د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، پنځه خبریالان د طالبانو له زندان څخه خوشې شوي دي.
دغې مرکز نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په زابل کې ازاد خبریال محبوب الله حکیمي، په کندهار کې د طلوع نیوز خبریال عطا الله عمر، په کندز کې د سلام وطندار خبریال حسیب عمر او په ننګرهار کې د کلید راډیو مسوول فقیر محمد فقیرزی او د دې راډیو خبریال جان اغا صالح د طالبانو له بنده خوشې شوي دي.
بلخوا د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې نن د یو بیان په خپرولو سره ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت باید د رسنیو اړوند قضیې... Читать дальше...
په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغاني بانکنوټونو ارزښت لوړ شوی دی.
په وروستیو څو ورځو کې په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت په ناڅاپي ډول لوړ شوی دی.
د کابل د شهزاده سرای د صرفانو ټولنه وايي چې د پنجشنبې ورځې سهار یو امریکايي ډالر په ۷۲ افغانیو تبادله کېده، خو د ورځې په پای کې یوځل بیا ۷۵ افغانیو ته ورسېد.
دا په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د ډالرو او نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو... Читать дальше...
د اګست پر ۳۱مه د پېښور، کراچۍ او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې سوداګرو د برېښنا په بلونو کې د زیاتوالي پرضد کاربندیز وکړ. نګران حکومت وايي، د بجلۍ د بلونو د بیو د ټیټولو لپاره د پیسو له نړیوال صندوق سره به خبرې کوي.
د مذهبي ازادۍ په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو نړیوال کمېسیون وايي، د طالبانو فرمانونو د ښځو پر ژوند غیر متناسب اغېز کړی او د افغانانو مذهبي ازادي یې محدوده کړې ده.
دغه کمېسیون وايي، په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو لهخوا د صادر شویو ۸۰ فرمانونو نیمه برخه په مستقیم ډول پر افغان ښځو د سختو بندیزونو لګول دي.
یاد کمېسیون د چهارشنبې په ورځ 'په افغانستان کې مذهبي ازادي او د ښځو د حقونو' تر سرلیک لاندې د خپل ۲۰۲۳ کال راپور په خپرولو سره وویل، که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې افغان ښځې د اسلامي... Читать дальше...
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار وايي، د دې وخت رارسېدلی چې د طالبانو د جنایتونو او د هغوی د سزا د څرنګوالي په اړه خبرې وشي.
هیدر بار وايي، د نورو هېوادونو تعامل د طالبانو په چلند هېڅ اغېز نه دی کړی او د دغه ډلې سیاست کې هېڅ بدلون نه دی راغلی، خو په خبره یې د دې وخت رسېدلې چې د طالبانو جنایتونه او د سزا څرنګوالي په اړه خبرې وشي.
هیدر بار دا خبرې د چهارشنبې په ورځ د فرانس۲۴ شبکې سره کړي او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو د حساب ورکولو په اړه باید ژور تمرکز وشي.
هیدر بار... Читать дальше...
د پاکستان او هند په ګډون د نړۍ په يوشمېر هېوادونو کې په دې وروستيو کې د ډېرو بارانونو له کبله ځينو سيمو کې سېلابونه راغلي دي. که څه هم دې سېلابونو مالي تاوانونه اړولي خو د مرګژوبلې په اړه يې کره شمېرې نه ده ورکړل شوې. په دې اړه نور تفصیل د رويټرز او اې اېف پي خبري اژانسونونه په اقتباس په جوړ شوي دې ویډیويی راپور کې وګورئ. .
