د پاکستان د نورو برخو په څېر په خیبر کې هم انتخاباتي کیمپېن روان دی. د پاکستان الېکشن کمېشن وايي، د جولای پر ۲۵مه یې د قامي او صوبايي اسمبلیو انتخاباتو ته تیارۍ کړې دي. د قبایلي سیمې خیبر په لواړګي او جمرود کې د نوماندانو کیمپېنرانو خیمې لګولې دي او له خلکو څخه د خپلو امېدوارانو ملاتړ غواړي. د سیمې ولس وايي، هغه نوماند به قامي اسمبلۍ ته منتخبوي چې د دوی ستونزې هوارې کړي او د خلکو د غوښتنو احساس ورسره وي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، پر دولتي ودانيو په درېيو راکټي بريدونو کې ١١ کسان ټپيان شوي دي.
د والي وياند محمد عارف نوري نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دا توغندي په داسې حال کې ويشتل شوي چې د ولايت په ودانۍ کې دننه د دفاع وزير جنرال طارق شاه بهرامي په مشرۍ امنيتي غونډه روانه وه.
ښاغلى نوري وايي، په ټپيانو کې ٢ سرتېري او ٩ ملکيان شامل دي.
يو راکټ د ولايت، بل د پوهنې رياست او درېيم د ښاروالۍ رياست په انګړ کې لګېدلى دى.
وسله والو طالبانو د دغو راکټي بريدونو مسؤليت منلى دى.
د هالنډ هوايي شرکت (KLM) وايي، پرېکړه يې کړې چې تهران ته به خپلې الوتنې ځنډوي.
دغه شرکت په يوه لنډه اعلاميه کې خبر ورکړى چې د مالي ليدلوري او منفي نتيجو له کبله يې د اوس لپاره دغه پرېکړه کړې ده.
دغه شرکت ويلي چې وروستۍ الوتنه به يې د سپټمبر په ٢٢مه له امسټردام څخه ايران ته وشي.
دغه شرکت چې په ٢٠١٣ میلادي کال کې يې تهران ته خپلې الوتنې بندې کړې وې، په ٢٠١٦ کال کې يې وروسته له هغې بېرته پيل کړې چې تهران او د نړۍ لويو قدرتونو اټمي موافقه لاسليک کړه.
د هغه تړون له مخې، ايران خپل حساس اټمي فعالتيونه... Читать дальше...
د خوست د والي مرستيال وايي، په باک ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د یوې کورنۍ پنځه کسان وژل شوي دي.
عبدالواحد پټان چې د يوه دولتي هيئت په مشرۍ د باک ولسوالۍ په پهلوانخېلو کلي کې د پېښې ځاى ته ورغلى و، نن یکشنبه ازادي راډيو ته وويل:
"پنځه کسان چې يو په کې د دارالمعلمين محصل، يو ډرېور، دوه ملا صاحبان وو او يو عادي وګړى و چې د يوې کورنۍ وو، وژل شوي، يو پنځه کسيز هيئت ټاکل شوى چې دا موضوع په دقيق ډول وڅېړي."
د خوست د والي مرستيال وويل، ځايي خلکو د وژل شویو جسدونه د ولسوالۍ مخې ته وړي... Читать дальше...
ازبکستان وايي، چمتو دى چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره موثر نقش ولوبوي.
د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف دا خبره نن یکشنبه له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره په سپيدار ماڼۍ کې د کتنې پر مهال وکړه.
اجرائيه رياست په يوه اعلاميه کې د ښاغلي عبدالله په حواله ويلي چې له ازبکستان سره يې د افغانستان اړيکې ستايلې دي.
د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير نن د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار محمد حنيف اتمر سره هم د افغانستان پر سوله، اقتصادي ودې او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
د ملي امنيت... Читать дальше...
د کرنې او مالدارۍ وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې د لومړي ځل لپاره په شمال زون کې د کبانو د تولید او تکثیر فارم چې په کال کې به له ۳ میلیونو د زیاتو کبانو د تولید وړتیا ولري، جوړ کړ.
د دغه وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ د ملي پروژې مسؤلين وایي چې د دې فارم د رامنځته کولو هدف په افغانستان کې د کبانو تولید او د کبانو د روزنې دودول دي.
په ورته وخت کې د بلخ د کرنې ریاست مسؤلين د دې فارم له جوړېدو سره دې ته هيله مند دي چې دا ډول پروژې به وکولای شي چې بزګر او مالداران د ځان بساینې په لور بوځي.
د... Читать дальше...
د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلين وايي چې وسله والو طالبانو د دوی د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینو مخه نیولي او اجازه نه ورکوي چې ماشومان واکسين کړي.
د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې په ارزګان ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینو د کمپاین لړۍ چې باید څو ورځې مخکې پیل شوې وای، لا تر اوسه ځکه نه ده پیل شوې چې وسله والو طالبانو يې مخه نیولې او د تطبیق اجازه نه ورکوي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس خان اغا میاخېل په دې اړه د یکشنبې په ورځ وویل چې د پولیو ضد واکسینو په دې کمپاین کې یو لک ۸۸ زره... Читать дальше...
