له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز اړوندو محکمو ۱۸ کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیولي او له یوه څخه تر لسو کالو پورې په بند باندې محکوم کړي دي.
د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا ۱۸ کسان چې د بېلابېلو امنیتي ادارو له خوا د نشه يي موادو د قاچاقو په ۱۳قضیو کې نیول شوي وو، د دوسیو تر بشپړېدو وروسته د محکمې په علني غونډو کې له یوه څخه تر لسو کالو پورې په بند باندې محکوم شول.
ښاغلی مؤحد وايي چې په تېره اوونۍ کې امنيتي ادارو په ۱۱ ولايتونو... Читать дальше...
دُبی ته د چرسو د قاچاقو پر مهال یو تن ونیول شو. د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي چې پولیسو یو تن هغه مهال ونیو چې ۷۸۵ ګرامه چرس یې د لډو ګېم په تختو کې ځای پر ځای کړي او غوښتل یې د هوايي ډګر له لارې یې دُبی ته يوسي.
په دې وروستیو اوونیو کې قاچاق کوونکي ډېره هڅه کوي نشه يي مواد د هوايي ډګرونو له لارې له هېواده بهر قاچاق کړي چې تر اوسه یې په لسګونو کسان نیول شوي دي.
د بغلان ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د تریاکو پر خلاف مذهبي...
په روان ميلادي کال کې په مجموعي ډول تر درې لکه هکتاره ډېرو ځمکو کې کوکنار کرل شوي چې حکومت يوازې له پنځو ....
د روان کال په وروستیو میاشتو کې په غزني ولایت کې د نشه يي موادو لسګونه قاچاق کوونکي نیول شوي دي.
د غزني ولایت امنیه قوماندان فرید مشعل د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، دوی په تېرو شپږو میاشتو کې د نشه يي موادو ۳۱ قاچاق کوونکي نيولي او له دوی سره يې سلګونو کیلوګرامه نشه يي مواد هم نيولي چې د هېواد له جنوب څخه یې مرکز ته قاچاق کول.
ښاغلی مشعل له خلکو غواړي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.
دی زیاتوي:
"له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیریت ټولو امنیتي حوزو ته یو... Читать дальше...
په کابل ښار کې د یوه کور د تلاشۍ پر مهال لسګونه کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول شول.
د کابل امنیه قوماندان داوود امین د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې د «۱۰۱» نمبر اسمايي زون له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د نهمې ناحیې په اړونده سیمه هوتخېلو کې یو کور تلاشي او ۷۰ کیلو ګرامه تریاک یې ونیول.
نوموړی وايي:
"د هوتخېلو د بازار په سیمه کې ۷۰ کیلو ګرامه تریاک له یو تن تورن او یوه کلاشینکوف سره نیول شوي دي. موږ کولای شو چې د دې کسانو په نیولو سره لويې مافیايي ډلې ته ځانونه ورسوو."
د کابل پولیسو... Читать дальше...
د هېواد په شمال زون کې د سوداګرۍ خونې مسؤلان وايي چې د حیرتان تجارتي بندر د لارې د بندېدلو له...
د ایران نیمه دولتي خبري اژانس تسنیم نن د ایران د " ګارد سپاه پاسداران انقلاب" ځواک د ۱۰ عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د تسنیم په حواله، پر هغوی تېره شپه د عراق پولې ته نېږدې حمله شوې وه.
د عراق او ایران په ګډو سرحدي سیمو کې د کردانو وسله والې ډلې فعالې دي.
د تسنیم د رپوټ په حواله، "سپاه" په یوه بیان کې ادعا کړې چې په حمله کې زیات شمېر "ترهګر" وژل شوي او د وسلو یو ډیپو هم سوځېدلی دی.
د ایران فارس خبري اژانس ویلي چې په نښته کې د ایران سرحدي ځواکونو هم ګډون درلود.
