د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ۲۷ نویو ولسوالیو د جوړېدو خبر ورکوي.
د طالبانو په کنترول کې د باختر اژانس د راپور له مخې په هغه مکتوب چې د کورنیو چارو وزارت ورلېږلی، دغه نوې ولسوالۍ په هلمند، فراه، بغلان، فاریاب، سرپل، غور، بادغیس، پکتیکا، زابل، نورستان او کندهار ولایتونو کې تاسیس شوي دي.
ویل شوې چې دغه اقدام د هغو سیمو اوسېدونکو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره شوی چې لارې یې پېچلې دي.
د خبر له مخې د ریاست الوزرا ادارې کمېسیون د دغو نویو ولسوالیو جوړېدل منظور کړي... Читать дальше...
ملګري ملتونه وایي، پر اوکراین د روسیې د تېر کال د فبرورۍ د ۲۴مې د یرغل له پیل راهیسې په دې هېواد کې له ۲۱ زره زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر ولکر ترک نن په یوه بیان کې وویل چې ۸ زره او ۶ تنه وژل شوي او ۱۳ زره او ۲۷۸ کسان ټپیان شوي دي.
هغه ویلي چې اکثره مرګ ژوبله نویو ځوانانو او ډېرو زړو ته رسېدلې او محتاطانه یې ویلي چې ښایي دا د ټولې مرګ ژوبلې یوه کوچنۍ برخه وي.
ترک زیاته کړه چې د دغې جګړې له امله شاوخوا ۱۴ میلیون وګړي له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.
د فبرورۍ ۲۱مه د مورنیو ژبو نړیواله ورځ ده. د کرښې په غاړه خپرونه کې د پښتو ژبې پر لیک لوست او اوسني حالت خبرې اورېدلای شئ. په دې خپرونه کې دا بحث هم شوی چې د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ لپاره په پاکستان کې پر سرکاري او غیر سرکاري کچ څه هلې ځلې روانې دي.
نن د فبرورۍ ۲۱ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده.
دا ورځ ملګرو ملتونو د خپل ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان یونیسکو په غوښتنه د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځ په توګه په رسمیت پېژندلې او هر کال په دې موخه چې حکومتونه، کورنۍ او ادارې د مورنۍ ژبې ارزښت ته وهڅوي نمانځل کېږي.
د نورستان ولایت دولس کلن اوسېدونکې نورالله چې د ښوونځي په شپږم ټولګي کې زده کړې کوي وايي، په نصاب کې یې داسې کتابونه نه شته چې د ده په مورنۍ ژبه لیکل شوی وي.
دی غوښتنه کوي چې واکمن نظام دې په راتلونکې کې د دوی مورنۍ ژبه د تعلیمي نصاب برخه وګرځوي. Читать дальше...
د متحدوایالتونو ولسمشر اوکراین ته له سفر وروسته په پولنډ کې دی او په پام کې ده چې د ناټو له متحدانو سره سلامشورې وکړي.
ولسمشر جوبایډن اوکراین ته تر ناڅاپي سفر وروسته پولنډ ته تللی.
تمه ده چې بایډن به په پولنډ کې ټینګار وکړي چې متحدایالات د اوکراین ترڅنګ ولاړ دی او ژمن دی چې د ناټو ختیځ اړخ به پیاوړی کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د فبروري ۲۴مه، پر اوکراین د روسیې د یرغل کلیزه رانږدې کېږي.
بایډن اوکراین ته تر ناڅاپي سفر وروسته بېګا ناوخته وارسا ته ورسېد.
هغه د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي... Читать дальше...
د پاک افغان سوداګرۍ خونه وايي، له پاکستان سره د تورخم دروازې د تړلو له امله دواړو لوریو ته په بېلابېلو سوداګریزو توکو بار سلګونه باروړونکې موټرې ولاړې دي او که دا لاره تړلې پاتې شي نو سوداګرو ته به زیات مالي زیانونه واوړي.
