د بیلاروس ولسمشر په کابینه کې ډېر تغیرات راوستي
د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکه شینکه نوی صدراعظم نومولی او په کابینه کې یې ډېر تغیرات راوستي دي.
په هغه حکم کې چې د جمهوري ریاست په ویبپاڼه کې نن خپور شوی، لوکه شینکه د پراختیایي بانک مشر سیارهي روماس د اندرې کابیاکو پر ځای د صدراعظم په توګه نومولی دی.
لوکه شینکه د صدرات لومړۍ مرستیالۍ ته پر یوه نوي کس سربېره، ډېر وزیران هم لېرې او پرځای یې نوي ګمارلي دي.
لوکه شینکه څو ورځې مخکې ویلي وو چې د ده دستورالعملونه او سپارښتنې نه دي عملي شوي.