امریکايي چارواکي وايي د هکرانو د یوې هڅې مخه یې نیولې
دا هڅه دوه کاله وروسته له دې وشوه چې پر روسي ایجنټانو د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لړ کې د دې کمېټې د ایمیلونو د هک کولو او افشا کولو تور پورې شو.
د ډیموکراټ ګوند غړیو پرون چهارشنبه وویل، د ویبپاڼې امنیتي کمپنۍ چې له مصنوعي ذهانته کار اخلي، دا هڅه ناکامه او افشا کړه.