د ډیورنډ په کرښه د تورخم دروازه د خلکو د تګ راتګ او پاکستان او هندوستان سره د افغانستان د سوداګرۍ مهمه لاره ده چې تړل کېدل یې پر خلکو سربېره سوداګرو ته هم زیان اړوي.
د پاک افغان سوداګرۍ خونه وايي، له وړمې شپې راهیسې دواړو لوریو ته په بېلابېلو سوداګریزو توکو بار سلګونه باروړونکي موټر بند پاتې دي. Читать дальше...
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، کره شواهد ښيي چې د تېر کال د اپرېل په اتمه د اوکراین په ختیځ کې د کراماتورسک د اورګاډي پر سټېشن راکټي حمله د روسیې له قلمرو څخه شوې وه.
هیومن رایټس واچ چې مرکز یې په نیویارک کې دی وايي، د بالستیک توغندي دا برید چې له جګړې د تېښتې په حال کې ۵۸ ملکي وګړي یې وژلي او له سلو زیات نور یې ټپیان کړي، په ښکاره د یوه جنګي جنایت نښه ده.
د بشري حقونو دې مدافع ډلې چې له یوې بلې تحقیقاتي ډلې سره خپل ګډ راپور یې نن خپور کړ وايي هغه توغندی چې د اورګاډي سټېشن یې په نښه کړ له ممنوع... Читать дальше...
پر ډیورنډ کرښه د تورخم مهمه دروازه نن د درېیمې ورځې لپاره هم بنده ده او هلته زرګونه مسافر او په سوداګریزو مالونو بار موټر بند پاتې دي.
د طالبانو چارواکو د تورخم دروازه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مسافرو او مالونو د تګ راتګ اساسي لاره ده د یکشنبې په ورځ بنده کړه.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر ضیاالحق سرحدي ویلي چې، په سوداګریزو مالونو بار تر شپږ زرو پورې لارۍ د تورخم دروازې په دواړه خواوږو کې ولاړې دي چې چارواکي به په دې اړه یوې موافقې ته ورسېږي.
د پاکستان د بلوچستان ایالت امنیتي چارواکي وايي په مستونګ ولسوالۍ کې نن د پولیسو پر یوه پوسته په وسله واله نښته کې دوه پولیسان ووژل شول.
د بلوچستان یوه سیمه ییز چارواکي برکت بلوچ ویلي چې برید کوونکي له سیمې تښتېدلي خو د موندلو لپاره یې د پلټنې عملیات روان دي.
د دې برید پړه کومې ډلې نه ده منلې خو په پاکستان کې په دې ډول پخوانیو حملو بلوڅ بېلتونپال او تندلارې تروریستان پړه پېژندل شوي دي.
د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د والیبال سیالیو لپاره مالدیپ هېواد ته رسېدلې ده.
د والیبال فدراسیون د سې شنبې په ورځ د فبرورۍ ۲۱مه په خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې ملي لوبډله به په مالدیپ کې د څلورو هېوادونوترمنځ په را روانو سیالیو کې برخه واخلي.
دغه سیالۍ چې د روانې میاشتې په ۲۳مه نېټه پیلیږي د همدې میاشتې تر ۲۷مې نیټې پورې به د مالدیپ په مالي ښار کې ترسره شي.
په دې لوبو کې د افغانستان ترڅنګ، مالدیپ، سېنګاپور او د مالیزیا هېوادونه هم برخه لري.
د مالدیپ هېواد د والیبال فدراسیون په خپلې فېسبوک... Читать дальше...
د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې نن یوه چاودنه وشوه چې د طالبانو د چارواکو په وینا چاته په کې زیان نه دی اوښتی.
کورنیو رسنیو د کابل د امنیه قوماندانۍ د ویاند خالد ځدراڼ په حواله خبر ورکړی چې پېښه د ولسي وګړو پر یوه موټر د یوه مقناطیسي بم د چاودنې له کبله شوې.
