Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2018

Новости за 07.07.2018

چارواکي: طالبانو په سرپل کې دوه ښځې او یو سړی په ډزو وژلي

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په سرپل ولایت کې دوه ښځې او یو سړی په ډزو وژلي دي. د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، وسله وال طالبان تېره شپه د سنچارک ولسوالۍ په تی بر کلي کې یو کور ته ننوتي، هلته یې دوه ښځې او یو سړی په ډزو وژلي او یوه بله ښځه یې ټپي کړې ده. خپله وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پامپیو: له شمالي کوریا سره یې بحثونه په ښه باور ترسره شول

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، په پیونګ یانګ کې د شمالي کوریا د اټمي بې وسلې کولو د مهالوېش پر سر دوه ورځنۍ خبرې ګټورې وې. پامپیو وايي، د شمالي کوریا له لوړپوړي چارواکي کیم یونګ چونګ سره یې بحثونه په ښه باور ترسره شول او په ځینو برخو کې په کې ښه پرمختګ وشو. مایک پامپیو توکیو ته پر لاره خبریالانو ته وویل: "زه فکر کوم چې موږ د خپلو بحثونو په ټولو اړخونو کې پرمختګ وکړ." خو پامپیو ټینګار وکړ چې په نورو برخو کې لا هم کار ته اړتیا ده چې د نوموړي په وینا، په مشخصو... Читать дальше...

د سوات د ښاپیرو ډنډ ښکلا ساری نه لري

Mashaalradio.com 

د خېبر پښتونخوا د سوات په ښکلو ډنډونو کې د ښاپیرو ډنډ هم په قدرتي ښایست کې ساری نه لري خو د خراب سړک له وجې ورته ډېر کم سېلانيان ورځي. په دې اړه د نياز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.



د قیصاري پلویانو د اقیني بندر لویه لار د سوداګریزو توکو پر مخ وتړله

Pa.azadiradio.com 

دغه لویه لار د افغانستان شمالي ولایتونه له منځني اسیا سره نښلوي. نظام الدین قیصاري تېره اونۍ وروسته له هغې ونیول شو چې په یوه امنیتي جلسه کې یې د ادعاو له مخې څو تنه په مرګ و ګواښل. ویډیو: عالم رحمانیار ایډیټ: ابراهیم صافی

د مسلم لیګ نواز غړو په کوټه کې مظاهره کړې

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پرېس کلب مخې ته د مسلم لیک (ن) ډلې له خوا یوه احتجاجي مظاهره وشوه.مظاه چیان وايي، د یو پلان له مخې د مسلم لیګ (ن) ګوند د ختمولو هڅې روانې دي.په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.



خېبر پښتونخوا کې د راتلونکو ټاکنو لپاره د ښځو کمپاین

Mashaalradio.com 

د خېبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د راتلونکي ټاکنو لپاره د نارینو په ګډون ښځو هم خپلو سیاسي ګوندونو لپاره کور په کور د وټونو کمپاین پیل کړی دی. دا چې د دوی په مخکې ننګونې څه دي نور په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

په کوټه کې د پښتون اباد سکول زده کوونکیو مظاهره

Mashaalradio.com 

د کوټې د پښتون اباد د انجونو های سکول زده کونکو او د هغوي پلرونو یوه احتجاجي مظاهره کړې او غوښتنه کوي چې په سکول کې د بجلۍ ټرانسفارمر ماشومانو ته خطر دی هغه دې لري کړل شي. په دې اړه دا ویډیو وګورئ.

د کندز پولیسو۱۶۵لېټره تېزاب او یوه اندازه نشه یي مواد نیولي

Pa.azadiradio.com 

د کندز پولیسو لسګونه لېټره تېزاب او یوه اندازه نشه یي مواد ونيول. د کندز امنیه قوماندان عبدالباقي نورستاني د پنجشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې پولیسو د پنجشنبې په ورځ د کندز - خان آباد پر لویه لاره د عملیاتو پر مهال، په دوو موټرو کې ۱۶۵ لېټره تېزاب او څلور کېلو ګرامه تاریاک ونیول: "دا تېزاب چې د هیروئینو په جوړولو کې کارول کېږي، پولیسو ونيول او د قاچاقو په تور یې څلور تنه هم نیول شوي چې اوس تحقيق ځنې کېږي او وروسته به يې دوسيه څارنوالۍ ته وسپارل شي." د یادونې وړه ده چې په تېرو څو اوونیو... Читать дальше...

د هرات په هوايي ډګر کې د هېروئینو د قاچاق په تور یو تن نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

یو تن چې غوښتل یې په خپله خېټه کې ځای پر ځای کړي نشه يي مواد هند ته قاچاق کړي، د هرات په هوايي ډګر کې ونيول شو. تورن کس وايي چې دا نشه يي مواد یې د پیسو په مقابل کې هند ته قاچاق کول. دی زیاتوي چې له هرات څخه هندوستان ته د هر کېلو ګرام هيروينو په بدل کې قاچاق کوونکو درې زره امریکايي ډالر ورکول. د هرات ولایت د سرحدي ځواکونو قوماندان ناصر نېکنام ازادي راډیو ته وویل: "له یو تن څخه د هیرویینو ۶۲ کپسولونه تر لاسه شوي چې د خولې له لارې يې تېر کړي او ۶۰۰ ګرامه وزن یې درلود، دا تورن کس تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوی دی.