په قزاقستان کې نن شنبه زرګونه کسانو د هغه هېواد د المپیک د اتل دنیس تین د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.
دنیس تین د فیګر سکېټ یا پر یخ د نڅا په ورزش کې د نړیوال او اسیايي المپیک مډالونه ګټلي وو.
هغه پنځه وېښت کلن و.
دنیس تین دوه ورځې مخکې د قزاقستان په الماتا ښار کې په چړو ووژل شو.
د قزاقستان ولسمشر نن وویل دنیس تین خپل هېواد ته ویاړ ګټلی و او په مرګ یې ولس خواشینی دی.
دنیس تین په ۲۰۱۱ میلادي کال کې چې اولس کلن و، د اسیا په ژمنیو سیالیو کې د سرو زرو او ژېړو مډالونه وګټل.
د هغه د جنازې... Читать дальше...
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د پخواني وزیر عبدالرزاق وحیدي د محاکمې دوهم دور نن شنبه بې نتېجې پای ته ورسېد.
د ځانګړې محکمې د قضايي پلاوي مشر محمد زمان سنګري نن رسنیو ته وویل چې محکمې ته وړاندې شوي اسناد زیاتې څېړنې ته اړتیا لري او له دې امله یې د وحیدي په برخه کې حکم ځنډولی دی.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ مخکنی وزیر عبدالرزاق وحیدي د دندې پرمهال له خپلو صلاحیتونو د ناوړه استفادې او په اداري فساد کې د لاس درلودلو په تور نیول شوی او محاکمه کېږي.
خو ښاغلي وحیدي پرځان لګېدلي تورونه بې اساسه بللي دي.
د غزني د رشیدانو ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان دوهم څارن صبغت الله او درې نور پولیس د وسله والو طالبانو په حمله کې ووژل شول.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د رشیدانو ولسوالۍ پر دولتي تاسیساتو د وسله والو طالبانو په حمله کې شپږ پولیس زخمیان شوي دي.
د نوري په وینا، په حمله کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ زخمیان دي.
تېره شپه د غزني په اندړو، جاغوریو، قره باغ اوجغتو ولسوالیو کې هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ وسله والې نښتې شوې دي. Читать дальше...
د دې اوونۍ د لوبو له میدانه ورزشي خپرونه کې مو دغو موضوعاتو او مطالبو ته ځای ورکړی دی، د اوونۍ مهم ورزشي...
په قدرتي ښکلا پسوللې د چترال اړخ ته اباده د بره دیر عشیري درې ته د خراب سړک له وجې ډېر لږ سېلانیان ورځي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د اسلام اباد هايکورټ جج جسټس شوکت عزيز صديقي دا خبرې په داسې حال کې کړي چې د نوموړي پرضد په سپريم جوډيشل کونسل کې یو ريفرنس جمع کړل شوی دی او چیف جسټس ثاقب نثار به د هغه پر ضد د عدالتي کاروايۍ مشري کوي.
په هرات ولایت کې پنځه کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول.
د هرات امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د هرات او فراه ولایتونو دوه اوسېدونکي چې له څه مودې راهيسې يې په هرات ښار کې نشه يي مواد خرڅول، د دوشنبې په ورځ له ۳۲ کیلوګرامو چرسو سره ونیول شول.
په دوو نورو پېښو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو درې نور کسان هغه مهال ونیول چې غوښتل یې نشه يي مواد د پرچون په ډول په هرات ښار او انجیل ولسوالۍ کې خرڅ کړي، دغه ډول له دوی سره په مجموع کې ۳۲ کیلو ګرامه چرس او هیروئين هم نیول شوي دي.