د ځدراڼ په وینا په چاودنه کې هېڅوک نه دي زیانمن شوي.
د کابل ښار وروستیو نا امنیو خلک هم اندېښمن کړي دي.
د دې دروازې تړل کېدو له کبله له پيښوره تورخمه ته پر غځېدلې لاره افغانستان ته مالونه وړونکي په سلګونه ټرکونه ولاړ دي.
د طالبانو حکومت تر واک لاندې کابل ښاروالۍ په دغه ښار کې د نیالګیو کېنولو د کمپاین د پیل خبر ورکوي.
محمد تقي د کابل ښار اوسېدونکی دی.
هغه وايي، په تېرو کلونو کې چې کوم نیالګي په کابل ښار کې کېنول شوي نو سمه ساتنه ترې نه ده شوې.
نوموړی د طالبانو له حکومته غواړي چې د نیالګیو کېنولو، له هغو د ساتنې او اوبو ورکولو لپاره یو منظم پروګرام رامنځته کړي.
محمد تقي وویل: "د دولت دنده دا ده چې د نیالګیو کېنولو لپاره سیستم رامنځته کړي، د اوبو ورکولو سیستم یې جوړ کړي. بل دا چې د نیالګیو د کېنولو لپاره مناسبې... Читать дальше...
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مني چې په تهران کې یې د افغانستان د سفارت مسوولیت د همدې سفارت یو بل ډیپلوماټ ته سپاري.
خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني رسنیو ته ویلي، د یوه ډيپلوماټ د ماموریت پای او د سفارتي چارو مسوولیت د سفارت یو بل کس ته سپارل، د دې سفارت په حقوقي وضعیت کې د بدلون په معنا نهدی.
که څه هم کنعاني ښکاره و نه ویل چې د حقوقي وضعیت بدلون یعنې څه، خو ښکاري چې اشاره یې د طالبانو د اوسني حکومت رسمیت پېژندنې ته ده چې ګنې دوی یې په رسمیت یې نه پېژني.
د ایران د بهرنیو چارو... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما پر افغانستان له واکمنو طالبانو وغوښتل چې د ژوند، معیشت او راتلونکې د خوندي کولو لپاره اوس اقدام وکړي.
یوناما نن په یوه ټویټ کې وویل چې په یوه میاشت کې به په افغانستان کې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نوي تعلیمي کال لپاره پرانیستل شي، خو نه د میلیونونو ښځو او نجونو پرمخ.
یوناما دا له بشري حقونو څخه سرغړونه او د ځان زیانمولو یو لوی عمل بللی دی.
د طالبانو حکومت چې واک ته له رسېدو وروسته یې له شپږم ټولکي پورته ښوونځي د نجونو او د پوهنتونونو... Читать дальше...
د کوهلو ضلعې اوسېدونکي خان محمد تور پورې کړی چې دا کسان له تېرو څو کلونو راهیسې د صوبايي وزیر سردار عبدالرحمان کهتران په شخصي زندان کې بند ول.
د کندهار اوسېدونکي وايي، غږیزې ککړتیا په تکلیف کړي دي.
د دغه لوی ښار اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې په ښار کې د وسایطو ترڅنګ د دوکانونو مخې ته د چالانو جنراتورونو او هغو پلورونکو شمېر ډېر شوی چې په لاوډسپیکرونو کې د ثبت شوو غږونو له لارې پېرودونکي جلبوي.
نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د افغانستان کرېکټ یو شمېر ملي لوبغاړي د عربي متحده اماراتو د شلو اورونو لوبلړۍ تر ګټلو وروسته پاکستان ته رسېدلي دي.
دغه لوبغاړي به د پي ایس ایل په روانو سیالیو کې بېلا بېلو لوبډلو ته ولوبیږي.
په دې لوبغاړو کې لوبډلمشر راشدخان د لاهور قلندرز، مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی د پېښور زلمو او رحمن الله ګربز او فضل حق فاروقي د اسلام اباد یونایټیډ په لوبډلو کې شامل دي.
