د دوشنبې تر ورځې پورې په ترکیه کې لږ تر لږه ۳۱۶۴۳ کسان مړه شوي او دا د ۱۹۳۹ کال راهیسې په ترکیه کې تر ټولو خونړۍ زلزله بلل شوې ده.
په سوریه کې د تېرې دوشنبې د ورځې د زلزلې له امله ۴۶۱۴ کسان مړه شوي دي.
احصایې ښیې چې شاوخوا اتیا زره کسان په روغتونونو کې بستر شوي او تر یو ملیون ډېر خلک په موقتي سرپناه کې اوسيږي.
له زلزلې چې يوه اوونۍ تېريږي، پرون هم په ځينو سيمو کې له ويجاړيو يو شمېر کسان ژوندي ايستل شوي دي.
د ژغورنې ډلو نن هم د ايسارو کسانو د ژغورنې هڅو ته دوام ورکړ.
د راپورونو لهمخې د کابل په اتمه حوزه کې نن ماښام د څو چاودنو او پرلهپسې ډزو غږونه اورېدل شوي.
په خواله رسنیو د دې پېښو په تړاو ځینو خلکو لیکلي او ویډیوګانې یې هم خپرې کړي.
طالبانو لا په دې تړاو رسماً څه نهدي ویلي خو په ځینو خبري ګروپونو کې راغلي چې، د طالبانو ځواکونه د کابل د اتمې حوزې اړوند د داعش پر یوه پټنځای برید کړی دی.
د پوځي چارو یو شمېر کتونکي وایي، په ازبکستان او تاجکستان کې د افغانستان د پخواني پوځ هليکوپټرې د امریکا ملکیت دی او هر لوري ته ورکول یې باید د امریکا په خوښه و اوسي.
د دفاع وزارت پخوانی ویاند جنرال محمد رادمنش وایي، د جمهوریت له سقوط سره سم د دوی شاوخوا شپېته هليکوپټرې ازبکستان او تاجکستان ته والوځول شوې چې هملته پاتې دي.
ښاغلی رادمنش وایي، اټکل نهشي کولای چې امریکا یا ازبکستان او تاجکستان دې دغه هليکوپټرې د مقاومت جبهې ته وسپاري.
نوموړی وايي: "دا چې جنرال دوستم دغسې غوښتنې مطرح کړي، دا... Читать дальше...
په روغتیا او درملنه خپرونه کې د مینېنجایټس (سرسام یا مننجیت) په اړه غږېږو. د امریکا د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکز وايي، سرسام یا مغزي ماتوونکې تبه د مغزو یا حرام مغز غلاف یا د خوندیتوب د پردې پړسوب او التهاب له وجې پېښېږي چې پکې بیکټېریايي هغه تر ټولو زیاته جدي او مرګونې ده. له دې پرته وایرس او نور جراثیم او ژوبلېدل هم دا ناروغي پېښولای شي. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.
له کرېکټ د ايون مورګن د استعفا اعلان.
د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي ایون مورګن چې د تېر کال په ورستیو کې یې له نړیوال کرېکټ استعفا اعلان کړې وه، نن(د فبرورۍ ۱۳مه) یې وویل چې له هر ډول کرېکټ سره یې خدای پاماني ده او تر دې بعد به د لوبغاړي په توګه په لوبغالو کې راڅرګند نهشي.
مورګن چې په ۲۰۱۹ کال کې د انګلستان لپاره د یو ورځنیو سیالیو لومړنی نړیوال جام هم ګټلی و ۱۶ کاله یې د کرېکټ په لوبغالو کې تېر کړل.
۳۶ کلن مورګن په ۳۷۹ ټیسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې ولوبېد چې ټولټال یې ۱۰۸۵۹ منډې وکړې. Читать дальше...
د طالبانو له مشر نه د انتقادونو په دوام، د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، د یو مفتي دنده یوازې د ممنوعیت وضع کول نهدي، باید خلکو ته لاره چاره هم وښيي.
ښاغلي حنفي دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ، په کابل کې د مرکزي پوهنتونونو استادانو ته په یو جوړ شوي دیني او علمي سیمینار کې وکړې، خو نوموړي د کوم خاص کس نوم وانهخیست.