د باجوړ عنایت کلي ځوانان له تېرو شاوخوا درېیو کالو راهیسې په خپل خرڅ او انتظام د کرکټ اکاډمۍ چلوي خو په دې لږه موده کې يې د پاکستان قامي لوبډلې ته درې لوبغاړي ورکړي چې پکې یو لوبغاړی په نړیواله کچ هم د پاکستان استازیتوب کوي خو د دوی په وينا د حکومتي چارواکو لخوا تر اوسه دوی ته هيڅ پاملرنه نه ده شوي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، روانه اوونۍ به د افغان سولې په اړه د افغانستان، سعودي عربستان...
افغانستان د کوریا د تکواندو د ازادو سیالیو په لومړۍ ورځ وتوانېد چې د برونزو يو مډال وګټي.
د هېواد د تکواندو ملي لوبډلې روزونکی بشیر ترکي چې اوسمهال په کوریا کې دی، ازادي راډيو ته وویل چې په دغو سیالیو کې تر دې مهاله دوو افغان لوبغاړو محسن رضايي او احمد بخشي د خپلو سیالانو په وړاندې لوبې کړي او محسن رضايي په درېیو بریاوو او يوې ماتې سره وتوانېد چې د برونزو مډال د افغانستان په نوم کړي.
د ښاغلي ترکي د معلوماتو له مخې، احمد بخشي په دغو سیالیو کې خپل دوه کوریايي سیالان مات کړل، خو له اندونیزيايي سیاله... Читать дальше...
د غازي امان الله خان يو ورځينو کرکټ سیالیو په لړ کې سپین غر لوبډلې بند امیر ته په ۴ وایکټو ماته ورکړه.
په دغه لوبه کې بند امیر لوبډلې لومړی بيټنګ وکړ او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۷ وایکټو زیان سره سپین غر لوبډلې ته د ۲۶۷ منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې یې سپین غر لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په وروستي اوور کې د ۶ وایکټو په زیان سره پوره او لوبه یې د ۴ وایکټو په توپیر وګټله.
طاهر خان چې په سختو شرایطو کې یې د سپين غر لوبډلې لپاره ۴۹ ناسوځېدلې منډې جوړې او په توپ اچونه کې یې هم يو لوبغاړی اوټ کړی و، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. Читать дальше...
د افغانستان ولسي جرګې د کندز د چهاردرې ولسوالۍ پېښه وغندله او ګواښ یې وکړ چې د دا ډول پېښو تکرار افغانانوته د منلو وړ نه ده...
په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې کېږي.
د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس، محمد اکرم خپلواک نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان، سعودي عربستان، د متحدو ایالاتو او متحده عربي اماراتو استازي به د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکرو پر څرنګوالي بحث وکړي.
خپلواک ویلي چې دا څلور اړخیزه غونډه روانه اوونۍ، په ریاض کې کېږي.
د غونډې دقیقه نېټه یا وخت یې نه دی ښوول شوی.
طالبان په دې اړه خبرې نه دې کړې.
خاصه دار وایي د پېښور پولیسو دا ګام غېرقانوني وو ځکه چې په خېبر کې اوس هم پخوانۍ انتظامیه کار کوي او پولیس د مداخلت حق نه لري.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه، سوداګر او پانګوال وايي، له کومې ورځې راهیسې چې په ځینو شمالي ...
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي، د جنګ د خاتمې او د سولې د خبرو د پیلولو لپاره د کړکېچ د نړیوالې ډلې وړاندیز پر ځای غوښتنه ده...
د روسیې په ناکراره سیمه داغستان کې دوه پولیس ووژل شول.
د داغستان جمهوریت د پولیسو یوه ویاند پرون وویل چې پر پولیسو د ګزمې په وخت کې وسله واله حمله شوې وه.
د داغستان خلک اکثر مسلمانان دي او له چیچنیا سره ګډه پوله لري.
د روسیې دې جمهوریت له ۱۹۹۱ میلادي کال راهیسې چې شوروي اتحاد ړنګ شو، د بېلتون غوښتونکو پر ضد مبارزه پېل کړې او پر امنیتي ځواکونو يې تل خونړۍ وسله والې حملې کېږي.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net