له جګړې په تېښته کې دي، هغه د اروپایي ټولنې د غړیو هېوادونو د کډوالۍ له اوږدې پروسې استثنا دي.
دا کسان په مستقیم ډول د کډوالو له مرستو برخمن کېږي، د کار اجازه ورکول کېږي، د زده کړو زمینه ورته برابرېږي او کور هم ورسپارل کېږي.
د راپورونو له مخې پر اوکراین د روسیې د برید له پیله تر اوسه شاوخوا شپږ میلیونه اوکراینیانو د اروپایي ټولنې په بېلابېلو هېوادونو کې پناه اخیستې ده.
د روسیې د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، ولسمشر پوتین ویلي چې د شمالي کوریا مشر د راکټونو ټېکنالوژۍ ترلاسه کولو ته لیوالتیا ښوولې او دوی له همدې امله یو ځای شوي چې له پیانګ یانګ سره د سپوږمکۍ په جوړولو کې مرسته وکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدهایالاتو ځانګړی استازی د داعش ډلې خراسان څانګه یوه جدي اندېښنه بولي، خو وايي؛ طالبانو یې وړتیا کمزورې کړې ده.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وایي، افغانستان اوسمهال د اقتصادي بحران او له بشري حقونو د سرغړونو په ګډون له ډېرو ستونزو سره مخ دی، خو په خبره يې په دې هېواد کې د متحدهایالاتو تر ټولو لویه اندېښنه د داعش خراسان څانګې شتون او فعالیت دی.
خو سټمسون مطالعاتي مرکز کې د خبرو پر مهال ټام ویسټ دا هم وویل چې طالبانو تېرو دوو کلونو کې د داعش... Читать дальше...
په پاکستان او ترکیه کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نیولو لړۍ تېزه شوې ده.
په پاکستان او ترکیه کې د هغه هېوادونو د پولیسو له لوري د افغان کډوالو نیول او بېرته افغانستان ته استول ښايي هغه افغانانو ته چې لا له وړاندې په یادو هېوادونو کې له ګڼو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دي، نوی سرخوږی وي.
په پاکستان کې وروسته له هغې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ تېزه شوه چې د دغه هېواد سرپرست صدارعظم انور الحق کاکړ د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ له یو خصوصي پاکستاني تلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې حکومت یې د غیرقانوني کډوالو د نیولو لپاره اقدامات پیلوي.
د ازادي راډیويي مجلې په دې خپرونه کې د نانسي دوپرې له یاد غونډې او د استاد شپون له تلینه خبرېږئ.
له استاد منلي سره په یوه نقدي مسئله بحث شوی دی.
د شیبې سلطاني شعرونه اورېدلی شئ.
دغه راز د یوې مشاعرې راپور درسره شریکېږي او د یوه فرانسوي کتاب پاڼې درته اړول کېږي.
دغه خپرونه، چې احمدشیبر چمتو کړې، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:
په کراچۍ کې مېشت افغانان وايي، د پولیسو تازه اقداماتو د وېرې ښکار کړي دي. په کورنګۍ کې اوسېدونکي یو کډوال شېر اغا مشال راډیو ته وویل چې له کوره بهر نه وځي ځکه وېرېږي چې پولیس به یې ونیسي.
تاسې به د هغې چرګې کیسه اورېدلې وي چې د سرو زرو هګۍ یې اچولې. په برازیل کې د ژاکو نومي مرغه چې ځنګلي یا صحرايي چرګ ته ورته دی، د سرو زرو هګۍ نه اچوي خو د کافي په پیداوار کې دومره مهم رول لوبوي چې له کبله یې هغه ځانګړې کافي یو کېلوګرام په برازیل کې په ۲۲۹ امریکايي ډالرو خرڅېږي. دا چې هغه مرغه څه کوي چې ورسره د کافۍ بیه خورا زیاته لوړېږي، په اړه یې د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.
ایراني چارواکو د خپلو هغو وګړو نومونه ښودلي چې په امریکا کې بندیان دي او تمه ده چې له امریکا سره د زندانیانو د تبادلې د معاملې په ترڅ کې خوشې شي.
د راپورونو له مخې د دې معامله پر طرحې تېره میاشت موافقه شوې ده.
په پنځو ایراني وګړو کې مهرداد انصاري، رضا سرهنګپور کفراني او کامبیز عطاکاشاني ایران ته د هغې ټکنالوژۍ د لېږد په تور بندیان دي چې امریکا بندیز پرې لګولی و او دوه نور کاوه لطف الله افراسیابي او امین حسن زاده په ترتیب سره لومړی په دې خاطر چې د یوه بهرني اجنټ په توګه یې ځان نه و، ثبت کړی نیول... Читать дальше...
د امریکا د پوځ یو جګپوړی چارواکی وايي، ښايي د ایف شپاړس جنګي جېټ الوتکو لومړني اوکراینی پیلوټان د روان کال له پای ته رسېدو مخکې وروزل شي.
د امریکا د هوايي ملي ګارډ قوماندان ډګر جنرال مایکل لوه پرون د سپټمبر ۱۲مه نېټه په مریلنډ ایالت کې د هوايي ځواک د اتحادیې کلنۍ غونډې ته د وینا پر مهال دا څرګندونې وکړې.
تمه ده چې اوکرایني پيلوټان تر اکټوبر میاشتې د اریزونا ایالت په ټوکسون ښار کې د ملي هوایي ګارډ پوځي اډې ته ورسېږي.
اوکراین په دې هڅه کې دی چې تر پنځوسو پورې ایف شپاړس F-16 جنګي الوتکې ترلاسه کړي. Читать дальше...
په نیمروز کې د اوبو کموالی او د کروندو وچېدل د دې لامل شوي چې یو زیات شمېر بزګران او مالداران نورو کارونو او کسبونو ته مخه کړي.
نیمروز یو له تودو ولایتونو دی چې سږ کال په کې د هوا ګرمېدل ان د سانتي ګراد ۵۰ درجو ته ورسېده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر پر افغانستان واکمن طالبان تورن کړل چې د ښځو او نجونو پر وړاندې یې ټکان ورکوونکي ځپونکي اقدامات کړي او وايي چې په افغانستان کې بشري حقونه د سقوط په حال کې دي.
د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر ولکر ټرک پرون په ژنیو کې د بشري حقونو د شورا غونډې ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو سقوط د میلیونونه ښځو، نارینه وو، نجونو او هلکانو پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی.
د ټرک په وینا، د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د ځپونکو اقداماتو کچه خورا زیاته ظالمانه ده. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net