Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2018

Новости за 04.06.2018



په ګواتیمالا کې د فیوګو اور غورځوونکي غره فعالېدو ۲۵ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

چارواکي وایي چې په ګواتیمالا کې د فیوګو اور غورځوونکي غره د فعالېدو په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي او شااوخوا ۳۰۰ نور ټپیان دي. دغه پېښه د ګواتیمالا د پلازمېنې د جنوب غرب په څلوېښت کېلو مترۍ کې شوې ده. د دغه اتشفشان د فعالېدو په نتیجه کې دغه‌راز په څو کلیو کې کورونه وران شوي او یو شمېر هستوګن‌یې هم دننه سوځېدلي دي. د ګواتیمالا ولسمشر جیمي مورالېس اعلان وکړ چې د چټک غبرګون ملي هڅې پیل شوي او لږ تر لږه په درېیو سیمو کې به اضطراري حالت اعلان شي.

د غور چارواکي: طالبانو تېره شپه په یوه برید کې دوه سرتېري وژلي

Pa.azadiradio.com 

د غور چارواکي وایي چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه پر یوې امنیتي پوستې په برید کې د ملي اردو دوه سرتېري وژلي او یو یې ټپي کړی دی. د غور د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اقبال نظامي د دې پېښې په اړه وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه د فیروزکوه د شهر نو الله‌یار پر پوستې حمله وکړه چې وروسته سیمې ته د نورو ځواکونو په ور رسېدو په شا وتمبول شول. د هغه په وینا، په دغه برید او نښته کې وسله‌والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو دقیق شمېر یې نه‌دی معلوم. وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي. دغه... Читать дальше...



چارواکي: په ارزګان کې افغان ځواکونو ۱۹ وسله وال طالبان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان د دهراود ولسوالۍ په انارجوی سیمه کي افغان کمانډو ځواکونو ځانګړي عملیات کړي چې پر مهال یې د ملا جهاد په نوم د طالب قوماندان ۸ ملګري وژل شوي دي. د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند صادق عیسی نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه عملیات تېره شپه ترسره شوي دي. نوموړی د یو بل خبر له مخې وايي، مرکز ترینکوټ کې د افغان هوايي ځواک بریدونو ۱۱ وسله وال مخالفین وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي. دغو بریدونو د وسله والو طالبانو دوه مهم پټنځایونه هم له منځه وړي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

چارواکي: په کونړ کې چاودنې دوه تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

د کونړ د مرکز اسعداباد اړوند په کڅۍ سیمه کې د پولیسو پر یوه رنجر موټر د ماین چاودنه شوې چې په‌کې دوه تنه وژل شوي دي.  د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې نن سهار اته نیمې بجې د کڅۍ په سیمه کې وسله‌والو مخالفینو په سړک کې ځای پر ځای کړی ماین چولی چې یو محلي پولیس او یو عام وګړی په‌کې وژل شوي دي.  تر اوسه وسله‌والو مخالفینو د یادې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.

په زابل او ارزګان کې د پوځ په عملياتو کې ۲۶ وسله‎وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په جنوب کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د مطبوعاتو له څانګې په خپرو شویو جزئياتو کې راغلي چې کمانډو ځواکونو د ارزګان د دهراود ولسوالۍ په انارجوی او ترينکوټ کې عمليات ترسره کړي چې په نتیجه کې يې ۱۹ وسله‎وال وژل شوي دي او دوه نور ژوبل دي. سرچينه وایي، ارزګان کې د افغان ځواکونو په هوايي بريدونو کې د طالبانو درې مرکزونه هم له‎منځه وړل شوي دي. خبرپاڼه کې د زابل ولایت په دای‎چوپان ولسوالۍ کې هم د ملي اردو د ځواکونو په عملياتو کې د ۵ وسله‎والو د وژل کېدو خبر ورکول شوی دی. وسله‎والو تر اوسه د يادو عملياتو په تړاو تبصره نه‌ده کړې.

