د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په سویلي افریقا کې د ښځو ترمنځ د پیل شویو شل اوریزو سیالیو اتلولي یو وار بیا پخوانۍ اتلې اسټرالیا وګټله.
د یکشنبې په ورځ د فبرورۍ ۲۶مه د سویلي افریقا په کېپ ټاون کې د کوربه او اسټرالیا ترمنځ پایلوبه ترسره شوه چې په ۱۹ منډو داسټرالیا ښځینه لوبډلې وګټله.
په پایلوبه کې اسټرالیا د ۱۵۷ منډو هدف ټاکلی و چې سویلي افریقا یې په ځواب کې ۱۳۷ منډې وکړې.
د اسټرالیا لوبغاړې بیت موني په دې سیالۍ کې ۷۴ ناسوځېدلې منډې وکړې چې د لوبې غوره لوبغاړې هم ونومول شوه.
دغه راز د دې هېواد... Читать дальше...
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لپاره یو وار بیا مجید رضایي د مشر روزونکي په توګه اعلان شو.
د افغانستان فوټبال فدراسیون خبر ورکوي چې نوموړی روزونکی د یکشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د دې فدراسیون د رييس محمدیوسف کارګر، اجرايیوي کمېټې غړي عبدالحق فیضي او د ملي لوبډلو د مدیر همایون همدرد له خوا د یوې خبري غونډې خلکو ته ور وپېژندل شو.
دې فدراسیون په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: "د اسیا ملتونو جام سیالیو ته صعود، د فوټسال وده، په هېواد کې د دغې مشهورې لوبې پرمختيا او همدارنګه د افغان فوټسال روزونکو... Читать дальше...
د امریکا حکومت د ۲۰۲۱ز کال د اګست په پیل کې د هغو کسانو لپاره چې له امریکايي یا د امریکا تر ملاتړ لاندې بنسټونو سره یې کار کاوه، د دویم لومړیتوب د کډوالۍ ځانګړی پروګرام (پي دوه) اعلان کړ.
په جینوا کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي، سخت او جبري کارونه د ماشومانو فزیکي او ذهني ودې ته زیان رسوي.
ميراغا ۱۷ کلن دی.
هغه له اتم ټولګي پورته زده کړې نه دي کړي او اوس د شپږ کسيزې کورنۍ د نفقې مسوولیت ور تر غاړه دی.
میراغا ازادي راډیو ته وویل چې پخوا یې له یوه مستري سره کار کاوه، خو وروسته له هغه چې د کار مالک له کاره وایست نو اوس بوټونه رنګوي.
ميراغا وايي: "زه بوټونه رنګوم، پلار مې رواني ناروغي لري او هېڅ کار نه شي کولای. مور مې هم په بلاکونو کې کالي مينځي، کشر ورور مې هم کار کوي."
ميراغا... Читать дальше...
د مالدیپ د څلور اړخیزو سیالیو په لړ کې د افغانستان والیبال ملي لوبډلې په نیمه پایلوبه کې ۳ـ۰ له سینګاپور ماتې ومنله.
دغه سیالي چې نن د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه ترسره شوه د لوبې لومړني درې سیټونه سینګاپور وګټل او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.
افغان لوبډلې د دې سیالۍ په لومړني سیټ کې د ۲۵ پر وړاندې ۱۸ او په دویم او درېيم سیټ کې یې بیا د سینګاپور د ۲۵ نومرو په ځواب کې ۲۲ ـ ۲۲ نومرې ګټلې وې.
د دې لوبې تر بایللو وروسته افغان لوبډله له مخکې تګ پاتې شوه.
دغه څلور اړخیزې سیالۍ چې په مالديپ کې د روانې فبرورۍ... Читать дальше...
په داسې حال کې چې د طالبانو تر واک لاندې د ازموینو ملي ادارې د نارینه وو لپاره د طبي شورا د اګزیټ ازموینې پایلې اعلان کړې، خو د ښځینه وو د ازموینې په اړه لا هم کوم خبر نه شته.
شکریه د غزني ولایت اوسېدونکي او د اګزیټ ازموینه کې د ګډون غوښتونکې ده.
دا وایي، دې ازموینې ته یې ډېر چمتووالی نیولی، خو د طالبانو حکومت دا او سلګونه نورې نجونې په دې ازموینې که له ګډون محرومې کړي.
د شکریې په باور افغانستان ښځینه ډاکترانو ته ډېره اړتیا لري.
د دې په خبره، د روغتیا او طبابت په برخه کې د طالبانو حکومت دا دوه ګونی چلند د خلکو په ګټه نه دی. Читать дальше...