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو نوميالی شپېلۍ يا فلوټ غږوونکی بلال شفقت دی. نوموړی وايي، کورنۍ يې شاوخوا ۷۰ کاله مخکې له لاهوره پېښور ته کډه شوې ده. د شفقت د کورنۍ يوشمېر کسان بېلا بېل سازونه غږوي او شاګردان هم روزي. د شفقت په خبره، د سيمې له تقريباً ټولو نومياليو سندرغاړو سره يې په سټوډيو کې او يا هم پر سټيج په شپېلۍ همکاري کړې ده. دی دعوه کوي چې په تېرو ۲۵ کلونو کې يې د پښتو په سلګونه زره سندرو کې شپېلۍ غږولې. د نوموړي دا خبرې او غږولې ځينې نغمې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
د خښتو او کولالانو بټیو د کندهار اوسېدونکي له روغتیايي او نورو ستونزو سره مخ کړي دي.
د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي چې کورونو يې د بټیو په شاوخوا کې دي وايي، د بټیو دود یا لوګي نه یوازي روغتیايي ستونزې ورته پېښې کړې بلکې د کورونو توکي هم له دود څخه تل ناپاکه وي.
بلخوا په کندهار کې د طالبانو د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولان وايي، د اوس لپاره د استوګنې له سیمو د بټیو د انتقال امکانات نه شته، خو د بټیو د خاوندانو څخه يې د مضره توکو د نه سوځولو ژمنه اخیستې ده.
نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ... Читать дальше...
ایران پر اسراییلو تور پورې کړی چې د دفاعي صنعت او د توغندیو د تولید په ورانکارۍ کې په ناکامه دسیسه کې لاس لري.
د ایران دولتي تلوېزیون نن اعلان وکړ چې د دفاع وزارت پوځي استخباراتو د ورانکارۍ یوه ستره دسیسه شنډه کړه چې د ایران پوځي توغندیو او د هوايي چلند صنعتونه یې په نښه کړي دي.
دغې تلوېزوني شبکې زیاته کړې دغه ورانکارۍ د صهیونیست رژیم د استخباراتو او د هغوی د استخباراتو په لارښوونه ترسره شوی دی.
خو اسراییلو سمدستي په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت تازه نن د اوو سترو کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک کړل.
که څه هم طالبانو پر افغانستان د بیا ځلې واکمنۍ له پیل وروسته د کانونو د استخراج په برخه کې واړه او کوچني هوکړه لیکونه کړي، خو ښايي د ۶ عشاریه ۵ میلیارده ډالرو په ارزښت دا اوه ستر هوکړه لیکونه په دې برخه کې بې سارې وبلل شي.
دا کانونه چې د افغانستان په تخار، غور او هرات ولایتونو کې موقعیت لري کورنیو یو شمېر بهرنیو شرکتونو سره یې د استخراج هوکړه لیکونه نن پنجشنبه لاسلیک شول.
په بهرنیو شرکتونو کې د... Читать дальше...
په افغانستان کې د حرفوي زده کړو ډېری زدهکوونکې هغه ښځې او نجونې دي چې د طالبانو لهخوا له زده کړو بې برخې شوي دي.
په کابل کې د دغو حرفوي زدهکړو کارخونې مسوولانو ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، ډېری زدهکوونکې د تېر نظام کارکوونکې او هغه نجونې دي چې له زده کړو پاتې دي.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو دوه کاله وروسته هم د امریکا د افغانستان تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد دی او ډاډ یې ورکړی چې خپلو مرستو ته به دوام ورکوي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن یوځل بیا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو له پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي چې دوی وښودله چې د ترهګرو او هغوی چې امریکا ته د ضرر رسولو هڅه کوي، اړتیا نهشته چې پر وړاندې یې د اقدام کولو لپاره خپل عسکر تل د جګړې په ډګر کې وساتي.
سپینې ماڼۍ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د دوهمې کالیزې په مناسبت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی ثابته کړه چې د ترهګرو او هغوی چې امریکا ته د تاوان رسولو هڅه کوي، اړتیا نهشته چې پر وړاندې یې د اقدام کولو لپاره خپل عسکر تل د جګړې په ډګر کې وساتي. Читать дальше...
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ ځینو ټولنو په ننګرهار کې د کليد راډيو د دوو خبريالانو د خوشې کېدو هرکلى کړی دی.