په زابل کې ماین چاودنې درې ملکیان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار – زابل پر لویه لاره ماین چاودنې درې ملکي وګړي وژلي. د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، تېره شپه ۱۱ بجې د کندهار- زابل پر لویه لاره د جلدک په سيمه کې د ملکي وګړو سراچه موټر پر ماین وربرابر شوی او درې ملکي وګړي پکې وژل شوي. هغه وايي، ماین د طالب وسله والو له لورې ځای پر ځای شوی و، خو خپله طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. --

اسفندیار ولي: د نواز شریف ضد پرېکړې وخت سم نه دی

Mashaalradio.com 

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان په چارسده کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، د عدالت لخوا د نواز شریف او د هغه د کورنۍ پرضد پریکړې په اړه څه اعتراض نه لري خو دا پریکړه په لږ وخت کې وشوه نو پر هغې اعتراض دی. نوموړي وویل، دغه پریکړه به پر راتلونکو ټاکنو بد اغیز وکړي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه يي موادو د قاچاق په تور۲۹تنه نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په ۲۴ بېلابېلو عملیاتو کې ۳۴۹ کېلو ګرامه بېلابېل نشه يي مواد نیولي دي. دا عملیات په کابل، هرات، هلمند، ننګرهار، تخار، بادغیس، فراه، لغمان، کندهار او بدخشان ولایتونو کې ترسره شوي چې په ترڅ کې یې ۲۹ کسان نیول شوي او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي. د یادونې وړ ده چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې ۸۴ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه هم پاکه کړې ده.


Музыкальные новости




Персональные новости




پولسو په لښکرګاه کې د الکهولي مشروباتو کارخانه ویجاړه کړې

Pa.azadiradio.com 

د هلمند ولایت پولیسو په لښکرګاه ښار کې د الکهولي مشروباتو یوه کارخانه ویجاړه کړه. د هلمند ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر محمدولي غوثي رسنیو ته وویل چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د لښکرګاه ښار د نهمې حوزې په اړونده سیمه کې د الکهولي مشروباتو یوه کارخانه له منځه يووړه. د دې عملیاتو په ترڅ کې پولیسو د الکهولي مشروباتو د تولید په تور یو تن له ۱۴۲ لېټره شرابو سره نیولی دی.

کرکټ بورډ نن په کابل کې له تېزو بالرانو نه ازموینه اخلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ نن په کابل کې له تېزو بالرانو ازموینه اخلي. د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسوول فريد هوتک ازادي راډيو ته وويل چې دغې ازموینې ته د ګډون په هدف په لسګونو ځوانان راغلي دي. نوموړي وویل چې له دغې ازموینې نه به ښه فسټ بالران یا تېز توپ اچونکي غوره او د کرکټ بورډ له خوا ورته بېلابېل روزنیز پروګرامونه جوړ شي. د افغانستان کرکټ بورډ تر دې وړاندې دغه پروګرام په یوشمېر نورو زونونو کې هم پلي کړی دی.

په پنجشیر ولایت کې د کرنیزو توکو نندارتون جوړ شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت لخوا په پنجشیر ولایت کې د کرنیزو توکو نندارتون جوړ شو. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغه نندارتون کې بېلابېل کرنیز محصولات او تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي. نوموړي وویل چې د دغه نندارتون له جوړېدو هدف دا دی چې کرنیزو محصولاتو او تولیداتو ته مارکېټ پیدا شي. دغه محصولات په پنځوسو غورفو کې د افغانستان د کرنې وزارت او خصوصي سکټور له خو نندارې ته اېښودل شوي دي.

د تخار بزګران د خپلو کرنیزو محصولاتو لپاره بازار غواړي

Pa.azadiradio.com 

د تخار یوشمېر بزګران شکایت لري چې د خپلو کرنیزو توکو د خرڅلاو لپاره مناسب بازار نه لري. د دغو بزګرانو په وینا، د مناسب بازار نه شتون دوی له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي. دوی له دولت نه غواړي چې ورته د مناسب مارکېټ ترڅنګ معیاري سړې خونې جوړې کړي ترڅو کرنیز توکي یې خراب نه شي. د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور د دغه خبر په تائید سره وايي، دوی د بزګرانو ستونزې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي او ډېر ژر به ورته رسیدنه وشي. تخار د افغانستان په شمال ختیځ کې هغه کرنیز ولایت دی چې د ځنیو احصایو... Читать дальше...

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net