د امریکا د P1 او P2 کېس لرونکو افغانانو په اسلام اباد کې په یوه اعتراضیه غونډه کې د امریکا لخوا د دوی د کېسونو د بهیر د ځنډېدو له امله نیوکه وکړه.
سلګونه افغانان چې د امریکا د پي۱ او پي۲ پروګرامونو لپاره په پاکستان کې مېشت دي، وايي چې دوی له ډېر انتظار ستړي شوي او د امریکا حکومت باید ژر تر ژره دوی هغه هېواد ته ولېږدوي.
دوی د یکشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد ښار کې یوه اعتراضیه غونډه وکړه او د امریکا له متحده ایالاتو یې وغوښتل، هغه کسان هېر نه کړي چې په سختو ورځو کې د دوی تر څنګ په افغانستان کې ولاړ وو. Читать дальше...
د ایران په پلازمېنه تهران کې د افغانستان سفارت نن د طالبانو استازو ته سپارل کېږي.
په تهران کې یوه افغان ډیپلومات حامد رهګذر څو شېبې مخکې ازادي راډیو ته وویل، ایران له دوی غوښتنه کړې چې سفارت طالبانو ته وسپاري.
رهګذر وايي: "ټاکل شوې چې موږ یو ساعت وروسته د سفارت دروازه وتړو. کیلي یې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارو. د سفارت د موټرو او نورو سامانونو ویډیو ثبت شوې او د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته مو سپارلې."
رهګذر زیاته کړه، د ایران له خوا طالبانو ته د سفارت سپارل به د افغانانو ستونزې نورې... Читать дальше...
د طالبانو حکومت وايي، پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو له کبله یې په عاید کې بې ساری زیاتوالی راغلی دی.
د طالبانو د مالیې وزارت وايي، د سږ کال په لومړیو یوولس میاشتو کې یې پاکستان ته د سکرو د صادراتو له درکه ۱۲ میلیارده او ۱۴۳ میلیون افغانۍ ګمرکي محصول ترلاسه کړی دی.
طالبانو تر دې مخکې ویلي و چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې یې تر ۱۰۰ میلیارد افغانۍ زیاته مالیه ټوله کړې ده.
خو ډېر خلک په تېره بیا دوکانداران وايي، په داسې حال کې چې اوس یې تر پخوا کمه سودا پلورل کېږي، طالبانو ورباندې مالیه څو برابره ډیره کړې ده. Читать дальше...
د ترکیې د عدلیې وزیر باقر بوزداغ پرون شنبه وویل، د دغه هېواد په جنوب کې د وروستۍ مرګونې زلزلې له کبله د ودانیو د نړېدو په خاطر یې لږترلږه ۱۸۴ تنه، چې اکثره یې ټیکه داران یا قراردادیان دي، د ودانیو په جوړولو کې د بې پروایۍ په تور نیولي دي.
د ولسمشر طیب اردوغان حکومت، چې له شلو کلونو راهیسې واک په لاس کې لري، له دې کبله تر فشار لاندې دی چې د ودانیو په جوړېدو کې یې د معیارونو د رعایتولو لپاره مقررات نه دي عملي کړي.
د دې ۷ اعشاریه ۷ درجې زلزلې په نتیجه کې په ترکیه کې تر ۴۴ زره ډېر کسان مړه شوي او تر ۱۷۳ زره ډېرې ودانۍ نړېدلي دي. Читать дальше...
د ډالر پر وړاندې د ایران د ملي پیسو ارزښت پرون شنبه ۳۵۰۰ تومانه نور ټیټ شو او هر ډالر په ۵۷ زره ۵۰۰ تومانه تبادله شو.
د ډالر او نورو اسعارو پر وړاندې د ایران د ملي پیسو ارزښت پر له پسې ټیټېږي او نن یکشنبه هم ۵۰۰ تومانه یا ۵۰ زره ریاله ټیټ شوی دی.
د ازادي راډیو د ایرانۍ څانګې، راډیو فردا له راپور سره سم، نن هر ډالر د ایران د اسعارو په بازارونو کې په ۵۸ زره او ۵۰۰ تومانه تباله کېږي.
د روان لمریز کال له پیله تراوسه پورې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د ایران ملي پیسې ۱۱۸ سلنه ټیټې شوې دي.
