د بلخ چارواکي: د شولګرې ولسوالۍ په نښته کې ۱۳ سخت دريځي وژل شوي
د شولګره امنيه قوماندان محمد عارف ازادي راډيو ته وويل چې نښته پرون ماخستن وروسته له هغه پيل شوه چې وسلهوالو طالبانو د شولګره ولسوالۍ په بودنه قلعه کلي کې د پولیسو پر پوسته تهاجمي حمله وکړه او نښته تر سهاره روانه وه.
د بلخ ولایت د شولګره ولسوالۍ امنيه قوماندان ويلي چې پهدې نښته کې شپږ ځايي پولیس هم وژل شوي او درې کسان ټپیان شوي دي او طالبانو یو ځايي پولیس برمته نيولی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نه دي ويلي.
