ذبیح الله شهزاد په جنوبي کوریا کې د سختو شیانو د ماتولو لپاره د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان لپاره د سروزرو مډال وګاټه.
۳۲ کلن شهزاد چې د ازادي راډیو سپورټي خبریال هم دی، وتوانید چې د دولسو سمټي تختو په ماتولو سره خپل کوریایي رقیب ته چې څوځلې یې نړیواله اتلولي خپله کړې، ماته ورکړه او د سروزرو مډال یې خپل کړ.
شهزاد چې د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې غړی دی، مخکې یې په کابل کې د تکواندو سیالیو اتلولي هم خپله کړې وه.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره نی وایي، په اوس وخت کې اته خبریالان له طالبانو سره بندیان دي.
نی، نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په زندان کې د دغه خبریالانو وضعیت ته اندیښنه لري.
د اعلامیې له مخې، د ننګرهار ولایت خبریالان فقیر محمد فقیرزی او جان اغا صالح، د کونړ ولایت خبریال پرویز څرگند،د کندوز ولایت خبریال حسیب حساس، د کندهار ولایت خبریالان عطاالله عمر او شمس الله عمري، د زابل ولایت خبریال محبوب حکیمي او د ارزګان ولایت خبریال شاه محمود همدرد له طالبانو سره بندیان دي.
نی دغه... Читать дальше...
د بخښنې نړیوال سازمان، امنیستي انترنشنل له ایراني چارواکو غوښتي چې د هغو کسانو د یاد د لومړنۍ کلیزې لمانځلو ته دې اجازه ورکړي،چې په دې هیواد د ښځې ژوند اوازادۍ لپاره اعتراضونو کې د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
دغه غوښتنه داسې مهال کیږي، چې د ایران امنیتي ځواکونو هڅې کړي چې د ځورونې او ډار له لارې د قربانیانو کورنۍ غلې او له مجازاتو ځان خوندي کړي.
د بشري حقونو دغې ډلې نن په یوه بیان کې وویل، چې د یوه نوي څیړنیز راپور موندنې ښیي چې ایراني چارواکو د قربانیانو د کورنۍ غړي په خپل سرنیولي او توقیف... Читать дальше...
د کابل لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ چارواکي وایي، چې د دوشنبې ورځې په مازېګر یوې چاودنې لږ ترلږه ۲ تنه وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
د دغې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ته ویلي، چې دغه چاودنه د کابل ښار د شپږمې حوزې په دارالامان سیمه کې پر یوه زرنج د چسپکي ماین له امله شوې ده.
د سرچینې په خبره ، په یاده پېښه کې د زرنج دوه تنه سپاره کسان وژل شوي او یو لاروی ټپي شوی دی.
ځدراڼ د پېښې په اړه د پلټنو د پيل خبر ورکړی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
خپلواکو سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي. Читать дальше...
په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) د دوشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو په بند کې د اتو خبریالانو د کورنیو غړي د دوی د خوشې کیدو غوښتنه کوي.
د نی د اعلامیې پر بنسټ، په تیرو دوو اونیو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې لس خبریالان نیول شوي.
دې ادارې ویلي چې د خبریالانو وروستیو نیونو د رسنیو د رېښتینې ازادۍ په اړه د خبریالانو او له رسنیو د ملاتړو ادارو ترمنځ وېره رامنځته کړې ده.
د نی مسوول، ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه پر نیول شویو خبریالانو لګول شوي تورونه نه دي مشخص شوي. Читать дальше...
د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د سیاسي استازولیو او قونسلګریو د انسجام شورا خبرداری ورکوي، چې که د افغانستان سیاسي، امنیتي او اقتصادي بحران ته پام و نه شي، د ترهګرۍ او افراطیت ګواښ به زیات شي.
