د ترکیې مرګونې زلزله؛ د ودانیو جوړولو کې د بې پروايۍ له کبله ۱۸۴ کسان نیول شوي
د ترکیې د عدلیې وزیر باقر بوزداغ پرون شنبه وویل، د دغه هېواد په جنوب کې د وروستۍ مرګونې زلزلې له کبله د ودانیو د نړېدو په خاطر یې لږترلږه ۱۸۴ تنه، چې اکثره یې ټیکه داران یا قراردادیان دي، د ودانیو په جوړولو کې د بې پروایۍ په تور نیولي دي.
د ولسمشر طیب اردوغان حکومت، چې له شلو کلونو راهیسې واک په لاس کې لري، له دې کبله تر فشار لاندې دی چې د ودانیو په جوړېدو کې یې د معیارونو د رعایتولو لپاره مقررات نه دي عملي کړي.
د دې ۷ اعشاریه ۷ درجې زلزلې په نتیجه کې په ترکیه کې تر ۴۴ زره ډېر کسان مړه شوي او تر ۱۷۳ زره ډېرې ودانۍ نړېدلي دي.
د ترکیې د عدلیې وزیر وايي، تراوسه پورې د ودانیو د نړېدو په تړاو څه باندې ۶۰۰ تنو ته دوسیې جوړې شوي چې د هغو په منځ کې ۱۸۴ تنه نیول شوي دي.