د پاکستان د ترهګرۍ ضد یوې محکمې نقیب الله محسود بې ګناه وباله
د پولیسو له خوا د نقیب الله محسود د وژنې څېړنیز راپور د پنجشنبې په ورځ خپور شوی چې د رسنیو د راپورونو له مخې، د نقیب الله محسود په ګډون د ۳ نورو ځوانان وژل پکې بې ګناه وژنې بلل شوې دي.
د تېر ۲۰۱۸ میلادي کال په جنورۍ میاشت کې د کراچۍ د پولیسو یوه مشر راو انور یو قبایلي ځوان نقیب الله محسود له ۳ نورو کسانو سره یوځای وواژه او تور یې ولګاوه چې هغوی له ترهګرو ډلو سره اړیکې درلودې.
خو د ترهګرۍ ضد محکمې د یو کال په اوږدو کې تر څېړنو او پلټنو وروسته پر نقیب محسود لګېدلي تورونه رد کړي او هغه یې بېګناه بللی دی.
که څه هم پولیسو د نقیب محسود په وژنه تورن راو انور د لنډې مودې لپاره ونیو او په کور کې یې نظر بند کړ، خو بیا وروسته د ترهګرۍ ضد محکمې هغه بې ګناه وباله او د نظربندۍ تر ختمولو وروسته یې ازاد کړ.
