ساحلي فوټبال لوبډلې راتلونکو لوبو ته تمرینات پیل کړل
د فوټبال فدراسیون د ویاند مرستیال شمس امیني د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په دغو تمریناتو کې د فوټبال د ساحلي ملي لوبډلې شل لوبغاړي ګډون کوي او د یوه ایراني روزونکي له خوا روزل کېږي.
دی وايي، د ساحلي فوټپال ملي لوبډله به د مارچ په میاشت کې د اسیا د اتلولۍ او له هغې وروسته د نړیوال جام په مقدماتي سیالیو کې ګډون وکړي.