په اردن کې د زرګونه کسانو مظاهره نن هم دوام لري

Pa.azadiradio.com 

په اردن کې د حکومت د سختو اقتصادي پرېکړو له امله د زرګونه کسانو مظاهره نن دوشنبه هم دوام لري. شااوخوا درې زره مظاهره‎کوونکي د پایتخت عمان سړکونو ته راوتلي او د حکومت د هغې طرحې مخالفت کوي چې له‎مخې يې د ماليې نوی قانون جوړېږي او بیې لوړېږي. د پیسو نړیوال وجهي صندوق یا «ای. اېم. اېف» بیا د اردن د حکومت له نوې اقتصادي طرحې ملاتړ کړی دی. اعتراض کوونکي د صدراعظم هاني ملقي د ګوښه کېدو غوښتنه کوي او ګواښ کوي چې تر څو پورې پارلمان ته استول شوې اقتصادي طرحه لغوه شوې نه‎وي، دوی به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي. Читать дальше...

کونړ: نورګل کې د داعشیانو او طالبانو په نښته کې ۵ تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي چې د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې له تېرو څو ورځو راهیسې د وسله‌والو طالبانو او داعش ترمنځ جګړه روانه ده. د ۲۰۱ سېلاب قول اردو په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې پرون یکشنبه د دواړو خواو په نښتو کې ۵ کسان وژل شوي دي چې درې يې داعشیان او دوه‌يې طالبان دي. د اعلاميې له مخې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ له یوې اوونۍ راپدېخوا سختې نښتې روانې دي. طالبانو او داعش تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

اردوغان د خپل انتخاباتي کمپاین په لړ کې کُرد مېشتو سیمو ته لاړ

Pa.azadiradio.com 

د ترکيي ولسمشر رجب طیب اردوغان د خپل انتخاباتي کمپاین په لړ کې پرون یکشنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۳»​ کُرد مېشتو سیمو ته لاړ. اردوغان هڅه کوي چې د روانې جون میاشت د ۲۴ نېټې د ولسمشرۍ او پارلماني انتخاباتو مخکې په کُرد مېشتو سیمو کې خپل ملاتړ پراخ کړي. نوموړي پرون یکشنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۳» په دیاربکر ښار کې چې اکثره اوسیدونکي يې کُردان دي، خپلو پلویانو ته وویل، د ده حکومت په‎دې سیمه کې د بیارغونې او د کلونو تاوتریخوالي وروسته د سولې د راوستولو لپاره ډېر څه کړي دي. له ۱۹۸۰ میلادي کال راهیسې... Читать дальше...


Музыкальные новости
Анастасия Волочкова

Катя Гордон — Анастасии Волочковой: «Мы бы с Лерой оплатили и лечение, и психиатра, если надо»





Персональные новости
Владимир Путин

Путин посетил пасхальную службу в храме Христа Спасителя в Москве





افغانستان ایران کې پر یوې ماشومې د جنسي تېري د عاملینو پلټنه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په ایران کې په یوې پنځه کلنې افغان ماشومې د ډله ییز جنسي تېري د عاملینو جدي پلټنه کوي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي ازادي راډیو ته وویل، په تهران کې افغان سفارت د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته یو مکتوب لېږلی او یو پلاوی به ژر خمیني شهر ته ولېږل شي. ښاغلي احمدي وویل، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له افغان سفارته غوښتي چې دا موضوع په جدي توګه تعقیب کړي. دی وايي: "د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې افغان سفیر سره خبرې کړي او د دې موضوع د جدي پلټنې لپاره یې امر کړی دی. Читать дальше...