ښاغلي حنفي وویل: "د یو مفتي دنده یوازې دا نهده، چې ووايي، هذا منعٌ منعٌ منعٌ، په داسې حال کې چې د یوې مسلې ممنوعیت بیانوي باید مسلمانانو ته یوه سمه لار... Читать дальше...
د طالبانو پر مشرتابه د نیوکو په دوام، د دوی د ریاست الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وایي، د یوه مفتي دنده یوازې منعه کول نهدي.
ښاغلي حنفي د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوه سیمینار ته وویل، مفتي باید د بندیزونو ترڅنګ تګلارې هم وړاندې کړي.
ښاغلي حنفي که څه هم د چا نوم نهدی اخیستی، خو د طالبانو د حکومت لهخوا لګول شوي ټول بندیزونه د دوی د مشر ملا هبت الله اخندزاده د فرمانونو پر اساس دي.
تر دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني هم ویلي و چې په افغانستان کې وضعیت د منلو نهدی او باید اصلاحات راشي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې سلګونو معتادینو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
بلخوا ځايي طالب مسوولين وايي، له کومه وخته چې دغه معتادینو ته د کار زمینه برابره شوې ورسره سم د ولسوالۍ په کچه د غلاو او نور جرمونو کچه راټيټه شوې او ډېری په نشه روږدو کسانو د نشې پرېښودلو هوډ هم کړی دی.
نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د افغانستان د طبي شورا لهخوا چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي د نارینهو لپاره د " EXITE EXAM " ازموینې د نېټې له اعلان وروسته، یو شمېر نجونې چې غواړي دا ازموینه ورکړي، اندېښمنې دي چې ولې د دوی لپاره د ازموینې نېټه نهده ټاکل شوې.
شکیلا حسیني چې تېر کال په کابل کې له طب پوهنځي فارغه شوې او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نهده توانېدلي د طبي شورا ازموینه ورکړي وايي، له ډېرو ستونزو سره سره یې د ازموینې لپاره چمتووالی نیولی، خو په ازموینه کې د دوی ګډون مخنیوي اندېښمنه کړې ده.
نوموړې وايي... Читать дальше...
خور بي بي چې په دې سوړ ژمي کې په یوه خېمه کې ژوند کې له سختیو کړیږي. دا مېرمن وايي، غواړي خپلې مېنې ته ستنه شي خو د کډې وړلو توان نهلري.
نور حال دې ويډیو کې:
کابل کې د درېشيو يو شمېر سوداګر وايي، د پخوا په پرتله يې بازار سوړ شوی دی.
دوی وايي، زرګونه ډالره پانګونه يې کړې ده، خو اوس دوی اړ دي چې خپلې سرمايې بهرنيو هېوادونو ته ولېږدوئ.
نور په ويډيو کې:
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، هیڅ نهښکاري چې طالبان دې په افغان نجونو او ښځو لګېدلي بندیزونه لېرې کړي، ځکه د دې سازمان په خبره، طالبان خپلې پالیسۍ د شریعت په نوم توجیه کوي.
دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي، باید پر طالبانو د دوی د کړنو د بدلولو په خاطر نړیوال فشار راوستل شي.
په دې اړه زموږ همکار د سیاسي چارو له شنونکي او د پوهنتون له پخواني استاد پوهاند محمد بشیر دودیال سره مرکه کړې.
ښاغلي دودیال په سر کې په دې اړه چې ایا رښتیا هم طالبان خپلې پالیسۍ د شريعت په نوم توجیه کوي څرګندونې کوي.... Читать дальше...
د سوات په ملم جبه کې تر واورې ورېدو وروسته یوشمېر سیلانیان هغې سیمې ته ورمات دي. سیلانیان وايي، له موسمه یې خوند اخیستی دی. موږ په ملم جبه کې له سیلانیانو سره خبرې کړې دي او دا ویډیويي رپورټ مو جوړ کړی دی.
د سوداګریزو لیګونو په دوام کې نن(د فبرورۍ ۱۳مه) د پاکستان غوره/ پی ایس ایل اتم پړاو شل اوریزې سیالۍ پیلیږي.
