کاسوو ته د صربیا پر مالونو د تعرفو په اړه د امریکا خبرداری!
کاسوو د نومبر په میاشت کې له صربیا په وارېدېدونکو مالونو د هغه څه په خاطر درنه مالیه وضعه کړه چې د دې هېواد چارواکي یې د بیلګراد له خوا د کاسوو د دولت د له پامه غورځولو هڅه بولي.
صربیا د خپل پخواني ولایت کاسوو خپلواکي په رسمیت نه ده پېژندلې.
دغلته په ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ میلادي کلونو کې له ګوریلايي جګړې وروسته، کاسوو په ۲۰۰۸ کې خپلواکي اعلان کړه.
پر واشنګټن سربېره اروپايي ټولنې هم له کاسوو غوښتي چې له صربیا په وارېدېدونکو مالونو دې ګمرکي تعرفه لېرې کړي.
د کاسوو دې اقدام د دې دوو پخوانیو دښمنو هېوادونو ترمنځ یو توافق ته د رسېدو لپاره نړیوالې هڅې له خنډ سره مخ کړي دي.
په پریستینا کې د امریکا سفارت د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل:
"خپل دا لیدلوری تکراروي چې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو د پروسې د تحرک لپاره د صربیا پر مالونو د کاسوو د ګمرکي تعرفې لېرې کول ضروري دي."