رادمنش: پاکستان کې ځیني بریدونه د دوی روزلي ترهګر کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په پاکستان کې ځیني بریدونه هغه ترهګر کوي چې دوی په خپله روزلي دي. د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش پرون شپه دا خبره وروسته له هغه ازادي راډیو ته وکړه چې د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر «ای. اېس. پي. ار» وویل، له افغانستانه وراوښتو ترهګرو په پوله‌ساتو ځواکونو بریدونه کړي دي او پنځه سرتېري یې ټپيان کړي دي. «ای. اېس. پي. ار» ویلي، دا ترهګر د خېبر پښتونخوا او د بلوچستان په قمرالدین کارېز کې د افغانستان له هغو سیمو وراوښتي چې دولتي حاکمیت په‌کې کمزوری دی. Читать дальше...

دفاع وزارت: پاکستان کې ځینې بریدونه د دوی روزلي ترهګر کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په پاکستان کې ځینې بریدونه هغه ترهګر کوي چې دوی په خپله روزلي دي. د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش پرون شپه دا خبره وروسته له هغه ازادي راډیو ته وکړه چې د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر «ای.اېس.پي. ار» وویل، له افغانستانه ور اوښتو ترهګرو په پوله ساتو ځواکونو بریدونه کړي دي او پنځه سرتېري یې ټپيان کړي دي. «ای.اېس.پي. ار» ویلي، دا ترهګر د خېبرپښتونخوا او د بلوچستان په قمرالدین کاریز کې د افغانستان له هغو سیمو ور اوښتي چې دولتي حاکمیت په کې کمزوری دی. Читать дальше...

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د بنګله دیش په وړاندې لوبه وګټله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د بنګله دیش په وړاندې شل اورېزه لوبه پرون یکشنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۳»​ شپه وګټله.  افغان ټیم پرون «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۳» شپه د هند په راجیف ګاندي سټډیوم کې بنګله دیش لوبډلې ته ۱۶۸ منډې هدف وټاکه. بنګله دیش د هدف د پوره کولو لپاره خواري وکړه، خو ټول ټیم یې په ۱۲۲ منډو وسوځېد. د پرون شپې غوره لوبغاړی راشد خان شو چې درې ویکټې یې په ۱۳ منډو واخېستې. "ما خپل عادي بالنګ وکړ. کوښښ مې وکړ چې بیټسمن ته د شاټ چانس ورنه کړم. دا ډېر ښه میدان و. لږ څه نم و خو همدې نم برعکس زما بال نور هم ښه تاو کړ. Читать дальше...

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د بنګله‌دېش په وړاندې لوبه وګټله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د بنګله‌دېش په وړاندې ۲۰ اوریزه لوبه پرون یکشنبه شپه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۳»​ وګټله.  افغان ټیم پرون شپه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۳» د هند په راجیف ګاندي سټډیوم کې بنګله‌دېش لوبډلې ته د ۱۶۸ منډې هدف وټاکه. بنګله‌دېش د هدف د پوره کولو لپاره خواري وکړه، خو ټول ټیم‌یې په ۱۲۲ منډو وسوځېد. د پرون شپې غوره لوبغاړی راشد خان شو چې درې وېکټې یې په ۱۳ منډو واخیستې. ده وویل:  "ما خپل عادي بالنګ وکړ. کوښښ مې وکړ چې بېټسمن ته د شاټ چانس ورنه‌کړم. دا ډېر ښه میدان و. لږ څه نم و خو همدې نم برعکس زما بال نور هم ښه تاو کړ. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

"Динамо" обыграло "Сочи" в матче РПЛ и догнало "Краснодар" и "Зенит"


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Свентек выиграла титул WTA в Мадриде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

В России замечен доступный кроссовер по цене Lada Granta: что о нем известно?





Путин в России и мире
Москва

Мантуров: на инаугурации Путина 7 мая представят обновленный Aurus Senat


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Русских заявил о субсидировании новых авиарейсов до Минска




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Queen

White Queen Birthday party «Королева морей»



Москва

ФСБ рассекретила показания адъютанта Гитлера о плане союза с США против СССР

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net