له دې ډلې د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې په خپل یوه بیان کې نن دا ټینګار هم کړی چې د طالبانو حکومت باید د رسنیو اړوند قضیې د شکایتونو د کمېسیون او د رسنیزو سرغړونو د څېړنې د کمېسیون له لارې تعقیب کړی.
په ننګرهار کې د کلید راډیو مسوول فقیر محمد فقیرزی او د دې راډیو خبریال جان اغا صالح شاوخوا شل ورځې وړاندې د وسلهوالو طالبانو له خوا نیول شوي وو.
اخوا د افغانستان د خبریالانو مرکز... Читать дальше...
د 'ایلدار ب' په نوم یو روسی عسکر د باشقیرستان پلازمېنې اوفا ښار کې له محاکمې مخکې ځان وژلی دی.
باشقیرستان د روسیې دننه یو کور واکی جمهوریت دی.
د سیمهییزو رسنیو په وینا، دا عسکر له خدمت د تېښتې په خاطر نیول شوی و.
چارواکو تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
'ایلدار ب' د جولای په نیمایي کې یې د لاسي بم په واسطه د ځان وژنې ګواښ کړی و او د خپلې جنایي قضیې د بندېدو غوښتنه یې کړې وه.
هغه وروسته بیا د باشقیرستان له مشر سره تر خبرو وروسته تسلیم او بندي شو.
نجلۍ د اګست پر ۳۰مه نېټه د ودانۍ له پینځم پوړ څخه ځان وغورځاوه او مړه شوه.
د پاکستان د بهرنیو چارو موقت وزیر جلیل عباس جیلاني ادعا کړې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ترهګرۍ د ځینو پېښو عاملان نیولي دي.
جیلاني پرون په بهرنیو چارو وزارت کې له یو شمېر خبریالانو سره بحث درلود او د افغانستان په شمول پر ګڼو موضوعاتو یې خبرې کړي.
هغه ویلي چې د طالبانو حکومت د پاکستان د ځينو ترهګریزو بریدونو عاملان نیولي او دوی ته یې په اړه معلومات ورکړي.
جیلاني تر دې زیات څه ونه ویل.
د طالبانو حکومت هم تر دې دمه د پاکستان د بهرنیو چارو د موقت وزیر د څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې. Читать дальше...
د کرکټ په اسیا جام کې نن د بنګلهدېش او سریلانکا لوبډلې سره مخ دي.
د دوی لوبه د سریلانکا په پالیکللې ښار کې ترسره کېږي.
اسیا کپ پرون د پاکستان او سریلانکا په کوربهتوب پيل شوی دی.
په لومړنۍ لوبه کې پاکستان د نیپال لوبډلې ته په لوی توپیر ماته ورکړه.
د افغانستان لومړۍ لوبه راتلونکې یکشنبه له بنګلهدېش سره ده.
په اسیا کپ کې افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګلهدېش، سریلانکا او نیپال ګډون لري.
په پاکستان کې د اګست ۳۰مې نيټه د لادرکه کسانو د نړيوالې ورځې په مناسبت مظاهرې شوې دي. په کراچۍ او اسلام اباد کې شویو دغو مظاهرو کې د لادرکه کسانو کورنیو د خپلو خپلوانو د موندلو او خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان په سیند صوبه کې د تېر کال تر سېلابونو وروسته هلته د هیرټېج فاونډېشن په مرسته د سېلاب ځپلو لپاره ځانګړي کورونه جوړ کړل شوي دي. دا کورونه د سېلاب او ګرمۍ په پام کې نیولو سره جوړ شوي دي. نور تفصیل د رویټرز خبري اژانس په دې ویډیويي راپور کې.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن یوځل بیا له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې له دې هېواده په وتلو سره یې دا ښکاره کړه چې نوره د دې اړتیا نه وه چې د تروریستانو پر وړاندې د مبارزې لپاره دې په هغه هېواد کې پوځیان دایمي حضور ولري.
پرون چهارشنبې د اګست ۳۰مه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو دوه کاله پوره شول او په دې هېواد کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېده.