د شنبې په شپه د امریکا د سیاتل ښار د موسیقۍ او فلمونو نامتو نندارتون کې د افغانستان د ښځو ژوند نندارې ته وړاندې شو. دغه فلم د خالد حسیني د کتاب " زر ځلانده لمرونه" پر بنسټ جوړ شوی دی. د افغانستان نوموتې فلم جوړونکې، رویا سادات د دغه ننداری ډایرکټره ده.
دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه افغانستان په نړۍ کې د نجونو او ښځو لپاره له تر ټولو ګواښوونکو هېوادونو څخه یو بولي.
په کابل او ولایتونو کې یو شمېر خلک د زړو او ورستو شویو بانکنوټونو له ډېرېدو شکایت کوي.
فرید شینواری د شېرخان بندر یو سوداګر دی.
شینواري ازادي راډيو ته وویل، د زړو بانکنوټونو ډېرېدل لامل شوي، چې هره ورځ په زرګونه افغانۍ زیان وکړي.
هغه وویل: "موږ د افغانیو له سلګون او پنځوسګون زړو بانکنوټونو ډېر تنګ شوي یو. د شېرخان بندر ګمرک ته مونږ تحویلي لرو، هر ځل چې موږ صرافۍ ته ځو، په یو لکو کې لس زره زاړه بانکنوټونه راکوي. بانکي سیستم یې فلج دی، بانکي سیستم باید جوړ شي، چې موږ د بانک له لارې کار وکړو، یا نوي بانکنوټونه ووېشل شي چې زمونږ ستونزې حل شي.
د ایټالیا د کالابریا په ختیځ ساحل کې د پناه غوښتونکو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله لږترلږه ۳۳ کسان مړه شوي دي.
ایټالوي رسنیو راپور ورکړی چې په ډوبه شوې کښتۍ کې څه باندې سل تنه پناه غوښتونکي وو.
پولیسو له دې ډلې پنځوس کسان ژغورلي.
تر دې دمه د لږ تر لږه ۳۳ کسانو مړینه تایید شوې.
د ۲۷ کسانو مړي اوبو د کروتون ولایت د ستیکاتو سیمې سره د ساحل غاړې ته را ایستلي او پولیسو انتقال کړي.
د ایټالیا د بېړنیو پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ویلي چې په مړو کې څو ماشومان هم شامل دي.
د راپورونو له مخې دا پناه... Читать дальше...
د غورځنګ مشر منظور پښتین، علي وزیر او نورو مخکښو غړو د میرامشا جلسې ته په وینا کې وویل، د شمالي وزیرستان په ګډون په پښتون مېشتو سیمو کې "ناامني نه شي زغملای" او پرضد به یې "سوله ییزې مبارزې" ته دوام ورکوي.
په وروستیو کې په خوست کې زیاتو کسانو د ډرېورۍ زده کړې او لایسنس اخیستو ته مخه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په زیاتره ولایتونو کې ګڼ خلک خپل ګاډي چلوي خو لایسنس نه لري. د همدې له کبله، په هغه هېواد کې ډېری ټرافیکي پېښې د ډرېورانو بې احتیاطۍ له کبله کېږي. ویډیويي رپورټ.
د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې د ښاروالۍ رياست په مالي لګښت د شپې لخوا د ښار د روښانه کولو په هدف نوي څراغونه نصبول داسې مهال پیل شوي چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې ازادي راډيو په دې اړه راپور خپور کړی و.
یو شمېر ښاریان د ښاروالۍ د دې اقدام هرکلی کوي، خو وايي، په کار ده چې د دې څراغونو ساتنه وشي.
نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
په جېنوا کې د ملګرو ملتونو دفتر ویلي چې په نړۍ کې له هرو درېیو ښځو یوه هغه یې په خپل ژوند کې فزیکي او جنسي تاوتریخوالی تجربه کوي او دا تاوتریخوالی تر ډېره د هغې د مېړه له لوري کېږي.
زموږ همکار مرسلین ارسلا په افغاني ټولنه کې په کورنۍ کې د ښځو په وړاندې د فزیکي تاوتریخوالی پر بڼه د ښځو د حقونو له فعالې سپوږمۍ اکبرزۍ سره مرکه کړې او په پیل کې یی ترې پوښتلي، اوس چې په افغانستان کې د ښځو له حقونو د دفاع لپاره رسمي او قانوني میکانیزمونه نه شته نو افغان مېرمنې په کور او ټولنه کې له کوم ډول تاوتریخوالي... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو جینوا دفتر وايي، په نړۍ کې له هرو درېیو څخه یوه ښځه د فزیکي یا جنسي تاوتریخوالی سره مخ کېږي.
