جاپان د ویتنام او چین د ایران په وړاندې د فوټبال لوبه کوي
د ویتنام او جاپان ترمنځ لوبه نن شپه د کابل په وخت ۶ بجې د متحده عربي اماراتو په المختوم لوبغالي کې او د چین او ایران ترمنځ لوبه بیا د شپې په ۹ بجو د محمد بن زاهد لوبغالي کې ترسره کېږي.
د کوارټر فاینل پړاو دوه نورې سیالۍ بیا د جمعې په ورځ د جنوبي کوریا او قطر او اسټرالیا او متحده عربي اماراتو ترمنځ ترسره کېږي.
د اسیا د فوټبال جام سیالۍ چې د روان میلادي کال د جنورۍ له پنځمې نېټې راهیسې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې پیل شوي، د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه به د اتلې لوبدلې په معلومېدو سره پای ته ورسېږي.