د دغې شورا غړي او په ناروې کې د پخواني جمهوریت سفیر یوسف غفورزي د دوشنبې په ورځ د "ترهګرۍ د قربانیانو د یاد او درناوي" د نړیوالې ورځې په مناسبت ازادي راډيو ته وویل چې افغانان په تېرو درېیو لسیزو کې د ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې و او په افغانستان کې د رښتینې سولې ټینګښت به دې قربانیو ته غوره درناوی وي. Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا چارسدې سبزۍ منډۍ کارکونکو او دوکاندارانو کاربندیز د اګست پر ۲۱مه په دوېیمه ورځ دوام لري. دوکانداران وایي حکومت سبزي منډۍ داسې ځایې ته انتقالوي چې یو خو لیری او کرایې یې ګرانې دي او بل هغه ځای محفوظ هم نه دی. خو حکومت وایي په ۲۰۱۲ز کال کې د جوړ شوي قانون له مخې باید هغه منډۍ له ښاره لېرې او په شخصي ځایې کې وي. تفصیل په ویډیو کې
د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ۲۸ ولایتونو د پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د واکسین د کمپاین په دې پړاو کې به د ملګرو ملتونو د دفترونو په همکارۍ څه باندې ۱۱ میلیونه له پنځو کلونو کمعمره ماشومان واکسين شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونېسف) چارواکي وايي، د دغه کمپاین په دوهم پړاو کې به راتلونکې اوونۍ بلخ، سمنګان، سرپل، فاریاب، جوزجان او اروزګان ولایتونه تر پوښښ لاندې راشي.
په افغانستان... Читать дальше...
د ښځو د ملي یووالي او پیوستون غورځنګ ۸ تنه غړي له څو ساعته توقیف وروسته خوشي شوې.
د دې غورځنګ غړې ادعا کوي، چې دغه ښځې تېره شپه وروسته له هغې د طالبانو له خوا ونيول شوې او تاوتریخوالی ورسره وشو، چې د یوې اعتراضیه غونډې د جوړولو په موخه په یوه کور کې سره راټولې شوې وې.
دغې پېښې ته منسوبه یوه ویډیو هم په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې او ادعا شوې، چې د افغانستان د ښځو د ملي یووالي او پیوستون غورځنګ د ۸ تنو اعتراض کوونکو میرمنو د نیولو پر مهال ثبت شوې ده.
دا ويډيو چې په ټولنيزو رسنیو کې خپره شوې،په... Читать дальше...
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي نن دوشنبه د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې له کیف سره د ډنمارک او هالنډ تازه پوځي مرستې وستایلې.
زلنسکي ویلي، ډنمارک اوکراین ته د ۱۹ پرمختللو جنګي الوتکو د ورکړې پریکړه کړې او په خبره یې هالنډ هم دوی ته د دوه څلویښتو ( ایف-۱۶) جیټ الوتکو د ورکړې هوکړه کړې ده.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې د هالنډ صدر اعظم مارک ریوټه ( Mark Rutte ) هم د ۴۲ ایف-شپاړس الوتکو د چمتوالي خبره کړې، خو معلومه نه ده چې دا ټولې به اوکراین ته ورکړي او که نه.
اوکراین له خپلو لویدیځو... Читать дальше...
افغان ممثل عبدالاحمد خاکسار، چې د افغانستان د تیاتر او سینما یوه مشهوره او پېژندل شوی څېره وه، تېره شپه د ورپېښې ناروغۍ له امله په کابل کې ومړ.
نوموړي په سلګونو تمثیلي پارچو، دغه شان په لسګونو تیاترونو او تلویزیوني او سینمايي فلمونو کې رول لوبولی دی.
د عبدالاحمد خاکسار زوی عبدالاحد خاکسار، په داسې حال کې چې د پلار جسد يې د کابل له يوه ځايي روغتون څخه په امبولانس کې کور ته لېږداوه، ازادي راډيو ته په ژړغوني غږ وويل:
"استاد دې الله ج وبښي، تقريباً يوه اوونۍ کېده چې پښو يې درد کاوه، نور جوړ و،... Читать дальше...
افغانستان به د لومړي ځل لپاره د پاکستان پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ یا سېریز ترسره کړي.
د طالبانو د حکومت د خوړو او درملو اداره وایي، ننګرهار کې یې ۱۵۰ ټنه بې کیفیته غوړي د صابون جوړولو یوې فابریکې ته سپارلي دي.
د دغې ادارې ویاند جاوېد هژیر نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه بې کیفیته غوړي یې د ننګرهار په ګمرک کې ضبط کړي دي.
که څه هم هژیر ونه ویل چې دا بې کیفیته غوړي چېرته تولید شوي وو، خو د ننګرهار له ګمرکه تر ډېره د پاکستان تولیدي توکي افغانستان ته راځي.