د ملګرو ملتونو په خبره اکثره دا تاوتریخوالی له ښځو سره د هغوی خاوند/ملګری کوي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په کې ښځې له زیاتېدونکي تاوتریخوالي سره مخ دي.
د بخښنې نړیوال سازمان په یوه رپوټ کې ویلي د طالبانو په بیا واکمنېدو پکې ښځې له تعلیم او کاره منع شوي او معترضې ښځې له زنداني کولو رانیولې د بېلابېلو تاوتریخوالیو هدف ګرځېدلي.
ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې... Читать дальше...
د پاکستان په بلوچستان کې یوې چاودنی لږ تر لږه څلور کسان وژلي او ۱۴ نور یې ژوبل کړي دي.
چاودنه نن سهار د بلوچستان د بارکهان سیمې په یوه مارکېټ کې رامنځته شوې ده.
چاودېدونکي مواد په یوه موټر سایکل کې ځای په ځای شوي وو.
د دې سیمې د روغتیايي چارو مسوول ډاکتر عبدالحکیم له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې خلکو ته د اوښتې مرګژوبلې تایید کړی.
د پولیسو مشر عبدالله خوسو ویلي، د پېښې په اړه پلټنې پیل شوي.
د برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف پېښه غندلې او د سمدستي پلټنو امر یې کړی دی. Читать дальше...
د جرمني صدراعظم اولاف شولتز نوي ډیلي ته د خپل سفر په جریان کې هڅه وکړه چې ډاډ ترلاسه کړي هند به د اوکراین په وړاندې د مسکو دویجاړونکي جګړې له امله د روسیې د منزوي کولو لپاره د لوېدیځ د هڅو ملاتړ وکړي یا لږ تر لږه د دې هڅې خنډ ونه ګرځي.
شولتز د شنبې په ورځ نوي ډیلي ته ورسېد او د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره یې وکتل.
مودي ویلي، هند غواړي د اوکراین جګړه د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې پای ته ورسوي.
د اوکراين پر خاوره د روسيې له ناموجه يرغل له يو کال څخه زيات وخت تېر شو.
دغه یرغل د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه پیل شوی.
د افغانستان د والیبال ملي ټیم نن شپه له سینګاپور سره لوبه کوي.
د افغانستان، مالېزیا، مالدیف او سینګاپور ټیمونه د څلورو هېوادونو په والیبال سیالیو کې ګډون کړی چې د مالدیف په کوربه توب روانې دي.
د افغانستان او سینګاپور سیالي نیمه پایلوبه ده.
افغانستان تر دې دمه خپلې درې لوبې ګټلي او په وروستۍ لوبه کې یې شنبه ماښام کوربه مالدیف لوبډله درې-صفر ماته کړې.
افغان ټیم تر دې دمه د جدول سر کې دی.
د مالدیف د والیبال ملي ټیم ته درې د صفر په وړاندې ماته ورکړه.
د بلوچستان نیشنل ګوند مېنګل ډلې د مرکزي کمېټۍ غړي غلام نبي مري مشال راډیو ته وویل چې که ماهل بلوڅه په کوم غير قانوني کار کې ککړه وي نو پولیس دې یې له ثبوتونو سره عدالت ته وړاندې کړي.
په جېنوا کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي، له نجونو او ښځو سره تاوتریخوالی د بشري حقونو نقض دی او ویجاړونکې پایلې لري.
په جېنوا کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي، په نړۍ کې له هرو درېیو ښځو یوه یې کورنی فزیکي تاوتریخوالی تجربه کوي.
دې ادارې نن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، له ښځو سره دا تاوتریخوالی عمداً د دوی د ژوند د ملګري لهخوا کېږي.
د ملګرو ملتونو سازمان له نجونو او ښځو سره تاوتریخوالی د بشري حقونو نقض بولي او خبرداری ورکوي چې ویجاوړنکې پایلي لري او کېدای شي نتیجه یې مرګ وي.
له نجونو او ښځو سره د تاوتریخوالي... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Развод на договорных матчах: схемы, риски и пути предотвращения
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Шнайдер вышла в третий круг турнира WTA-1000 в Риме, победив Самсонову в российском дерби
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Озоновые Дыры: Вызов современности, Взгляд Романа Терещенко
Путин в России и мире
Москва
Слова Путина сказанные на Параде Победы в Москве вызвали негодование у Британии
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Бато Багдаев
Бурятский театр «Ульгэр» этнокультурные новости: Россия, дети, нацпроект Культура, колаборация
Москва
Более 9 га земли для программы реновации выделила Москва в I квартале 2024 года
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net