وروسته له هغې چې نظام الدین قیصاري ونیول شو او د هغه پلویانو په شمال کې مظاهرې وکړې، د افغانستان...
خلکو د وژل شویو جسدونه د ولسوالۍ مخې ته وروړي ول او د خوست او ځاځي میدان تر منځ لاره یې تړلې وه خو د دوی په قناعت ورکولو یې مړي خاورو ته وسپارل او احتجاج یې پای ته ورساوه.
له وسله والو طالبانو سره د ایران مرستو او د افغانستان په مسایلو کې د هغه هېواد لاسوهنو، مشرانو جرګه ...
د جرمن واچ په نامه یو څېړنیز مرکز وايي، افغانستان د بېوزلۍ له وجې د هغو هېوادونو په لېست کې دی چې د اقلیمي...
د هند تر واک لاندې کشمیر کې چارواکو ګڼ سرتېري ځای پر ځای کړي خو خلکو د برهان واني تلین په مناسبت مظاهرې وکړې.
د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير د شمالي کوريا وروستي تورونه کم اهميته وګڼل.
مايک پومپئو وايي، پر دغه هېواد به بنديزونه تر هغو دوام کوي چې پيونګ يانګ د خپل رهبر کيم جونګ اون له ژمنې سره سم، له خپلو اټمي وسلو لاس نه وي اخيستى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير نن په توکيو کې د جاپان او جنوبي کوريا د بهرنيو چارو له وزيرانو سره تر خبرو وروسته وويل:
"بنديزونه به تر هغو پرځاى پاتې وي چې له اټمي وسلو د تصفيې جزئيات په بشپړ تصديق شوي نه وي، لکه څنګه چې د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون ورباندې موافقه... Читать дальше...
په شمال زون کې د افغاني غالیو د اوبدونکو د اتحادیې مسؤلين بهر ته د افغاني غالیو د قاچاق په اړه اندېښنه څرګندوي.
په شمال زون کې د افغاني غالیو د ابدونکو اتحادیې مشر عبدالستار بیکزاد ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي چې بهر ته په غیر قانوني او قاچاقي توګه د افغاني غالیو قاچاق زیات شوی او دولت هم د یادې ستونزې د حل په برخه کې کوم اقدام نه دی ترسره کړی.
دی وايي چې د ټول افغانستان ۷۵ سلنه غالۍ په دې زون کې تولیدېږي، خو غالۍ اوبدونکي د افغاني غالیو د خرڅلاو او تولید په برخه کې له مالي او تخنیکي ستونزو سره مخ دي. Читать дальше...
افغان حکومت وايي، د بروکسل په ناسته کې به د افغان ځواکونو د ملاتړ سربېره د سولې د بهیر په پیاوړتیا...
تر۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو د کرکټ سیالیو په لړ کې سپین غر، مس عینک او بند امیر، بُست لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په لومړۍ لوبه کې سپین غر لوبډلې د مجید عالم د ۷۲ او حسن صافي د ۶۳ منډو پرمټ مس عینک لوبډلې ته د ۲۴۳ منډو هدف وټاکه چې په ځواب کې د مس عینک ټوله لوبډله په ۱۱۵ منډو وسوځېده او لوبه یې د ۱۲۸ منډو په توپیر بایلوده.
په دغه لوبه کې د سپین غر لوبډلې لوبغاړی عابد چې د سیالې لوبډلې ۵ م لوبغاړي یې اوټ کړل د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
په دوهمه لوبه کې بیا بُست لوبډلې لومړی بیټنګ وکړ او خپلې سیالې... Читать дальше...
په بلخ کې د افغانستان او روسیې د سوداګرۍ ګډه خونه پرانېستل شوه.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د دغې ګډې خونې د پرانېستلو هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او په صادراتو او وارداتو کې زیاتوالی دی.
د ښاغلي پسرلي په خبره د دغې خونې په پرانېستل کېدو سره به افغان سوداګر په ډېرې اسانۍ سره وتوانېږي چې خپل اموال د روسیې مارکیټونو ته ورسوي.
د نوموړي په خبره د افغانستان او روسیې ترمنځ د دغې خونې د پرانېستې په مراسمو کې... Читать дальше...
د افغانستان شپاړلس کلنې فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال سیالیو په لړ کې تاجکستان ته ماته ورکړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه لوبه افغان لوبډلې ۱ـ ۰ په وړاندې د تاجکستان د ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې نه وګټله.
دا پهداسې حال کې ده چې افغانستان د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې له ازبکستان نه ۴ـ۱ په وړاندې ماتې ومنله.
