Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2023

د کابل یوه ډله ښځینه فعالانې: طالبانو مو تېره شپه کور نه ۸ معترضې ښځې بیولې وې؛ طالب ویاند: داسې څه نه دي شوي

0
د ښځو د ملي یووالي او پیوستون غورځنګ ۸ تنه غړي له څو ساعته توقیف وروسته خوشي شوې.


د دې غورځنګ غړې ادعا کوي، چې دغه ښځې تېره شپه وروسته له هغې د طالبانو له خوا ونيول شوې او تاوتریخوالی ورسره وشو، چې د یوې اعتراضیه غونډې د جوړولو په موخه په یوه کور کې سره راټولې شوې وې.


دغې پېښې ته منسوبه یوه ویډیو هم په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې او ادعا شوې، چې د افغانستان د ښځو د ملي یووالي او پیوستون غورځنګ د ۸ تنو اعتراض کوونکو میرمنو د نیولو پر مهال ثبت شوې ده.


دا ويډيو چې په ټولنيزو رسنیو کې خپره شوې،په کې لیدل کېږي چې ظاهراً وسله وال کسان، چې ويل کېږي له طالبانو سره تړاو لري هڅه کوي، چې دغه مېرمنې په زوره ونیسي او له ځان سره یې بوځي .




د افغان د ښځو د ملي یووالي او پیوستون غورځنګ یوې غړې د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې دغه اعتراض کوونکې مېرمنې د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته داسې مهال نیول شوي، چې د یوې اعتراضیه غونډې د جوړولو په موخه په یو کور کې سره راټولې شوې وې.


دې چې ونه غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخيستل شي وویل، له غرمې وروسته درې بجې خبرې شوې، چې دوی د طالبانو د استخباراتو تر تعقيب لاندې دي، او بالاخره کله چې تياره شوه، د طالبانو د استخباراتو کسان یې کور ته ورغلل ،اته تنه اعتراض کوونکې ښځې يې ونيولې، او بيا يې تر څو ساعتونو بند وروسته بېرته خوشې کړې.


دې میرمنې وويل چې په نيول شويو کې يوه ښځه امیندواره هم وه .


هغې دا هم وویل، چې په نيول شوو مېرمنو کې خاټول فرهود، فريده محب، حسنا سروري، هاجر او د هغې دوه لوڼې، ليمه اميري او طوبا عطايي شاملې دي.


دغې مېرمنې وویل:


" مدني اعتراض د هر وګړي حق دی، موږ د امنیتي او کلتوري ګواښونو سره سره څو ځله په لارو کوڅو کې اعتراض وکړ، خو زموږ اعتراضونه وځپل شول، او اوس هم اجازه نه لرو چې په تړلو ځایونو کې اعتراض وکړو، او خپل او د خپلو هېوادوالو غږ د نړیوالو غوږونو ته ورسوو، طالبان به د اعتراض کوونکو ښځو په بندي کولو او ربړونې سره هيڅکله په افغانستان کې د ښځو غږ خاموش نشي کړي. "




خو په کابل کې د طالبانو د حکومت د امنيې قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ د دغو ښځو د نیولو موضوع ردوي.


نوموړي د دوشنبې په ورځ په خپله ټوېټر پاڼه ویډیو او د دغو ښځو د نیول کېدو خبر ته په اشارې سره لیکلي، چې داسې کوم کار نه دی شوی.


د ښځو د حقونو یوې فعالې ترنم سعیدي ازادي راډيو ته وویل، نړیواله ټولنه باید د طالبانو له خوا د بشري حقونو د ښکاره سرغړونو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.


سعیدي وویل:


" نړیواله ټولنه باید د دې ښکاره ظلم او جنایت پر وړاندې چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر افغانانو تر سره کیږي، جدي اقدام وکړي او ژر تر ژره باید دې وضعیت ته د پای ټکی کېږدي، د افغانستان خلک طالبان نه غواړي. "




په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د یکشنبې په ورځ په خپله ټویټرپاڼه کې دې مسالې ته غبرګون ښودلی او لیکلي یې دي، چې د خلکو شخصي کورونو ته له اجازې پرته ننوتل او په خپل سري ډول د ښځینه پولیسو له شتون پرته د نورو ښځو نیول د قانون، اسلام او د خلکو د فرهنګ خلاف کار دی .


ښاغلی فایق دا کار د افغان ښځو پر وړاندې د ناسم چلند دوام ګڼي.


طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ له بیا پیلېدو وروسته پر ښځو ډېر محدودیتونه ولګول او د دې محدودیتونو پر ضد د ښځو اعتراضونه یې ځپلې دي.


په لومړي سر کې به ښځې واټونو ته راوتلې او لاریونونه به یې کول ، خو وروسته له دې چې د طالبانو له خوا له زورزياتي، نيولو، او بندي کولو سره مخ شوې، اعتراض کوونکو ښځو خپل اعتراض په سرپټو ځاىونو کې تر سره کول، چې ظاهراً په دې ځایونوکې هم د دوى اعتراض له تاوتريخوالي سره مخ شوی او د طالبانو له خوا ونيول شوې.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net