لومړۍ لوبه به د ملتان سلطان او لاهور قلندرز ترمنځ د کابل پر وخت ماښام ۷:۰۰ بجې د ملتان په لوبغالي کې پیل شي.
د دې سیالیو لوبډلې پېښور زلمي، کویټه ګلډیټرز، کراچي کینګز، لاهور قلندرز، اسلام اباد یونایټیډ او ملتان سلطان نومیږي.
په دې سوداګریز لیګ کې پر نوموتو کرېکټ لوبغاړو سربیره ګڼ افغان لوبغاړي هم لوبیږي چې راشدخان د لاهور، رحمن الله ګربز او فضل حق فاروقي د اسلام اباد، اظهارالحق نوید د... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت په مشرۍ د کابل ښاروالې لهخوا د ښاري ماسټر پلان تطبیق د هغو کورنیو نیوکې راپارولي دي، چې کورونه یې د عمومي واټونو په مسیر برابر شوي او تخریب شوي دي.
د کابل ښار اوسېدونکی حبیب الله وايي، چې کور يې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې کابل ښاروالۍ لهخوا تخریب شوى ، خو په بدل کې یې لږې پیسې ورکړې دي.
نوموړی وايي: "دولت دا مسؤليت لري په کومو سيمو کې چې د خلکو جايدادونه ورانوي، تاوان یې په سمه توګه بېرته ورکړي، خو له بده مرغه موږ کورونه په ډېرو پیسو جوړ کړي وو، ښاروالۍ اوس د تاوان... Читать дальше...
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په افغانستان کې د روان کړکېچ مسوولیت د طالبانو پر غاړه دی، ځکه دوی په خپلو سختدریځو کړنلارو د لوی ناورین د راتلو لپاره زمینه برابره کړې ده.
دې سازمان پرون ناوخته په خپل راپور کې لیکلي، هیڅ نهښکاري چې طالبان دې په افغان نجونو او ښځو لګېدلي بندیزونه لېرې کړي، ځکه د دې سازمان په باور، طالبان خپلې پالیسۍ د شریعت په نوم توجیه کوي.
د بشري حقونو د څار سازمان زیاتوي، طالبان په ښکاره د ښځو په اړه داسې څرګندونې کوي چې دوی دویم جنس یا هم د نارینهو تابع معرفي کوي، په... Читать дальше...
باجوه د خپلې دندې ختمېدو پر مهال ویلي ول چې "تر ډېر غور و فکر وروسته" یې پرېکړه وکړه چې پوځ به نور په سیاست کې ګوتې نه وهي. تر دې مخکې هم د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیا بیا په سیاسي چارو کې د لاسوهنې تورونه رد کړي دي.
د خوراکي توکو د بيو د لوړوالي ترڅنګ د بېوزلۍ او بېکارۍ زياتوالي خلک اړ کړي چې، پور وکړي او خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
د ٢٥ کلن فيروز، پلار چې لس کاله مخکې مړ شوی نوموړی اوس د کابل ښار د باغ بالا په سیمه کې له خپلې مور سره په يوه کرايي کور کې ژوند کوي.
فيروز وايي، وزګاره دی، اقتصادي ستونزې لري، ان د لومړنيو خوراکي توکو د اخيستو توانهم نهلري او اړ دى، چې په پور یې واخلي.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "ما پخوا د سیخ ګول په یوه خصوصي شرکت کې کار کاوه، د جمهوري نظام له سقوط وروسته مې دنده له... Читать дальше...
د پاکستان په ۳۹ ولسوالیو کې نن (دوشنبه د فبرورۍ ۱۳مه) د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین پنځه ورځنی کمپاین پيل شو.
په دغه کمپاین کې به د افغانستان پولې ته نږدې سیمو، د افغان کډوالو کمپونو او په ملتان کې د پنجاب ځایي کوچیانو نږدې شپږ میلیونه ماشومانو ته کور په کور د واکسین څاڅکي ورکړل شي.
د جرمني (ډي.پي.اې) اژانس ویلي، دغه کمپاین وروسته تر دې پيل شو چې د پاکستاني چارواکو د شواهدو لهمخې په لاهور کې د ګوزڼ یوه پېښه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې له دې ویروس سره تړلې وبلل شوه.