ټاکل شوې، د افغانستان د ۱۶ کلنو فوټبال ملي لوبډله له يوې بریا او يوې ماتې وروسته خپله درېیمه لوبه د روان کال د سرطان میاشتې په ۱۸مه نېټه د دوشنبې په ورځ د قرغیزستان په وړاندې وکړي.
په پکتیکا ولایت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت لهخوا د فني او حرفوي زدهکړو شپږ میاشتنی پروګرام پيل شو.
د دغه ولایت د رسنیز دفتر لهخوا رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه پروګرام له لارې به په ۷ بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۱۵۰ تنو ته روزنه ورکړل شي.
د دغې اعلامیې له مخې د پکتیکا والي الیاس وحدت د دغه پروګرام د پرانېستې پرمهال ویلي چې فني او حرفوي زدهکړې د خلکو په ژوند او د بې کارۍ د کچې په ټيټولو کې مهم رول لري.
ښاغلي وحدت پهدې برخه کې له اړوندو مسوولینو غوښتي چې دغه پروګرام په... Читать дальше...
د حیات پرېغل پلار ارسلا خان وویل، د پاکستان لپاره یې قربانۍ ورکړې دي، خو هغه منظورې نه شوې ځکه یې زوی ورڅخه وړی دی. پولیس وايي، پرېغل یې نه دی بیولی
په تايلنډ کې د ژغورنې مامورانو د هغو ١٢ هلکانو او د هغوى د فوټبال د روزونکي د ژغورنې ماموريت پيل کړ چې له څه باندې دوو اوونيو راهيسې په يوه سمڅه کې راګير پاتې دي.
د چيانګ راى ولايت والي نارونګ-ساک اوسوتانا کورن چې د ژغورنې د روانو هڅو مشري کوي وويل:
"زه تائيدوم چې دغه ١٣ هلکان چې د هغوى روزونکى هم په کې شامل دى، له سمڅې د راوتلو لپاره له ښې روحيې برخمن دي. دغه ١٣ کسان زموږ له عملياتو خبر او له موږ سره له سمڅې راوتلو ته چمتو دي. پروا نه کوي که دوى له کومې ستونزې سره مخامخېږي. دوى خپل چمتووالى تاييد کړى او خپلوان يې هم خبر دي. Читать дальше...
ترکیې په یوه فرمان کې تر ۱۸ زره زیات ملکي مامورین ګوښه کړل.
دا کسان چې نیمايي یې پولیس دي، له هغو ډلو سره د اړيکو په شک لېرې شوي چې د ترکیې د حکومت په وینا د ملي امنیت پر ضد کار کوي.
د دې فرمان پر اساس، چې نن یکشنبه صادر شو، په ترکیه کې ۱۲ ټولنې او همدا راز ۳ ورځپاڼې او یو ټلوېزیوني چاینل بند شول.
د ترکیې حکومت دا اقدام مخکې تردې وکړ چې روانه میاشت په دغه هېواد کې دوه کلن اضطراري حالت پای ته ورسېږي.
په ترکیه کې د ۲۰۱۶ میلادي کال د جولای د کودتا له هڅې را وروسته اضطراري حالت نافذ دی.
په کندهار کې ملي اردو وايي، په خاکرېز ولسوالۍ کې یې تېره شپه د طالبانو یو لوی برید په شا تمبولی دی.
د ۲۰۵ اتل قول اردو وياند وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د خاکريز ولسوالۍ په "شاه غونډان" سيمه کې د ملي اردو د ځواکونو پر يوه مرکز ډله یيز بريد وکړ.
جګړن يحی علوي وايي، د ملي اردو ځواکونو یې په وړاندې مقاومت وکړ:
"زموږ زړور پرسونل په قهرمانۍ دښمن ته سخته ضربه ورکړې چې په نتيجه کې يې ١٠ تنه تروريستان ووژل شول او ١٥ نور ټپيان شول."
علوي همدا راز وايي چې په جګړه کې د ملي اردو ځواکونو ته زيان نه دی رسېدلی. Читать дальше...
د لوګر د ولایتي شورا مسؤلین خبرداری ورکوي چې که طالبان په دغه ولایت کې د ښوونځیو د خلاصېدو ...
د محلي ارګانونو خپلواکه اداره وايي، په فارياب ولايت کې وضعيت د عادي کېدو په حال کې دى.
د دې ادارې رئيس متين بېګ نن ازادي راډيو ته وويل، په فارياب کې مظاهرې پاى ته رسېدلي او د ښوونځيو په ګډون ټولې ادارې پرانېستل شوي دي.
نوموړی وايي:
"د ميمنې او فارياب وضعيت په ټوله کې ښه دى، له پرون شنبې راهيسې ټولې دولتي ادارې پرانېستل شوي او په عادي ډول خپلې چارې مخ ته وړي. د ښوونځيو په ګډون ټولې دولتي ادارې پرانېستي دي."
د فارياب د قيصار د سرپرست امنيه قوماندان او د پاڅونوالو په چارو کې د ولسمشر د لومړي... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net