لبنان: د سوریې د کډوالو د بېرته ستنولو هڅې دې ګړندۍ شي
بېروت دغه راز د یوه عربي بانک د جوړېدو وړاندیز وکړ چې د سوریې او یمن په څېر د جګړه ځپلو عربي هېوادونو د بیا رغونې چارې تمویل کړي.
د لبنان ولسمشر میشل عون تېره ورځ د عرب د اقتصادي او پراختیایي څلورمې کلنۍ غونډي د پرانېستلو پر مهال دا غوښتنه وکړه.
میشل عون وویل، لبنان له نړیوالې ټولنې غواړي چې له هر ممکن اقدامه په استفادې د سوریې د کډوالو د خوندي بېرته ستنېدو لپاره زمینه برابره کړي.
اوس مهال ۵،۶ میلیونه سوریایي وګړي د سیمې په هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند تیروي چې پهدې کې لبنان د ۱،۵ میلیونه سوریایي کډوالو کوربه دی.
ډېری دغه کډوال په سخت حالت کې ژوند کوي او د لبنان لپاره یې چې پهخپله له وړاندې له اقتصادي کړاوونو سره مخامخ دی، ستونزې نورې هم ډېرې کړي دي.
