تهران فرانسه تورنه کړې چې سیمه بې ثباته کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزات د جمعې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې دوی تل په سیمه کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې ایران د فرانسې له خوا په پراخه پیمانه د پرمختللو او تهاجمي وسلو خرڅلاو ته په سیمه کې د توازن د بې ثباتۍ د یو عامل په سترګه ګوري.
تهران دا خبره په داسې حال کې کوي چې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ وویل، که چېرې د ایران د توغندیو په اړه په خبرو کې کوم پرمختګ ونه شي، پاریس چمتو دی چې پر تهران نوي بندیزونه ولګوي.
نوموړي همدارنګه غوښتنه وکړه چې ایران دې په سیمه کې په ځانګړې توګه په سوریه کې د پوځي اقداماتو په اړه خپل چلند بدل کړي.
خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې عکس العمل کې ویلي، د توغندیو پر پروګرام هېڅ ډول خبرې اترې نه کوي او د اروپايي هېوادونو له خوا هر ډول بندیزونه به تهران اړ کړي چې ورسره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي.
