د فوټبال نړیوال جام: پولنډ په یوه ګول جاپان ته ماته ورکړه
په روسیه کې د ۲۰۱۸ میلادي کال د فوټبال د نړیوال جام مسابقې روانې دي. پهدې لړ کې پرون پنجشنبه د پولنډ د فوټبال لوبډلې په یوه ګول جاپان ته د صفر په مقابل کې ماته ورکړه. کلمبیا هم یو ګول ووهل او سنګال ته یې په صفر ماته ورکړه. د انګلستان او بلجیم لوبډلې پرون په [ G] ګروپ کې سره مخامخ شوې او بلجیم په یوه ګول انګلستان ته ماته ورکړه. په همدې ګروپ کې د تونس د فوټبال لوبډلې د پانامه لوبډلې ته د یوه په مقابل کې په دوو ګولونو ماته ورکړه. د شنبې په ورځ به د فرانسې او ارجنټاین ټیمونه او د یوروګوای او پرتګال لوبډلې سره مخامخ کېږي. Читать дальше...