د افغانستان او ایرلېنډ تر منځ د کرکټ سیالۍ لا مهمې شوې
د افغانستان او ایرلېنډ تر منځ دغه سیالۍ له هغې وروسته لا مهمې شوې چې د ښې لوبې او بریا اغېز يې د لوبغاړو او لوبډلې په نړیواله درجه بندۍ پرېوځي.
افغان ورو توپ اچونکی راشد خان ارمان چې لا له وړاندې د شل اوورېزو سیالیو لومړی درجه له ځانه سره لري، که په یو ورځنیو دغو سیالیو کې هم ښه ولوبېږي د یو ورځینو سیالیو د لومړۍ درجې اعزاز هم تر لاسه کوي.
نوموړی دا وخت د هندي بالر جسپرېت بومرا څخه یوازې ۱۲ نمرې شاته په دوهمه درجه دی.
افغان لوبډله چې ایرلېنډ ته يې د ایرلېنډ په کوربهتوب په شل اوورېزو سیالیو کې پرلهپسې ماتې ورکړې، له دې وروسته دوه نورې یو ورځنۍ لوبې هم له هغې هېواد سره لري.
