Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2018

Новости за 18.06.2018

نعیمي: د کندز د خلکو د امنیت او خوندیتوب لپاره پوره چمتووالی لرو

Pa.azadiradio.com 

د کندز والي وايي چې دوی د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اوربند د حکم ټولو اصولو ته پابند او ژمن دي او تر څنګ‌یې د خلکو د خوندیتوب او د ډاډمن امن د ټينګښت لپاره هم پوره چمتووالی لري. عبدالجبار نعیمي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د دغه مطلب په بیانولو سره وویل چې د کندز د امنیتي ارګانونو چارواکو ته‌یې لارښوونه کړې چې په ښار کې د خپل‌سرو وسله‌والو، موټرسایکلونو او د تورو ښيښو لرونکو موټرو پر ګرځېدو کلک کنټرول ولري، ترڅو یو شمېر فرصت طلبه ډلې د اوربند له نومه ناوړه ګټه پورته نه‌کړي. په ورته وخت کې د... Читать дальше...

لوګریانو او خوستیانو د اوربند غځولو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د لوګر او خوست ولایتونو قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او ځايي اوسېدونکو له افغان دولت او وسله‌والو طالبانو غوښتنه وکړه چې د خبرو اترو په خاطر دې د اوربند موده وغځوي. دوی د اختر په شپو ورځو کې له دواړو لورو مننه وکړه چې اوربند ته صادقه پاتې شول او خلکو په ارامۍ او خوشحالۍ د اختر لمونځونه وکړل. خوستوالو تېر ماښام په همدې اړه په یوه جوړه شوې غونډه کې د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې خپل مشران د اوربند غځولو ته وهڅوي. په دې اړه په لوګر کې هم هغه غونډه چې په مرکز پل علم کې د قومي مشرانو... Читать дальше...

په پکتیا کې د ۱۰۸ ميلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې کېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د پکتیا ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۱۰۸ ميلیونه افغانیو په لګښت، بېلابېلې پروژې پلې شي. د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس نصیر عالمیار نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دغو پروژو تړونونه د حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ لاسلیک شوي دي. په دغو پروژو او قراردادونو کې سړکونه، روغتیايي مرکز، زېرمه خونې، بزګرانو ته د زعفرانو د تخم رسول، د ویالو جوړول، استنادي دېوالونه او د ښوونځیو لپاره د اړینو توکو رانیول شامل دي. د پکتیا چارواکي وايي، ټولو ادارو ته‌یې لارښوونه کړې... Читать дальше...



الکوزی: سږني اختر د نورو په پرتله پر خصوصي سکټور مثبت اغېز کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د اختر په درېیو ورځو کې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د رامنځته شوي اوربند له امله، د دوی عواید دوه چنده زیات شوي دي. د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل، دوی ته د رسېدلو راپورونو په اساس، د تېرو اخترونو په پرتله دغه اختر د خصوصي سکټور پر کاروبار مثبت اغېز کړی دی. نوموړي وویل، که چېري اوربند دوام وکړي، د دوی کاروبار به لا پراختیا پیدا کړي.

لویه څارنوالۍ: ۵۴ طالبان د ښه نیت په‌پار له بنده خوشې شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، ۵۴ تنه طالبان‌یې د ښه نیت د څرګندولو په خاطر له بنده خوشې کړي دي. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي پرون یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د خوشې شویو کسانو په اړه کافي څېړنې شوې وې. ښاغلي رسولي زیاته کړه: "۴۶ مشکوک طالبان په دې خاطر چې په ورانکاریو او جنایاتو کې یې لاس نه‌درلود د ښه نیت په خاطر د لویې څارنوالۍ په امر خوشې شوي دي. اته تنه نور طالبان هم د محکمې د حکم تر بشپړولو او تحقیقاتو وروسته خوشې شوي دي." افغان حکومت له طالبانو سره یو لنډ مهالی اوربند اعلان کړی او دا طالبان‌یې په همدې موده کې خوشې کړي. Читать дальше...

افغان حکومت طالبانو سره اوربند د ۱۰ نورو ورځو لپاره تمدید کړ

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت له افغان طالبانو سره اوربند د ۱۰ نورو ورځو لپاره تمدید کړ. دا خبره د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وکړه: "افغان حکومت د ملي امنیت شورا د پرېکړې پر اساس اوربند د ۱۰ ورځو لپاره تمدید کړی دی. په عین حال کې زموږ امنیتي ځواکونه د هر ډول برید په وړاندې د دفاع چمتووالی هم لري." ارګ ماڼۍ هم په یوه بیان کې ویلي چې پرون یکشنبه د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه وشوه او د روژې له ۲۷ د دغه پیل شوي اوربند موده ۱۰ نورو ورځو ته هم وغځېده. په بیان کې... Читать дальше...