د خوړو او درملو اداره وایي، د دوی لابراتوارونو مشخصه کړې چې له دغو بې کیفیته غوړیو استفاده د انسان وجود ته زیان اړوي.
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سرپرست سفیر حسن کاظمي قمي وايي، افغانستان ته په سفر کې د دوی متخصصانو منلې چې د هلمند په سیند کې د اوبو اندازه د نورمال اوبیز کال په پرتله کمه ده.
د هلمند په سیند کې د اوبو د کچې د معلومولو لپاره 'دهراود دستګاه' څخه د ایراني پلاوي له لیدنې یوه اوونۍ وروسته، د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سرپرست سفیر حسن کاظمي قمي وايي، دوی ته معلومه شوې چې د هلمند په سیند کې د اوبو کچه کمه ده.
حسن کاظمي قمي پرون په خپل ایکس X شبکه یا پخواني ټویټر ولیکل... Читать дальше...
د جنوبي کوریا رسنیو نن دوشنبه ویلي چې په دغه هېواد کې د ایران کنګل شوې شتمني ایران ته د انتقال او مبادلې په هدف تېره اوونۍ د سویس مرکزي بانک ته ولېږدول شوه.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې د سویس مرکزي بانک په پام کې لري چې د ایران دغه شتمني چې شپږ میلیارده ډالره ارزښت لري، د کوریا له پولي واحد وون څخه لومړی ډالرو او بیا یورو ته واړوي.
دا پيسې له سویس وروسته قطر ته ځي چې هلته بیا ورته ایران لاسرسی پيدا کوي.
ایران او متحده ایالتونو په وروستیو کې هوکړه وکړه چې په ایران کې د پنځو امریکایي... Читать дальше...
په افغانستان کې د یونېسف یو مسوول وایي چې په ۲۸ ولایتونو کې نن د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پيل شو.
د یونېسف د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د ارتباطاتو مسوول کمال شا سید ازادي راډیو ته وویل، ټاکل شوې چې د کمپاین په ترڅ کې تر پنځو کلونو ښکته ۱۱ میلیونه ماشومانو ته د واکسین څاڅکي ورکړل شي.
هغه وایي، په پاتې پنځو ولایتونو کې یوه اوونۍ وروسته دا واکسین تطبیقېږي.
نوموړي زیاته کړه: "د شمالي حوزې په پنځو ولایتونو او ارزګان کې یوه اوونۍ وروسته کمپاین پلی کېږي."
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازېني... Читать дальше...
د مسکو دوو لویو هوایي ډګرونو وروسته تر هغه د الوتکو پروازونه او ناستې وځنډولې چې د روسیې دفاع وزارت وویل، د مسکو پر فضا یې د اوکراین یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده.
روسي رسنیو د دغو هوایي ډګرونو د مطبوعاتي څانګو په حواله ویلي چې دوی نن دوشنبه دغه کار د پروازونو د خوندیتوب په هدف ترسره کړی دی.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، هوایي مدافع ځواک یې د مسکو پر فضا د اوکراین یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې او نسکوره کړې ده.
دغه وزارت ویلي چې پېښه کې چاته زیان نه دی اوښتی.
د اوکراین چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. Читать дальше...
د هلمند ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت اکثره ولسوالیو ته غځېدلي سړکونه خام دي او دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
دوی وویل چې د لارو د ډېرې خرابوالي له کبله ډېری وخت يې ناروغان د لارو په اوږد کې ژوند له لاسه ورکوي.
بلخوا پر دغه ولایت واکمن طالبان وايي، دوی د خلکو دا ستونزې تر مرکزي چارواکو رسولي دي.
نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
ملګري ملتونه د اګست ۲۱مه د ترهګرۍ پېښوکې ښکار شویو د یادولو او ورته د پېرزوینو وړاندې کولو ورځ لمانځي. په خیبر پښتونخوا کې په تېرو دوو لسیزو کې په ناامنۍ کې ډېرې پښتانه ځپل شوي چې ورڅخه یې یوه د باجوړ تاج مینه ده چې اوس په نوښار کې اوسي. هغه د ۱۰ کلونو وه چې په چاودنه کې یې پښه پرې شوه او ورور او پلار یې ووژل شول. نوموړې وايي، کله چې پېغله شوه نو خپلو ترونو په نوښار کې خرڅه کړه او اوس له مېړه سره اوسي. تفصیل په ویډیو کې.
