د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د کرکټ د سیالیو نېټه روښانه شوه
کرکټ بورډ وايي چې د دغو سیالیو کوربه توب افغانستان کوي چې تر یوې میاشتې دوام کوي.
په دې لړ کې به دواړه هېوادونه ۳ شل اوریزې، ۵ یو ورځنۍ او یوه ټیسټ لوبه تر سره کړي.
په پام کې ده چې دا لوبې د ۲۰۱۹ میلادي کال د فبرورۍ له ۲۱مې د مارچ تر ۱۹مې د هند د هرادون ښار په راجیو ګاندي نړیوال کرکټ لوبغالي کې تر سره شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډله له تېرو څو میاشتو راهیسې سیالۍ نه لري خو ځينې لوبغاړي يې په کورني کرکټ او ځينې نور يې په بهرنیو لیګونو کې په لوبو بوخت دي.