دوه نور افغان لوبغاړي قیس احمد او اظهارالحق نوید له وړاندې یاد لیګ ته ورغلي چې د کویټې او ملتان په لوبډلو کې لوبه کوي.
همدارنګه... Читать дальше...
د پسرلي په راتلو سره د افغانستان په ډېری سيمو کې د چاپيريال او کورونو د ننه ښکلا لپاره خلک مېوه لرونکي نيالګي او ډول ډول ګلان اخلي.
خو په هلمند کې د تازه ګلانو او نیالګیو کاروباريان وايي، سږ کال یې پېردونکي کم دي.
له دې ډلې شیراغا ازادي راډيو ته وویل: "اوس فعلاً خو تر يو ګل ګلاب تېره بل شی داسې خاص نه وړي څوک. ليمو، نارج او يکلتوس درختې شته. نشته سږ کال هيڅ عايد نشته، د خلکو اقتصاد ډېر کمزوری دی. وړي يې نه او بل نیالګي او ګلان هم يخ وهلي دي."
دا چې ولې په هلمند کې د ګلانو او نیالګیو اخیستل کم شوي، هلمندیان یې لامل اقتصادي ستونزې ګڼي. Читать дальше...
دا مظاهره د بلوڅ يکجهتي کميټۍ په نوم د بلوڅانو د حقونو یوې غیر سرکاري ادارې لخوا راجوړه شوې وه چې پکې ګڼ شمېر د لادرکو بلوڅانو خپلوانو او مدنې فعالانو هم ګډون وکړ.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۲۰مه نېټه د امريکا يو شخصي ټلیوېژن سي اېن بي سي سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي.
سندرغاړې ښاپېرۍ نغمه په افغانستان د طالبانو لهخوا پر افغان نجونو او ښځو د محدودیتونو د لرې کولو په تړاو له یوې نوې سندرې سره.
ښاپېرۍ نغمه وايي، د افغان نجونو د حقونو په ننګه به خپل غږ وچتوي، که د شعر له لارې وي، د سندرې له لارې او یا بلې هر ډول مبارزې له لارې.
نوموړې وايي: "دا موضوع موږ ډېر ځوروي چې زموږ د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلی شوې دي، نو زه هم دوی سره همغږې یمه، دا خپل اواز به ورته وچتوو، هغه که د شعر له لارې وي، که د سندرې له لارې وي، که د هر قسم مبارزې له لارې وي."... Читать дальше...
محمد عارف علوي دا اقدام د فبرورۍ پر ۲۰مه تر هغې یوه ورځ وروسته کړی دی چې انتخاباتي کمېشن ورته په لیک کې ویلي ول چې په پنجاب کې د انتخاباتو معامله په عدالت کې ده نو ځکه یې په اړه د پرېکړې واک نه لري.
نصیب الله مري وویل چې په لومړي پړاو کې به هغه سکولونه د صوبې په هغو ضلعو کې نه جوړېږي چې د بلوچستان رېزېډېنشل کالج (بي ار سي) په نوم تعلیمي ادارې پکې موجودې دي.
د فبرورۍ ۲۱مه هر کال د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. کله چې د پاکستان تر خپلواکۍ يو کال وروسته په ۱۹۴۸ز کال کې حکومت اردو د هغه هېواد د يوازينۍ ملي ژبې په توګه اعلان کړه نو د هغه وخت په ختيز پاکستان يا اوسني بنګلادېش کې ولس د دې ګام مخالفت وکړ او غوښتنه يې وکړه چې هلته زياته ويونکې ژبه بنګالي دې هم ملي ژبه وګرځول شي. وروسته د ۱۹۵۲ز کال د فېبرورۍ پر ۲۱مه نېټه چې کله د ډاکا پوهنتون زده کوونکو مظاهره کوله نو پوليسو ډزې ورباندې وکړې چې پکې پينځه زده کوونکي ووژل شول او لسګونه ژوبل شول. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net