راپورونه: فاریاب کې شااوخوا ۲۵ سرتېري وژل شوي او ۱۶ یرغمل شوي
چارواکو که څه هم د دغه برید او د ملي اردو سرتېرو ته د اوښتو زیانونو په اړه څه نهدي ویلي، خو د فاریاب د ولایتي شورا دوو غړو دا پېښه تأیید کړې او ويلي یې دي چې پرون شااوخوا ۳۰۰ افغان سرتېري چې د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې دېره وو، له خپلې قرارګاه څخه ووتل او میمنې ته په لاره په قیصار ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو له یوه کمین سره مخ شول.
د فاریاب د ولایتي شورا غړي سید عبدالباقي هاشمي ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې ۲۰ نور سرتېري ټپیان شوي او له ۱۰ تر ۲۰ پورې پوځي عرادې او د سرتېرو مړي د پېښې په ځای کې پاتې دي.
د ولایتي شورا یوه بل غړي نادر سعیدي وویل چې د پېښې په ځای کې پرېښودل شوي پوځي وسایل په هوایي بمبارۍ کې لهمنځه وړل شوي او غورماچ ولسوالۍ اوس په بشپړ ډول د طالبانو په کنټرول کې ده.
وسلهوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نهدي ويلي.