د فوټبال نړیوال جام سياليو په لړ کې نن ۳ مسابقې کېږي

Pa.azadiradio.com 

په روسيه کې د ٢٠١٨میلادي کال د فوټبال نړیوال جام د سياليو په لړ کې نن دوشنبه درې مسابقې کېږي.  لومړۍ مسابقه د افغانستان پر وخت د مازيګر پر څلورنيمو بجو د سويډن او جنوبي کوريا ترمنځ کېږي.  د فوټبال دوهمه مسابقه پر اووه نيمو بجو د بلجيم او پانامه ترمنځ ده. او درېيمه مسابقه د تونس او انګلستان ترمنځ د شپې پر لس نيمو بجو کېږي. پرون یکشنبه د شپږو هېوادونو ترمنځ درې مسابقې وشوې.  اوله مسابقه د صربيا او کاستاریکا ترمنځ وه چې صربيا يو د صفر په وړاندې کاستاريکا ته ماتې ورکړه. جرمني د مکسيکو په... Читать дальше...



جاپان کې زلزلې ٣ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپيان کړل

Pa.azadiradio.com 

په جاپان کې ٣ کسان هغه وخت مړه او په لسګونه نور ټپيان شول چې يوې زورورې زلزلې نن د دغه هېواد په لوېديځ کې اوساکا ښار ولړزاوه.  کيودو خبري اژانس راپور ورکړى چې په مړو کې دوه بوډاګان او يوه ٩ کلنه نجلۍ شامله ده. د جاپان صدراعظم شينزو ابې وويل:  "حکومت هڅه کوي په زلزله ځپلي ښار اوساکا او شااوخوا سيمو کې د خلکو ژوند خوندي کړي." د جاپان چارواکي وايي، زلزلې د ودانيو ښيښې ماتې کړې او د ودانيو ځينې برخې يې ونړولې.  د جاپان د هوا پوهنې ادارې په حواله، د زلزلې شدت د رېښتر په مقياس ۶،۱ درجه و او مرکز يې تر ځمکې ١٠ کېلو متره لاندې ژور و. Читать дальше...

سعودي عربستان په ننګرهار کې ځان وژونکې حمله وغندله

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان په ننګرهار کې پرونۍ ځان وژونکې حمله په کلکو ټکو وغندله. د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت د قربانيانو له کورنيو، افغان حکومت او افغانانو سره خواخوږي ښودلې ده. د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت د ترورېزم په وړاندې پر مبارزه او له افغانانو سره پر پيوستون ټينګار کړى دى. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه مأموريت يا يوناما هم په ټويټر کې د هغو حملو دوام غندلى چې د اوربند د خوښۍ لمانځونکي په‌کې په نښه شوي دي.  د ننګرهار د روغتيا رئيس نجيب کامه‌وال وايي، په جلال‌اباد کې په پرونۍ... Читать дальше...

د ټکسي هغه چلوونکي چې په مسکو کې یې ۸ کسان ووژل بې‌خوبه و

Pa.azadiradio.com 

د روسيې پوليس وايي،  د ټکسي هغه چلوونکي ته چې د موټر په ذريعه‌يې څو کسان ټپيان کړي، د موټر چلولو په وخت کې خوب ورغلى و چې برېک او اکسلېټر ورڅخه غلط شوي وو.  د ده موټر د شنبې په ورځ د مسکو سره ميدان ته نږدې پر خلکو وربرابر شوى و. پوليسو پرون یکشنبه د يوې وېډيو تر خپرېدو وروسته په يوه اعلاميه کې دا خبره وکړه. د پوليسو په حواله د ټکسي چلوونکي ويلي چې ۲۰ ساعته‌يې پرله‌پسې موټر چلولى و، ځکه نو خوب ورغلى و. ده ويلي چې د موټر چلولو په وخت کې نشه نه‌و.  دا لا څرګنده نه‌ده چې ايا دغه سړى د فشار... Читать дальше...

د فوټبال نړیوال جام: صربیا یو پر صفر کاستاریکا ماته کړه

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال نړیوال جام په پرونیو لوبو صربیا یو پر صفر کاستاریکا ماته کړه او جرمني په یوه ګول له مکسیکو ماته وخوړه. د صربیا لوبډلې په‎دې بریا سره درې نمرې ترلاسه کړې او کاستاریکا هم په خپلې ماتې له نړیواله جام څخه د حذفېدو له خطر سره ځان نږدې کړ. د «اې» ګروپ په بله لوبه کې سویس او برازیل یو پر یو مساوي شو. برازیل چې په‎کې د نړۍ په کچه وتلي فوټبال ستوري لوبېږي، په‎دې مساوي نتیجې سره ډېر خلک حیران کړل. جرمني چې د ۲۰۱۴ میلادي کال اتل و، یو پر صفر له مکسیکو ماته وخوړه او ډېر غبرګونونه‌یې وپارول.

Спорт в России и мире
Москва

Учитель из Бутово стала «Гуру физкультуры»


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Мирра Андреева установила новый рекорд на турнирах WTA-1000


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Труп мужчины найден в лесопарковой зоне в Сокольниках





Путин в России и мире
Москва

Петербургский автопром вышел из кризиса, заявил Беглов


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Это - война: литовские беспилотники попытались атаковать Минск




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире
Москва

Дух разделения в Святой Руси, или Можно ли лишиться сана за отпевание Навального*



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Желдорреммаш

Улан-Удэнский ЛВРЗ подвел производственные итоги первого квартала 2024 года



Москва

Мособлдума поздравила с праздником работников скорой помощи

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net