مشهور افغان ممثل عبدالاحمد خاکسار د ۷۰ کلونو په عمر مړ شو.
افغان ممثل او د تياتر کارکوونکی عبدالحمد خاکسار نن سهار شاوخوا ۷ بجې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو.
د هغه زوی عبدالاحد ازادي راډيو ته د نوموړي مړينه تایید کړه.
عبدالاحد چې د خپل پلار مړی يې په امبولانس کې کور ته لېږداوه، ازادي راډيو ته وويل، پلار يې يوه اوونۍ وړاندې ناڅاپي ناروغ شو چې د پښو له درده کړېده او نن يې خپل روح حق ته وسپاره.
عبدالاحمد خاکسار مشهور افغان ممثل و چې له کلونو راهيسې يې بېلابېلو فلمونو او سینما کې کار کړی او لسګونه فلمونه يې افغاني ټولنې ته پرېښودل.
وروسته له دې چې اوکراین تېره میاشت د روسیې او کریمیا ترمنځ یوازېنی پل بمباري کړ، دا ټاپووزمه د تېلو له کموالي سره مخامخ ده.
د کریمیا اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل، تېره میاشت د تېلو پمپونو تېل نه لرل.
روسیې په ۲۰۱۴ م کال کریمیا له خپلې خاورې سره وتړله او له هغې سره د ارتباط لپاره یې پل جوړ کړ.
د اوکراین پوځ د جولای په ۱۷ مه پر دغه پل بمباري وکړه، دا په تېرو ۱۸ میاشتو کې د اوکراین له لوري پر دې پل دوهمه حمله وه.
روسیې د دې پل له لارې کریمیا ته تېل اونور ضروري شیان استوي.
کندهار کې د ممیزو یا کشمشو تولید پیل شوی، خو کروندګر د نړیوال بازار غوښتنه کوي.
کروندګر وايي، که څه هم سږکال يې د کروندو اوبه لږ وې، خو بیا يې هم د انګورو حاصلات ښه دي چې له کبله يې کشمش هم زیات دي او کیفیت يې هم ښه دی.
بلخوا د کندهار د سوداګرۍ خوني مرستیال عبدالباقي بینا وايي، تېر کال له کندهار د ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت کشمش بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د افغانستان د ملي مقاومت په نوم جبهه ادعا کوي چې په کاپیسا ولایت کې یې په یوه برید کې د طالبانو پنځو غړیو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دې جبهې په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې د زمري د ۳۰مې په شپه یې ځواکونو د حصه اول کوهستان ولسوالۍ په مرکز کې د طالبانو پر یوه مرکز برید وکړ چې په نتیجه کې یې درې طالبان ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.
د بیان له مخې د مقاومت جبهې غړیو ته چې دغه برید یې ترسره کړی زیان نه دی رسېدلی.
دې جبهې همدارنګه ادعا کړې چې په بدخشان ولایت کې یې د تېرو یولسو ورځو... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز فصیح الدین فطرت بهرني استخباراتي سازمانونه تورن کړل چې د ده په وینا د اسلامي دولت ډلې یا داعش تر چتر لاندې بم چاودنو او شخړو کې لاس لري.
هغه پرون یکشنبې ملت ته د حساب ورکولو د بهیر په مهال دغه تور پورې کړ، خو په مشخص ډول یې د کوم سازمان نوم یاد نه کړ.
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې د کابل په ګډون په ډېرو ولایتونو کې د ډېرو خونړیو... Читать дальше...
د ماشومانو لپاه د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ ضد د واکسین کمپاین به نن د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې پیل شي.
د پولیو فري افغانستان په نوم ویبپاڼې پرون یکشنبې د دغه کمپاین د پیلېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د پولیو ضد واکسین دغه کمپاین به د افغانستان له پنځو شمالي ولایتونو، بلخ، سمنګان، سرپل، فاریاب او جوزجان او همدارنګه په جنوب کې له ارزګان پرته په نورو ټولو ولایتونو کې نن پیل او تر پنجشنبې پورې به دوام وکړي.
ویل شوي چې په دغو ولایتونو کې به د پولیو د واکسین کمپاین یوه اوونۍ وروسته یعنې د اګست په ۲۸مه پیل شي. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net