پامپیو: د سعودي چارواکو د خاشقجي له قاتلینو سره د حساب ژمنې تکرار کړې
مایک پامپیو د سعودي عربستان پاچا سلمان او واکمن ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره تر خبرو وروسته ویلي چې دواړو مشرانو منلې چې له هغو کسانو سره چې د دې قتل مسؤلین دي، حساب اړین دی.
د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې سي آی اې په ارزونه کې ولیعهد محمد بن سلمان تورن شوی چې د جمال خاشقجي د وژلو امر یې ورکړی دی.
سعودي چارواکي د دې وژنې د امر کولو تورونه ردوي.
جمال خاشقجي چې د سعودي د رژیم منتقد و، د اکتوبر په دوهمه نېټه په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې په مرموز ډول ووژل شو.
اوس مهال په ریاض کې یوولس کسان د خاشقجي د وژلو په تور تر تحقیق لاندې دي.
مایک پامپیو چې د منځني ختیځ په سفر وتلی، تر ریاض دمخه د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی و او ټاکل شوې چې همدا نن د عمان مرکز مسقط ته هم ولاړ شي.
