د مصر په ناکراره برخه، سینای ټاپووزمه کې پر یوه امنیتي مرکز چې سخت امنیتي تدابیر یې نیول شوي وي، د ډزو په نتیجه کې د یوه لوړپوړي افسر په ګډون لږ تر لږه څلور پولیس وژل شوي دي.
دا خبره دوو امنیتي او یوه روغتیايي چارواکي پرون د نوم نه ښودلو په شرط کړې، ځکه له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه درلوده.
د شمالي سینای ولایت په مرکز العریش کې د ملي امنیت پر مرکز په دې حمله کې لږ تر لږه ۲۱ نور کسان ټپیان شوي دي.
د مرګژوبلې د هغه فهرست له مخې چې اسوشېټېډ پرېس اژانس ترلاسه کړی، ښکاري چې ځینې امنیتي ځواکونه... Читать дальше...
په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د موسیقۍ یو شمېر ضبط شوې الې پرون یکشنبې وسوځولې.
د فرانسپرېس آژانس د راپور له مخې د دې ادارې مشر عزیزالرحمن المهاجر ویلي چې د موسیقي خپرېدل او غږول یې د اخلاقي فساد او د ځوانانو د بې لارې کېدو سبب کېږي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې پر افغانستان بیا واکمن شوي، پرلهپسې داسې سخت قوانین او مقررات وضع کړي چې هغه له اسلام څخه د دوی د سخت تفسیر ښکارندوی دی.
طالبانو په وروستي اقدام کې په ټول افغانستان کې د ښځو پر سینګارخونو... Читать дальше...
د خوړو د نړیوال پروګرام یو جګپوړی چارواکی په افغانستان کې د خوړو ستونزه په نړۍ کې تر ټولو لویه ستونزه بولي او وایي په دې هېواد کې په میلیونونو کسان خوړو ته کافي لاسرسی نه لري.
د خوړو د نړیوال پروګرام اجرایوي مرستیال او د عملیاتو مشر کارل سکاو پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې نن ورځ په تاریخ کې د خوړو او تغذیې تر ټولو لوی بحران دوام لري او زیاتوي چې تر ټولو زیات افغانستان په ناوړه وضعیت کې دی.
د هغه په خبره په دې هېواد کې ۱۶ میلیون وګړي نه پوهېږي چې د بل وخت ډوډۍ به له کومه کوي.
د خوړو د... Читать дальше...
د امریکا د هوایي چلند فدرالي ادارې امریکایي هوایي شرکتونو ته اجازه ورکړې چې په څو اوونیو کې د افغانستان پر فضا د تېرېدو لپاره الوتنې له سره پیلولی شي.
د ایکونومیک ټایمز ورځپاڼې د راپورله مخې د دې ادارې د پرېکړې له مخې به الوتنې په ۳۲ زره فوټه یا څه کم لس زره متره ارتفاع کې د افغانستان په هوایي قلمرو کې الوتنې کوي چې د اروپایي ټولنې د هوایي چلند د خوندیتوب ادارې له شرایطو سره اړخ لګوي.
د دغې ادارې لارښود د غړیو هېوادونو له هوایي شرکتونو څخه غواړي چې ملکي الوتنو ته د موجودو احتمالي ګواښونو او په... Читать дальше...
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد یې په مختلفو برخو کې د افغانستان کلک ملاتړ کوي.
د ګلف ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې شیخ عبدالله بن زید النهیان دغه څرګندونې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې له همغږه کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره په وروستي کتنه کې کړې ده.
د راپور له مخې په دغه غونډه کې چې په ابوظبي کې ترسره شوې او نېټه یې نه ده مشخصه شوې، دواړو لورو په ټوله کې د افغانستان پر وضعیت او په دې اړه چې متحده امارات او ملګرو ملتونه په دې برخه کې چې په راتلونکې په څه ډول همکاري کولای شي، خبرې وکړې. Читать дальше...
د ایران د تېلو وزیر خبرداری ورکړ چې هېواد یې پر حقونو تېري نه شي زغملی او زیاته یې کړه چې تهران به د ګازو د هغې لانجمنې زېرمې په تړاو د خپلو ګټو خوندي کولو ته دوام ورکړي چې سعودي عربستان او قطر هم ورباندې دعوا کړې ده.
جواد اوجي پرون یکشنبې وویل چې تهران له خپلو ګاونډیانو سره د خبرو اترو او تفاهم لاره غوره کړې وه، خو که کوم جوړجاړي ته سره ونه رسېږي، دې ته هم چمتو دی چې د خپلو حقونو د خوندي کولو لپاره د ارش د ګازو په حوزه کې د اکتشافاتو او عملیاتو چارې پیل کړي.
کویټ د جولای په ۲۷مه وویل چې د ګازو... Читать дальше...
د پاکستان په باجوړ کې د تېرې ورځې په چاودنه کې د وژل شویو او ټپیانو شمېر نږدې دوه نیم سوه کسانو ته رسېدلی دی.
د پاکستان پولیس او روغتیایي چارواکي وایي چې د خیبرپښتونخوا په باجوړ سیمه کې د جمعیت علما اسلام ګوند د پلویانو د یکشنبې د ورځې په غونډه کې د چاودنې له امله لږترلږه ۴۰ کسان وژل شوي او نږدې دوه سوه نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو جګپوړي چارواکي نذیرخان وویل چې پرون د ورځې ناوخته د باجوړ د ښار په یوه څنډه کې په هغه ځای کې یو بم وچاودېد چې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علما اسلام د ګوند د کارګرانو غونډه پیلېده. Читать дальше...
د قطر پلازمېنه، دوحه به نن هم د طالبانو او د امریکایي پلاویو ترمنځ د خبرو کوربنه وي.
په دوحه کې به نن هم د طالبانو او د امریکایي پلاویو ترمنځ خبرې دوام وکړي.
امریکایي لوري او د طالبانو چارواکو تراوسه څه نه دي ویلي چې د خبرو په لومړۍ ورځ پر کومو مسایلو خبرې وشوې.
ازادي راډیو هم ډېره هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د ویندویانو څرګندونې راواخلي خو د دې راپور تر چمتو کېدو پورې په دې کار بریالۍ نه شوه.
خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د شنبې په ورځ دوحې ته له تلو مخکې... Читать дальше...
یوریشیا ریوو :
یوریشیا ریوو خپرونې پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر هغه راپور لیکنه خپره کړې په کې ویل شوي، پر افغانستان د طالبانو د ولکې بیا ټینګولو، د تحریک طالبان پاکستان یا (TTP) غړي زړور کړي دي.
لیکوال محمد عمران وايي پر افغانستان د طالبانو د ولکې ټینګولو په نړیواله ټولنه کې د سیمې د امن او ثبات په اړه د پام وړ اندېښنې ولاړې کړې دي.
لیکوال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تازه راپور ته اشاره کړې چې په کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د تحریک طالبان پاکستان د زړور کېدو... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге назвала главные стимулы россиян для систематических занятий физкультурой и спортом
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Ролан Гаррос
Фалей уступила в квалификации открытого чемпионата Франции по теннису
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о перспективах развития туризма в Ингушетии
Путин в России и мире
Москва
Посольство Бахрейна: король Аль Халифа считает Путина другом
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Путин сегодня вечером вылетит в Минск, где встретится с Лукашенко
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Певица
Певица Кристина Агилера в боди вышла на сцену после похудения
Москва
«Спартак» пытался приобрести Матвея Сафонова зимой и предлагал €15 млн — источник
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net