محمد فیصل: پاکستان د قطر په روانو خبرو کې اسانتیا رامنځته کوي
راپورونه وايي، د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ خبرو نن هم دوام وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل نن په یوه خبري غونډه کې وویل، پاکستان د خپل مسؤلیت په توګه د قطر په روانو خبرو کې اسانتیا رامنځته کوي.
د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د قطر روانې خبرې د دوشنبې په ورځ پیل شوې او ګومان کېږي چې نن به د یوې اعلامیې په خپرولو پای ته ورسېږي.