د پاکستان د عامې... Читать дальше...
د بلوچستان په دوکۍ کې وسله والو نن (د فرورۍ پر ۱۳مه) يو پولیس افسر وژلی دی.
د دوکۍ ضلعې د پولیسو مشر سید صبور اغا د فرورۍ پر ۱۳مه مشال رېډیو ته د پېښې تصدیق وکړ او وي ويل چې پولیس د ګزمې او تالاشۍ په وخت تر برید لاندې راغلي وو.
هغه زیاته کړه چې پولیسو د ګزمې پر مهال یو مشکوک ګاډی ودرولی وو چې پکې سپرو کسانو پر پولیسو ډزې وکړې او په نتیجه کې یې اې ایس ای (اسیسټنټ سب انسپکټر) محمد سلیم په موقع ووژل شو.
صبور اغا همدا راز وویل له ابتدايي پلټنو داسې ښکاري چې وسله وال غله وو ځکه چې د تېښتې پر مهال... Читать дальше...
افغاني سرې میاشتې ټولنې د ترکیې له زلزلهځپلو سره د څلور نیم میلیونه افغانیو مرسته اعلان کړه.
د طالبانو د حکومت اړوند باختر اژانس خبر ورکړی چې، دغه اندازه پيسې نن دوشنبه د سرې میاشتې مشر مولوي مطیعالحق خالص په کابل کې د ترکیې سفیر جیهاد ارګین آی ته وسپارلې.
د طالبانو حکومت تر دې وړاندې له ترکیې او سوریې دواړو سره د زلزلهځپلو د لاسنیوي په موخه ۱۵ میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړې وه.
په ترکیه او سوریه کې د مرګونې زلزلې له کبله د مړو شمېر له ۳۳زرو څخه ختلی او د ملګرو ملتونو بشري چارواکو اټکل کړی چې مرګژوبله به دوه برابره وي. Читать дальше...
په ترکیه او سوریه کې د مرګونې زلزلې ټیک یوه اونۍ ووته، خو لا هم تر خاورو او خښتو لاندې د بندو پاتې شوو د پلټنې او ژغورنې عملیات روان دي.
رویټرز اژانس ویلي چې، په دواړو هېوادونو کې د زلزلې د قربانیانو شمېر له ۳۳زرو څخه اوښتی دی.
دې ډله کې نژدې ۳۰ زره په ترکیه او له درې نیم زرو ډېر په سوریه کې مړه شوي دي.
په غازي عین تیپ ښار کې نن یوه څلوېښت کلنه مېرمن یوه اوونۍ وروسته تر خاورو لاندې ژوندې را ایستل شوې ده او په قهرمان مرش کې هم ژغورونکو په یوه ودانۍ کې له دریو بندو پاتې شوو، مور، لور او نوي زیږیدلي ماشوم سره اړیکه ټینګه کړې ده. Читать дальше...
د پلازمېنې کابل یوشمېر اوسېدونکي وايي، په داسې وخت کې د ډېش انتنونو له پروګرامونو هم یوشمېر ټېلېوېژني چینلونه لیرې شوي دي وار له مخه انټرنېټ ښه کار نه کوي، برېښنا کمه او کورنۍ رسنۍ هم سم پروګرامونه نه لري.
هغه ليک د برتانیا، جرمني، هسپانیا، اېټالیا، فرانسې، بېلجییم، ایرلينډ او نېدرلینډز په بېلابېلو ښارونو کې پاکستانیو سفارتخانو او کونسلګریو ته استول شوی.
یوه امریکايي ورځپاڼه نیویارک ټایمز وايي، د اوکراین د بخموت په شا و خوا کې په سلګونو روسي وګړي د اوکرایني عسکرو تر څنګ په جګړه کې برخه لري.
اوکراین د تېر کال په اګست میاشت کې د ازادې روسیې د پوځي واحد ایجاد تایید کړ، چې روسي وګړي هم پهکې شامل دي.
د دې پوځي واحد ځینو غړو پر اوکراین د روسیې تر حملې مخکې په روسیه کې ژوند کاوه، خو ځینې نور یې په وروستیو کې اوکراین ته تللي دي.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net