د امریکا د پوځي حضور له پای ته رسېدو د مخه د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول. Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا خبرداری ورکوي چې که لازمه بودیجه ترلاسه نه کړي په افغانستان کې به سږ کال په میلیونونو کسان له روغتیایي خدمتونو بې برخې شي.
اوچا پرون چهارشنبې په خپله ټولنیزه شبکه ایکس چې پخوا ټویټر نومېده ویلي چې ۳،۷ میلیون وګړي به د ژوند ژغورنې له له لومړنیو روغتیایي خدمتونو بې برخې شي. ۱،۵ میلیون وګړیو ته به په ۹۴ ولسوالیو کې د ژمي په مخه روغتیایي خدمتونه ونه رسېږي.
۲۹۶ زه امیندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې به د امیندوارې، د ماشوم د زېږون او... Читать дальше...
د ایډالیا په نوم توپان چې پرون چهارشنبې د ورځې په لومړیو کې یې د امریکا په فلوریډا ایالت کې سمندر ته نږدې سیمې سختې ځپلې وې، د تودو څپو له امله کمزوری شوی او هم یې سرعت کم شوی دی.
د امریکا د توپانونو ملي مرکز په وینا، دغه توپان د جیورجیا ایالت د سوانا لوېدیځ سیمې ته رسېدلی او سرعت یې په ساعت کې ۱۱۰ کیلومترو ته رالوېدلی.
دې توپان چې پرون د ورځې په پیل کې یې د ګلف خلیج په غاړه سیمې سختې ځپلې، د باد سرعت یې په ساعت کې ۲۰۰ کیلومتره و.
په ځپل شویو سیمو کې په لارو او سړکونو کې اوبه راپورته شوې او ډېر کورونه او موټر یې لاندې کړي وو. Читать дальше...
روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه وړاندیز رد کړ چې د پوځیانو تر کنټرول لاندې مالي باندې یې لګول شوي بندیزونه غځول.
پر دې هېواد واکمنو پوځیانو سره د روسیې د اجیرانو ډله واګنر نږدې اړیکې لري.
د فرانسپرېس خبري آژانس د راپور له مخې په ملګرو ملتونو کې د روسیې د ایمي استازي واسیلي نبینزیا پرون چهارشنبې د دغه وړاندیز له ردولو وروسته وویل چې دوې په ځلونو پر یوه معقوله او رغونکي چلند ټینګار کړی، خو د ده په وینا، د ملګرو ملتونو په وړاندیز شوي متن کې د مالي لوري اندېښنې او د فدراتیفې روسیې دریځ ته په هېڅ ډول پام نه دی شوی. Читать дальше...
نیویارک پوسټ:
نیویارک پوسټ ورځپاڼې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د بشپړ وتلو موضوع ته پام اړولی او لیکي، ولسمشر بایډن د طالبانو لاس ته د افغانستان له بیا لوېدو د مخه د بهرني سیاست په برخه کې پر خپلې وړتیا کې مبالغه کړې او داسې وړاندیزونه یې کړي وو چې ګټور او عملي نه و او هغه د ده پر غرهوالي دلالت کاوه.
د ورځپاڼې په لیکنه د بایډن دغه دریځ د دې سبب شو چې اداره یې له کابله وتلو ته چې له ګډوډۍ سره مله وه، چمتووالی ونه لري.
نیویارک پوسټ لیکي، دغه نتیجه د وروستي سیاستوال په نوم د هغه کتاب له... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Монсон заявил, что его спортивная карьера практически завершена
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Чем грозит парковка на газоне
Путин в России и мире
Москва
Си отказал Макрону в просьбе, связанной с Путиным. В Москву прибыл лидер Кубы
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко: тактическое ядерное оружие для Москвы и Минска — средство сдерживания
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Тимати
Звезда «Что было дальше?» Детков о переезде: «Не думал, что из дуэта Лепса и Тимати в Лондоне буду жить я»
Москва
Вильфанд спрогнозировал сохранение низких температур в Москве в ближайшие дни
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net